په انټرنيټ کاروونکيو کې به ډېر کم داسې څوک نه وي چې انټرنيټ کاروي، خو له ګوګل څخه يې د څه شي مرسته نه وي غوښتې.
ګوګل که له يوې خوا خورا سخت کارونه، خورا ډېر اسانه کړي، نو تاوان هم يې پېښ کړی دی.
په بریټانیا کې د یوې طبي څېړنې پایلې ښيي چې پر ګوګل زیات تمرکز مو له ذهني تزلزل او د ډیمینشیا په نوم له خطرناکې ناروغي سره مخ کوي.
څېړنه ښيي، هغه خلک چې د ذهني بوختیاوو پر ځای ګوګل کاروي او یوازې پر دې وېبسایټ تکيه کوي، له ذهني اړخه به ډېر ژر غیرفعال شي.
څېړونکي وايي، ښه ده چې دماغ خپل فعالیت ولري، که نه له یوه داسې حالت سره به مخ شي چې شاید بیا ژر د تمرکز او یاداښت وړتيا و نه لرئ.
په دې څېړنه کې همدا ډول د سمارټ ټلېفون کارکوونکیو ته هم خبرداری ورکړل شوی چې نه باید خپل ټولې چارې پر ټلېفون سمبال کړي، که نه دوی به هم د ګوګل کاروونکیو په لیسټ کې راشي.
سرخط ورځپاڼه
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320