د افغانستان ريښتينی اتل همدا سړی دی! /عبدالهادی هادي

0 889

د اندړو يو يتيم هلکی څو کاله د مخه له بدې ورځې کابل ته راوليږدېده، کونډې مور يې نه غوښتل ايکې يو زوی يې قفاقخور رالوی کړي، هغه ته يې دعا ورکړه او د ژوند په شګلنه دښته کې يې د خپلو دعاګانو له پنډ سره د نارينه اوسيدو، په سخته کې د رالويېدو، په نيمه ګيډه د ژوند تيرولو خو د رڼو افقونو په لور د ځغاستې له سپارښت سره خوشې کړ.
تنها په سختو کې له ژوند کولو سره روږدی شو، نيمه ورځ به يې سبق وايه او نيمه ورځ به يې د کور د نفقې برابرولو په پار له هيڅ ډول خوارۍ نه مخ نه اړاوه، مازيګر به چې د کور په وره ورننوت د مور موسکا او په پټه خوله دعا يې ستړيا هيروله او له چايو يا معمولي کتغ سره تر ګوله نيمه مړۍ تيرولو به يې بيا کتابونه او کتابچې راواخيستې.
بې اسرې تنها په تنهايي کې د ښوونځي دوره پايته ورسوله او د کانکور له لارې پوهنتون ته ولاړ، د فزيک او ساينس ستونزمنه څانګه يې خوښه کړه او په برياليتوب يې د پوهنتون دوره پای ته ورسوله، د ژوند له ناخوالو سره روږدي تنها د ماسټرۍ د زده کړو له پاره ملا وتړله او په تش جيب، بې له هر ډول ملاتړه. يې پر دې پيچومي د ختو هوډ وکړ، د مور د دعا ګانو په سيوري کې رالوی شوي تنها ماستري هم واخيسته، البته د زده کړو ټولې دورې يې د اعلی نمرو په اخيستو پای ته ورسولې، د کابل پوهنتون د کدر غړی او ورسره د دافغانستان د اتومي څيړنو د مرکز رياست ته ورسېد، ده غوښتل د افغانستان له پاره د ساينسي څيړنو په برخه کې ډير څه وکړي خو له بده مرغه په افغان حکومت کې د دې ظرفيت نه وو چې د ده په وړانديزونو يې سرخلاص شي او ده ته امکانات ورکړي، هغه ووچې تنها د دکتورا په کچه د خپلو زده کړو د تکميل له پاره يې په خپل نوښت د آلمان له يومعتبر پوهنتونه د پي ايچ ډي د کولو امکان واخيست، او دا دی بې اسرې، بې وسلې او بې واسطې تنها تيره اونۍ په بيساري برياليتوب او جګه غاړه د ټول آلمان په کچه په اوله درجه له خپلې دکتورا دفاع وکړه، ما هماغه وخت ويلي وو چې په دې پسې بله خوښي راروانه ده او هغه دا وه چې تيره ورځ ( په دولسمه نيټه) د آلمان د اکاډميکو همکاريو ادارې افغان فزيک پوه ښاغلي دکتور محمد تنها ته د فوق العاده اکاډميکو لاسته راوړنواو ټولنيز کار لومړۍ درجه جايزه ، ايوارډ ورکړ.
دکتور تنها نه يوازې ځان بلکه ټول افغان ملت، د مخدره توکو په توليد، فساد او افراطيت بدنام شوي افغانستان او د افغانستان اکاډميکو کړيو ته نيک نوم او وياړ وګاټه.
افغانان او افغانستان بايد پر خپل دغه هوډمن زوی ووياړي او څوک چې پر دکتور تنها نه وياړي هغه به نو د افغانستان د نيک نوم او پرمختګ دښمن وي.
زه تر ټولو ړومبی د تنها زهيرې مور، د ده درنې ، پښتنې او د لوی زغم لرونکې ميرمنې، خپله ګران او زړه ته راتير دکتور محمد تنها او ټول افغانستان ته د دې ستر برياليتوب مبارکي وايم.
دکتور تنها ته د افغانستان له پاره د لا نور وياړ ګټلو او خدمت هيله کوم.
ګران ډاکتر تنها ! سينې ته دې راجوختوم او دا وياړ په ګډه درسره لمانځم، ماته دې هم د دې ورځې د راتلو د ارمانجن په توګه مبارک وي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply