بد ماشومان د ناکامو ښځو زامن دي / جمشيد غزنيوال

0 892

اورېدلي به مو وي چې ډېری ښځې د ماشوم د شوخي په خاطر مېلمستياوو ته نه‌شي تلای. ماشومان د خپل طبيعت له مخې هر وخت د «غواړم او کوم» په موډ کې وي. کله چې يې ښځې د بل چا کره بوځي، پر شيرينو شين غومبر جوړ کړي، هيندارې ماتې کړي، د ټلوېزيون ريموټ ګډوډ کړي، پر ولاړ موټر برسېره خېژي، ونو ته ور پورته کېږي او يا هغه د تراب د شعر برعکس، په کوڅه کې خپل يا د بل سر مات کړی وي.

په کليوالو سيمو کې بيا دغه دود نور هم ستونزمن دی، ځينې ماشومان شيان غلا کوي، ځينې جنګ کوي، ځينې اور بلوي او چا بيا په سپي پسې لوټې اخيستې وې…
دلته موږ ځينې هغه لارې وړاندې کوو چې کولای شو ماشوم پرې مهار کړو.

• ماشوم د نورو تر مخ مه وهئ
ځينې مېرمنې عادت وي چې د مېلمه يا د خپل کوربه تر مخ ماشوم سوکان کش کړي، په ژړا يې تک شين واړوي، بيا نو پخپله د حقارت له احساسه ورو ورو خاندي.
ښه دا ده چې تاسې ماشوم ته ټولې هغه خبرې په يوازېتوب کې وکړئ چې د نورو تر مخ يې له هغه عملي کول غواړئ. که فکر کوئ چې ماشوم به شيريني بې‌درکه خوري، د بېولو په وخت کې يې خوله ورخوږه کړئ او شيريني داسې ورته ښکاره کړئ چې کور ډېره ده او څوک يې له چا نه ګرځوي. داسې نه چې تاسې يې ووهئ، ځکه له ماشوم سره خشونت هغه پايله لري چې ميندې يې نه غواړي.

• د ماشوم غوښتنې معقولې ور پوره کړئ
دا سمه ده چې ماشوم بايد رشوتخور اموخته نه‌شي، مګر پر هغو اړتياوو يې ژور غور وکړئ چې پوهېږئ له ناسمې لارې يې پوره کوي. غوښتنې په ځپلو او پټولو نه ورکېږي، يوازې حل کول دي او بس.

• جديت او خندا مو سره بېل کړئ
ځينې ښځې د خپل جديت او مزاحيه حالت تر منځ کرښه نه‌شي کشولای، که تاسې ماشوم ووهئ او بېرته ځای پر ځای ورته وخاندئ، سوړ او تود به شي. بيا به مو نه پر ټوکه خوشالي او خندا ته زړه ښه کولای شي او نه به مو غوسه او جديت پېژني. اخلاق په خشونت کې نه دي او مينه هم يوازې د جديت ختمولو ته نه وايي. دغه حدود که سره بېل نه‌شي، ماشوم له تاسې سره سالمه رابطه نه‌شي تضمينولای.

• پاک کالي ور واغوندئ
که مو ماشوم پاک وي، يو خو شوخي ډېره بده نه ورسره ښکارېږي، بل دا چې کله ماشوم ځان تر نورو ټيټ احساس کړي، په شوخي يې د پوره کولو هڅه پيلوي. د دغې شوخي حدود نه ورته مالومېږي او کله چې تاسې پرې خبرېږئ، هر حيثيت ته يې ګوړه ور تللې وي.

• په خپل نامه يې ياد کړئ
که ماشوم ته خپل نوم واخلئ، پنځوس فيصده مو نظر مني. دغه شی همدا اوس و ازموياست.

• غوږ ورته ونيسئ
کله کله ښځې په خپلو بنډارونو کې ماشومان يوازې په بهر ته شړلو اړ کوي، کله چې تاسې د هغوی عادي خبرو ته غوږ و نه نيسئ، ډېر ژر به يې له دباندې چيغې او نارې واورئ. ماشومان په يوه واړه تاييد هم لوی زړه پيدا کولای شي. ښايي د هر بد ماشوم تر شا يوه ناکامه مور موجوده وي.

سرخط ورځپاڼه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply