امريکا له ترهګري سره جګړه روانه غواړي / حميدالله فيضي

0 742

د امریکا متحده ایالتونو دفاع وزیر جیمز ماټیس له ترهګرۍ سره د مبارزې، په پاکستان کې د ترهګرو د پناه‌ځایونو د ځپلو، د پاکستان له خوا د ترهګرو ملاتړ د پای ته رسولو په موخه پاکستان ته ولاړ او د پاکستان لومړي وزیر په ګډون یې له بېلابېلو امنیتي او استخباراتي چارواکيو سره خبرې اترې وکړې.
د امریکا متحده ایالتونو دفاع وزیر د تېر په شان یو وار بیا خپلې خبرې تکرار کړې او د پاکستان له حکومته یې وغوښتل چې د ترهګرو پر وړاندې اقدام وکړي او د ترهګرو پناه ځایونه له منځه یوسي، خو له دې ښکاري چې امریکا متحده ایالات هم د ځینو مبهمو او ګنګو مالوماتو له امله نه غواړي د پاکستان حکومت د ترهګري او بنسټ‌پالنې ملاتړ ته د پای ټکی کښېږدي.

د امریکا دفاع وزیر یو ځل بیا له ترهګري سره په مبارزه کې د پاکستان قربانۍ تایید کړه او نرمه ډیپلوماټیکه لهجه یې له پاکستانه وغوښتل چې د ترهګرو پر وړاندې مبارزې ته زور ورکړي چې د پاکستان له خاورې په افغانستان او سیمه کې د ترهګرۍ فعالیتونه تر سره کوي. دا چې پاکستان به د امریکا متحده ایالتونو په تکراري خبرو غوږ وګروي که څنګه؟ دا هغه پوښتنه ده چې تېرو وختو ته په کتو یې ځواب منفي دی او هیڅکله هم پاکستان د ترهګرو پر وړاندې د مبارزې اقدام نه دی کړی.

پاکستان اوس هم په دې سوچ کې دی چې له ترهګري ګټه تر لاسه کوي او د ترهګرو په ملاتړ او روزنې سره یې ټولې نړۍ ته د ترهګرۍ د قربانۍ اړه غولوونکی جال برابر کړی چې له نړۍ امتیازونه او مرستې تر لاسه کوي او برعکس ترهګر روزي او ملاتړ یې کوي.

دا چې په دې چال کې نړیوال ورسره همکار دي، که د پاکستان په چال او غولوونکي پالیسي نه پوهېږي دا له عقله لېرې خبره ده، ځکه پاکستان اوس د امریکا متحده ایالتونو په شمول د انګلستان د استخباراتي ادارې مامور دی او د دې استخباراتي سازمانونو پالیسۍ او طرحې عملي کوي.

نړیوالو سیاستونو او حالاتو ته په کتو که چېرې پاکستان وغواړي چې خپل زاړه سیاست ته دوام ورکړي، «غله ته وایي چې غلا وکړه او کور والا ته وایي چې بیداره اوسه» دا چاره به د پاکستان د انزوا او په نړیوالو سیالیو کې د پاکستان د رکود او له منځه تلو لامل شي.

ترهګري اوس یوازې د افغانستان نه، بلکې د ټولې نړۍ له‌پاره ګواښ ګرځېدلی او وروسته له دې هغو هېوادونو چې غوښتل د پاکستان په وسیله د ترهګرۍ او بنسټ‌پالنې ملاتړ وکړي اوس هغه هېوادونه هم له دې کړنې او نامشروع مبارزې تر پزې رسېدلي، باید د پاکستان د ترهګري ملاتړ پای ته ورسوي او پاکستان اړ کړي چې په خپل بدمرغه سیاست کې بدلون راولي.

د نړۍ د هېوادونو په شمول امریکا هم مجبوره ده چې پاکستان نور د ترهګري د غولوونکې پالیسي دوام ته پرېنږدي، ځکه نړیوال هم بیا امریکا متحده ایالتونه د ترهګرو د ملاتړيو په توګه پېژني. وروسته له دې به د امریکا متحد ایالتونه هر هغه کار وکړي چې د سخت‌دریځو خوندي پناه‌ځایونه ختم شي، خو که پاکستان بیا هم په خپل سیاست کې بدلون رانه‌ووست، د امریکا یو انتخاب به دا وي چې د پاکستان په پولو کې نه، بلکې وړاندې د دغه هېواد په خاوره کې دننه د بې‌پېلوټه الوتکو بریدونه وکړي او په پاکستان کې به د ترهګرو هر هغه ځای په نښه کړي چې ترهګر پکې روزل کېږي، پناه‌ځایونه لري او له ښوونې او روزنې وروسته بیا سیمې او نړۍ ته لېږل کېږي.

که څه هم پاکستان نه یوازې دا چې په قبایلي سیمو کې د بریدونو او بمي بریدونو پروا نه لري، بلکې د خیبر پښتونخوا او بلوچستان بریدونه هم ورته زیات اهمیت نه لري، خو د پنجاب په سیمه کې د بریدونو په پیل سره به سخت غبرګون وښیي. امریکا متحده ایالات هم مجبور دي چې په خپله د ترهګرو پناه‌ځایونه چې د پاکستان په هر ځای کې وي تر برید لاندې ونیسي.

پاکستان حکومت ته د امریکا متحده ایالتونو له خبرداریو سره سره بیا هم پاکستان د ترهګرۍ پر وړاندې خپله پالیسي نه ده بدله کړې او خپلې زړې پالیسي ته دوام ورکوي، حال دا چې څو ورځې مخکې ډونالد ټرمپ وویل چې نور په پاکستان کې د ترهګرو پناه‌ځایونه د زغملو وړ نه دي، که چېرې پاکستان اقدام و نه کړي امریکا متحده ایالتونه به لاس په کار شي.

د افغانستان دولت په اند، پاکستان لا هم پر دې باور دی چې خپلو بهرنيو موخه ته د رسېدو له‌پاره د ترهګرو ډلو له لارې ګټه اخیستلای شي، ځکه لا هم د خپلې بهرنۍ پاليسي او موخو له‌پاره د ترهګریزو ډلو پر کارونو اعتماد لري او د ترهګري ملاتړ ته دوام ورکوي. په داسې حال کې د امریکا متحده ایالتونو دفاع وزیر له پاکستاني چارواکيو سره د ترهګرۍ په مبارزه او د ترهګرو په له منځه وړلو خبرې کوي چې نور د افغانانو زغم هم پای ته رسېدلی او له امریکا متحده ایالتونو غواړي چې که د ترهګرۍ په مبارزه کې د پاکستان حکومت پر وړاندې مبارزه نه کوي، افغانان هم بدیلې لارې لري او غواړي هغو هېوادونو ته لاس وغځوي چې په سیمه کې ترهګرۍ او بنسټ‌پالنه د ځان په زیان بولي او نه غواړي چې د ترهګري مبارزه نوره هم وغځیږي.

د ترهګري پر وړاندې د نړیوالو په مرسته د افغانستان دولت ۱۶ کلنه مبارزه چې لا یې هم پایلې نه دي ورکړې، په دې مانا ده چې د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزان، د دې جګړې د تابیا کولو هوډ نه لري وروسته له دې د ترهګرۍ جګړې دوام افغانان مجبوره کوي چې د نورو هېوادونو په مرسته دا جګړه پای ومومي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply