که څه هم ډېر خلک کرستف کلمب يو مسيحي ميسيونر معرفي کوي خو په اصل کې هغه يو يهودي و.
ډيويډ م ايچورن يهودی تاريخ پوه په دې اړه داسې ليکي:
د هغه (کرستف کلمب)اصلي نوم جان کولن و او په اصل کې د پانته ودرا د ښار په څنډو کې په هسپانيه کې نړي ته راغلي،هسپانوي يهود و.
د هغو دليلونو نه چې موجود او د مناقشې وړ نه دي هغه د راهب هرناندود تالاورا ليک دی چې د کرستف کلمب د سفر نه مخکې یې ملکې ايزابلا ته استولي و او په هغه کې یې په دې ټينګار کړی و چې کوم بهرني شخص چې د شيطان په ولکه کې وي هغه بايد ددې دندې لپاره ورنه ټاکل شي، يعنې بغير د يهودو نه بل څوک بايد دې دندې ته ونه ګمارل شي ځکه د دوي په اند چې نور خلک او ملتونه د شيطان تر ولکې لاندې دي او يهود يو انتخاب شوي قوم دی،دليک په دوام کې ليکي که مقدس روح وغواړي چې اولادونه یې نا معلومو او نا پېژندليو بحرونو ته ښکته شي نو هغه شخص بايد مجهول نه وي يعنې بايد بغير د يهودو نه بل څوک نه وي.
بل يهودي تاريخ پوه لي ام فريدمن هم دا ادعا کوي چې کلمب يهود و،هغه ددليل په ډول د کلمب لاسليک وړاندې کوي چې په هر لاس ليک کي به يي د مثلث شکل و، دمثلث شکل ديهودو په قبرونو،معبدونو او د اوسني اسرايل په بيرغ کې هم موجود دی.
تاريخ پوهان په دې اند دي چې کلمب د هسپانیې د کتلان د يهودو څخه چې په ژنو کې یې ژوند کولو.
د م انترسه فرانسوی مجله د ۱۹۹۱ کال د اوکتوبر د مياشتې په ګڼه کې ليکي چې کلمب په ظاهرا خپل دين ته تغير ورکړي او ځان ئي مسيحي بللو.هغه دکتلان دهغه يهودوڅخه و چې په زور د هېواد نه شړل شوي و او په ژنو کې یې د مهاجرت ژوند پيل کړي و.
تنها دا موضوع چې کلمب يهود و يا نه اصلي ټکي نه دي.اصلي ټکي دا دی چې آيا د کلمب دين او يهوديت د کلمب په دغه سفر کې چې امريکا يي کشف کړه تاثير درلود يانه؟
هسپانوی تاريخ پوه کنسولووارلو وايي چې کلمب تحريف شوي تورات حفظ کړي و او لوي ترينه هيله يي دا وه چې مقدس معبد (دسليمان ع معبد) بيا جوړ کړي.
د سليمان ع معبد د لومړي ځل وراني او مجدد تعمير وروسته د دوهم ځل لپاره د روميانو لخوا وران شو،دا معبد د يهوديانو په وړاندي دديني او قومي سمبول حيثيت لري.
يهوديان په دې نظر دي چې ددې معبد بيا جوړول دعيسي ع دراتګ لويه علامهده او وروسته به هغه ع راځي او لوي يهودي دولت به جوړوي.
دامعبد دهغه تپو په سر دي چي په شرقي بيت المقدس کې پرتې دي. يهوديانو ۱۹ قرنه وروسته په ۱۹۶۷ ميلادي کال کې دا خاوري ترلاسه کړي خو د بيا تعمير لپاره يي بايد دوه نيږدې واقع اسلامي مسجدونه دقبة الصخره او اقصي بايد وران شي چې اسراييل تر اوسه د هغې د ورانولو جرت نه دی کړي چې په کولو به يي ددريم نړيوال جنګ راتلل حتمي وي.
د کلمب د سفر اصلي هدف دمالي موخې تر څنګ دعثماني امپراتورۍ په وړاندې يوه نوې جبهه جوړول او د شړل شويو يهودو لپاره نوي ځاي پيدا کول او د سليمان عدمعبد بیرته نيول او جوړول و.
دائرة المعارف يهود په دي اړه ليکي چې په داسې حال کې دکلمب د سفر هرڅه تيار و خوهغه بدون د کوم دليل نه خپل سفر يو ورځ وځنډاوه ځکه په هغه ورځ د يهودو د تقويم په اساس د سليمان ع معبد ړنګ شوي و او يهود په هغه ورځ روژه نيسي.
دکلمب دومره لوي تصميم نيول فردي او د يو نفر کار نه و،په هغه وخت دغرب په طرف په بحر کی سفر کول ډېر دخطره ډک کار و،دا د يهودو د ټول قوم له طرفه يو پلان شوی تصميم او سفر و.
له بل اړخه ددي سفر جواز او مالي اړخ هم ډېر اړين و د کلمب دري يهودي دوستان چې په ظاهرا مسيحي شوي دکلمب پوره مرسته وکړه .
کون ورسو لویس د سانتاګنل،ګابريل سانچز، ايزاک ابرابانل و چې دملکې نه یې دکلمب د سفر جواز او مالي ضمانت واخيست.
همدارنګه هغه نقشه چې کلمب استفاده کړه هم ددوو مشهورو يهودي نجوم پوهانو وه.
نوپه پاي کې دې نتيجې ته رسېدلي شو چې يهودي کلمب د يهودو په مرسته دا نوې نړي يعني امريکا ديهودو لپاره نوي هيواد او د مسلمانانو په وړاندې يو نوي جبهه لپاره کشف کړه.
د کلمب او امريکا ته دنويو ورغلو يهودو دجناياتو او قتل عامونو په اړه به په بله برخه کې بحث وشي ان شا الله.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320