ډاکتر نجیب چا وواژه!/ د. صلاح الدین سعیدي

0 828

ډاکتر نجیب چا وواژه!

كه مو مشران او حكام ښه که بد دي ددې وطن مشران او حکام دي. مونږ حق لرو ورته ښه او یا بد ووایو او دا زمونږ کار دی،آما که زمونږ مشران پردي او زمونږ دشمنان وژني او شهیدوي دا جنایت دی او افغان ولس نباید پاکستان ته دا وبښي. په یاد ولرئ او زمان هم ثابته کړه او ثابته به کړي: پاکستاني استابلشمنت او ای اس ای د افغان ملت، افغانستان او سیمه کې د سولې دشمن وه، دی، او دشمن به پاتې شي. افغان حُکام دې په ده پوه شي چې حتی د پاکستان په لاس جوړ شوای د برهان الدین رباني حکومت هم پاکستانیانو بعد له دې چې افغان امنیتي ځواکونه یې پرې کباړ کړل، بیا یې د لمېنځه وړو لپاره ورته کار وکړ. شواهد ښکاره کوي چې پاکستان افغانستان ته هیڅ حاکمیت نه غواړي او که غواړي لاس پوڅی حکومت غواړي. امریکه د خپل لمړي سل ورځې مخکې جنوبي آسیا له پالیسۍ څخه چې پاکستان یې د سیمې دوه مخی معامله ګر او د دې سیمې د غمیزې عامل باله اوس ښکاري عدول کړای او د پاکستاني جنایتکارو سره د ښکاره او سپينو خبرو پر ځای د تعامل او حتی د افغانستان او افغان منافعو او ملي ګټو خلاف تعامل ته حاضر شوای. (٤/١٢/٢٠١٧ د امريكې د دفاع وزیر سفر پاکستان ته)، د ‌‌‌‌‌‌ډیورن‌‌‌‌‌‌ډ د نامشروع او غیر موجودې کرښې په نامه د فکستان لپاره پر افغان خاوره سرحد جوړول او د افغان کابل حاکمیت سکوت ددې سترو تاریخي جفاو لړۍ ده چې د افغان ولس له ګټو او ملي منافعو پر ضد تر سره کیږي. افغان ولس دې پرې خبر وي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply