…..د اسلامي همكاريو د سازمان په نننۍ غونډه د ولسمشر غني وينا د

0 682

ليکوال :ايمل جلال
د اسلامي همكاريو د سازمان په نننۍ غونډه د ولسمشر غني وينا د بهرني سياست په ډګر كې دوه نوې خبرې درلودلې:
۱ – افغان ولسمشر د خپلې وينا تقريباً نيمايي برخه د اسلامي تمدن، تاريخ او كلتور موضوعګانو ته جلا كړه. دا پدې معنى ده چې افغانستان هم لكه د تركيې، ايران، مصر، سعودي او تر يو حده پاكستان په څېر خپل تاريخي هويت د اسلامي تمدن پورې تړي او له دې ځايه د اسلامي نړۍ په رهبرۍ كې ځانله د پښو د ځاى د موندلو هڅه كوي. دا ډول سياست له ننه ۹۸ كاله وړاندې شاه امان الله خان په پغمان كې د خپلواكۍ د اعلانولو پرمهال هم درلود. امان الله خان هم په خپله وينا كې پر خپل اسلامي هويت باندې په ټينګار سره د لوېديځ د استعماري سياست پر خلاف د مسلمانانو ترمېنځ د اجماع د رامنځته كولو په موخه لږ تر لږه د ډيپلوماسۍ په ډګر كې لومړيتوب وركولو او له دې لارې يې د وخت د مستعمره اسلامي هېوادونو زعامت ته خوشبينه و.
د غني دا ډول دريځ ځكه مهم دى چې په داخل كې اسلامپالو ډلو ته يې دا په ډاګه كړه چې كه د اسلام ټيكه داري غواړئ نو دا كار دولت پخپله كوي، تاسې ته حاجت نشته. او په خارج كې د سيمې هېوادونو ته دا په ډاګه كړي چې د اسلامي نړۍ هره ستونزه زموږ ستونزه هم ده. دا پدې معنى ده چې د ستونزې په حل كې نور افغانستان هم درسره شريك دى.

۲ – د وينا متن په دقيقه ډيپلوماټيكې ژبه ليكل شوى و. غني بيا هم د “ واحد اسلامي امت“ پر اجماع باندې ټينګار وكړ. دلته د “ واحد اسلامي امت“ اصطلاح ديني نه بلكې سياسي معنى لري. ځكه پدې غونډه كې سعودي، مصر، بحرين او اماراتو چې په خليج كې د امريكا نږدې متفقين دي، په تر ټولو ټيټه ډيپلوماټيكي سويه ګډون كړى وو. يعنې د غني په اند اسلامي امت همدغه دى چې په تالار كې ناست دى! داسې ښكاري چې افغانستان د منځني ختيځ د مسايلو په برخه كې د سعودي او امريكا له مداره وځي. كيداى افغانستان هم دا درك كړي وي چې اسلامي تمدن نور د عربي نشنليزم له منګولو خلاص شي او د غير عربو مسلمانانو ونډه پكې زياته شي. دا كټ مټ هغه سياست دى چې اردوغان او خامنه ايي يې تعقيبوي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply