غزل | عبدالباري جهاني

0 897

غزل | عبدالباري جهاني

ډېر دي راته وویل توبې ته مي زړه نه کېږي
شیخه لاري دوې دي ستا کوڅې ته مي زړه نه کېږي

دونه خو هوښیاریم چي لمبه په سترګو ووینم
پرېږده چي بلېږمه تیارې ته مي زړه نه کېږي

زه چي لکه پرخه ستا له غېږي پناه کېږمه
لمر دي ستا روزي سي دې شغلې ته مي زړه نه کېږي

چا مي بې فریاده سوځېدو ته راونه کتل
ځم له دې محفله ستا ډېوې ته مي زړه نه کېږي

پرېږده له زلمیو هوسونو پیمانه کیسې
کړوپه مي ځواني کړه میخانې ته مي زړه نه کېږي

زه یې له ازله وزرماتی پیدا کړی یم
پرې مي ږده صیاده ستا دانې ته مي زړه نه کېږي

زه مي پر تندي یوه کعبه راسره ګرځوم
هر صنم ته نه ځمه سجدې ته مي زړه نه کېږي

ځم له جهاني څخه به نوې غزل واورمه
ستا د زرو کالو افسانې ته مي زړه نه کېږي.

ویرجینیا د ۲۰۱۷ کال د ډسمبر شپاړسمه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply