دې ځوان اتلس کاله هارن نه دی وهلی

0 769

که هند ته تللي ياست، نو پر سړکونو به مو د موټرو اوږده کتارونه خامخا ليدلي وي.
هلته د موټرو دومره بېروبار وي چې پر سړکونو موټرونه بمپر په بمپر روان وي او ټولو موټر چلوونکيو د موټرو پر هارن ګوته ايښې وي.
دوی د موټر د بغل هندارې بېخي نه کاروي، ځکه خو نو نه شپه ګوري او نه ورځ، بس همدا هارنونه دي چې خلک يې لېوني کړي دي.

خو د دوی په منځ کې يو داسې موټروان هم شته چې په دا اتلس کاله په هند کې موټر چلوي، خو تر اوسه يې هارن نه دی وهلی.
دغه موټروان ديپک داس نومېږي او تر بس موټر چلولو وړاندې په هند کې د ځينو محترمو کسانو موټروان هم پاتې شوی دی.

ده نه هغه مهال او نه اوس چې بس موټر چلوي، د موټر هارن ته ګوتې ور وړې دي.
ده په خپل بس کې يو ليکل پيغام ځړولی چې پرې ليکلي، د هارن په کيسه کې مه اوسئ، زه ستاسې زړه ساتم.
اوس تازه هند دغه موټروان ته د ښه سړيتوب انعام ورکړی دی.

سرخط ورځپاڼه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply