پوهېږئ اکشې کمار له کومه ځايه سفر پيل کړی؟

0 877

د هندي سېنما ډېری ستوري داسې دي چې د نورو غوندې چانس په لاس نه دی ورغلی او په توکلي توګه سېنما ته نه دي راغلي، بلکې تر ډېرو سختیو تېر شوي.
د ډېرو ستورو د ژوند کیسې داسې دي چې ویې لولئ، لومړی خو ورته ښه خفه شئ، خو وروسته یې چې بریالیتوب وګورئ، د عبرت او زحمت یوه درس هم ترې اخیستل کېږي.
یو له دوی اکشې کمار دی.

که څه هم اکشې کمار اوس‌ پر یوه فلم کروړونه روپۍ اخلي او هر کال یو فلم جوړوي، مګر مینه‌وال به یې هغه مهال سخت حیران شي چې له دې خبر شي چې اکشې په خپلو لومړیو دوو فلمو څومره حق‌الزحمه تر لاسه کړې وه.
اکشې په یوه مرکه کې دا ځواب ویلی او دا خبره هم کړې چې دی لومړی یو موډل او وروسته یو ستوری شو.

اکشې کمار وايي، لومړی په جو جیتا وہي سکندر فلم کې د کار کولو چانس په لاس ورغی، مګر وروسته چانس ور نه کړل شو.
اکشې کمار وايي، فلمونه یې د پیسو له‌پاره نه کول، ځکه پلار یې خزانه دار و او پیسې ورسره وې، خو زیاتوي، په لومړي فلم کې د معاوضې په توګه یوازې ۵ زره هندۍ روپۍ ورکړل شوې.

په دویم فلم کې دا پیسې ۵۰ زره او په درېیم کې بیا یو نیم لک روپیو ته ورسېدې، مګر اوس دا شمېر کروړونو ته رسېږي.
اکشی کمار په ۱۹۹۱۱ مېلادي کال کې بالیووډ ته راغی او اوس چې پنځوس کلن دی، لا یې هم پر بالیووډ راج چلېږي.

سرخط ورځپاڼه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply