د کلدارې تاوانونه / شفیق اندړ

0 946

 پاکستاني کلداره یو ځل بیا راوغورځېده او د تیرې سه شنبې په ورځ د بانکونو تر منځ په تبادله کې یو ډالر په یوسل او یولس کلدارو مبادله شو.

 له بلې خوا د افغانستان، ایران او پاکستان د انفلاسیون په اړه رپورټونه وایي چې افغانستان په بهتره دریځ کې دی. مطلب دا چې په  تیر یو کال کې قیمتونه په ایران او پاکستان کې د افغانستان په نسبت زیات لوړ شوي دي. دا اټکل هم کیږي چې په پاکستان او ایران کې به انفلاسیون په راتلونکي کال کې هم په لوړه اندازه وي. د دې اقتصادي واقعیتونو مانا دا ده چې نه د ایران ریال او نه د پاکستان کلداره ښه آینده نلري او ارزښت یې په سرعت سره مخ په ټیټیدو دی.

 زموږ لپاره د کلدارې د ارزښت ټیټیدل ځکه ډیر مهم دي چې د افغانستان په ځینو ولایتونو او ولسوالیو کې اوس هم له کلدارې پراخه استفاده کیږي. دغه خلک چې د پاکستان له مالي نظامه خبر نه دي، سرمایه یې ورځ په ورځ خپل ارزښت له لاسه ورکوي.

 څه باید وشي چې خپل خلک له تاوانه وژغورو؟

 یوه مهمه طریقه خو دا ده چې په رسنیو کې د پوهاوي لپاره کار وشي او خلک دې ته متوجه شي چې کلداره د دنیا کومه معتبره خارجي پیسه نه ده چې تکیه ورباندې وکړئ او د کلدارو په معامله کې مو تاوان دی.

 په ځینو ولسوالیو او ولایتونو کې له کلدارې څخه د استفادې یو لوی علت دا و چې پاکستان د افغانستان تر ټولو لوی تجارتي شریک و خو دا وضعیت په سرعت سره بدلیږي. یوازې په روان کال کې د تیر کال په نسبت له پاکستان څخه واردات پنځوس فیصده راکم شوي دي او دا لړۍ روانه ده. د افغانستان او منځنځۍ اسیا او د منځنۍ اسیا له لارې له چین او اروپا سره د تجارت نوې لارې د انکشاف په حال کې دي.  له بلې خوا د ایران د چاه بهار بندر فعالیدل د دې سبب شوي دي چې افغانستان بحر ته تر کراچۍ لنډه او مطمینه لاره پیدا کړي. د ترانزیت په ساحه کې دغو نویو واقعیتونو ته په پام سره په افغانستان کې د کلدارې استعمال نور هم بې مورده ګرځي او په هغو کسانو فشار زیاتیږي چې په افغانستان کې له کلدارې څخه د راکړې ورکړې په وخت استفاده کوي.

 منظور دا چې خلکو ته نه یوازې باید دا وویل شي چې کلدارې د دنیا کومه مطمینه او قوي پیسه نه ده چې تاسې د راکړې ورکړې لپاره انتخاب کړې ده ، بلکې په دې هم باید وپوهول شي چې افغانستان اوس د تجارت لا مطمینې لارې موندلې دي او پاکستان اوس د افغانستان لپاره د تجارت په برخه کې خپل پخوانی اهمیت له لاسه ورکړی دی نو له کلدارې څخه استفاده ښه آینده نه لري.

 په اقتصادي دلایلو سربیره ملي احساس او ملي غرور هم باید مطرح شي. موږ ځانونو ته افغانان وایو او ملي پیسه مو افغانۍ ده خو استفاده له کلدارو کوو. ایا د ملي غرور او ملي احساس په اساس دا کار د توجیه وړ ده ؟

 په افغانستان کې له کلدارې څخه د استفادې د مخنیوي لپاره تر یوه حده پورې له فشاره هم استفاده پکار ده. په دې برخه کې ډیر فشار به خلک په تکلیف کړي خو یو محدود فشار چې حدود یې معلوم وي او د پولیسو مامورینو ته پکې د ناوړه استفادې امکان موجود نه وي، تر څه حده پورې ګټور تمامېدلای شي.

  د افغانستان په ځینو کلیو، ولسوالیو او ښارونو کې د معاملو په وخت له کلدارې څخه استفاده نه یوازې زموږ ملي اقتصاد ته او ملي پیسې ته صدمه رسوي، بلکې زموږ د ملي غرور او افغاني عزت خلاف کار هم دی. له کلدارې څخه استفاده د افغانستان په خلاف د پاکستان د بدنیت مقصدونو ته لویه ګټه رسوي. پاکستان په پټه او ښکاره غواړي چې خدای مکړه افغانستان له منځه یوسي او خپله برخه یې وګرځوي. د افغانستان په خلاف د طالب اوسنی جنګ د پاکستان د همدې شیطاني مقصد لپاره روان دی. طالب په ظاهره له امریکا سره جنګیږي خو په عمل کې وینو چې په افغانستان کې عسکر او پولیس او نظام او اقتصادي ترقي او علمي ترقي نه زغمي. یعنې افغانستان دې نه اقتصاد ولري، نه دې له جهان سره روابط ولري او نه دې نظام ولري او خلک دې هم بې سواده وي. دغه حالت که خدای مکړه راشي نو موږ به د پاکستان په غاړه کې د مات لاس حیثیت ولرو او د طالب د پروژې اصلي مانا او مقصد همدا دی.

 له کلدارې څخه په معاملو کې استفاده په غیرمستقیم ډول د پاکستان د سلطې د منلو مانا لري چې پکار ده عام ولس دې باریکۍ ته پام وکړي او دغه مخ په زوال او بې اعتباره پیسې ته په خپلو جېبونو کې ځای ورنکړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply