د افغانستان په سیاست کي د قومي او مذهبي مشرانو نقش ته یو نوی نظر:/ واحد فقیري

0 1,447

د افغانستان په سیاست کي د قومي او مذهبي مشرانو نقش ته یو نوی نظر:

 

 

مقدمه: 

 

څه وخت  پخوا، دا ذهني سودا راولوېده چي د افغانستان د کلیوالي ژوند، اقتصاد، او سیاسي جوړښت په باره کي څه منظمه او پراخه مطالعه وکړم. د موضوع د روښانه کولو لپاره مي پدې هکله څو مشهور کتابونه، البته څه پخواني او څه نوي، وکتل. د دغو کتابونو له جملې څخه یو د مېرمن سینځل نوید عالي او پر علمي میتودونو باندي برابر کتاب (په افغانستان کي ۱۹۱۹ – ۱۹۲۹: د اجتماعي بدلون په مقابل کي مذهبي عکس العمل) یو کرت بیا له سره څه په دقت ولوست.

پروفسور سینځل نوید له اصله افغانه ده. یو وخت د کابل په پوهنتون کي استاده وه. عالي تحصیلات ئې زیاتره په متحده ایالاتو کي کړي دي، او اوس د امریکا د اریزونا ایالت په پوهنتون کي د مرکزي اسیا تاریخ تدریسوي. لنډه دا چي مېرمن نوید د افغان – امریکن د ټولني له علمي او اکاډمیک کدرونو او افتخاراتو څخه ده. 

د مېرمن نوید د کتاب اصلي موضوع د غازي امان الله په دوره کي د اجتماعي بدلونونو په وړاندي د دیني او مذهبي مشرانو عکس العمل دئ، او هم د مطرح مخالف مذهبي اشخاصو د ژوند او عقایدو د روښانه کولو یوه ارزښتناکه هڅه ده. پروفسور سینځل نوید واقعا ډیر زحمت ایستلی دئ، او د خپل کتاب لپاره ئې ډیر زیات اول لاس اسناد او کتابونه لوستي دي. ښه او ژور تحقیق ئې کړی دئ، او په مجموع کي ئې د تاریخي او سیاسي حوادثو په اړه قضاوت منصفانه دئ.  

پدې کتاب کي، لیکواله هڅه کوي چي د افغان په سیاست کي د مذهبي خلګو او ملایانو د فعال او بارز نقش د اخیستلو تاریخي سلسله وڅېړي، مهم عوامل ئې راپیدا کړي، او سیاسي او تاریخي سوابق ئې راوسپړي. دغه راز کتاب نه یوازي د غازي امان الله خان اصلاحات او پالیسي راپېژني، بلکي د هغه د مذهبي مخالفانو د سیاسي قدرت د مخ پر زیاتېدو تاریخي پروسه هم راته تشریح کوي. 

زما د همدې لیکني د اصلي ټکي د شرح لپاره د مېرمن نوید د کتاب یوه بله جالبه مفکوره دا ده چي لیکواله لیکي: په ۱۹ پېړۍ کي د کابل د سلطنت پر سر د سدوزو او محمدزو سردارانو داخلي جنګونو او په تېره بیا د انګریزانو دوو تجاوزونو (۱۸۳۹ او ۱۸۷۸)  د افغانستان په سیاست کي د مذهبي جناح او ملایانو د قوي کېدو پروسه را شروع کړه، او د هغوی لپاره ئې په سیاسي امورو کي د دایمي حضور لپاره موجه مذهبي دلایل، شرایط، او اسباب برابر کړل (مخونه، ۱۶-۱۷).

د کتاب په اول او دوهم فصل کي، لیکواله څو ځایه په متواتره توګه دا وايي چي په ۱۹ قرن کي د افغانستان په سیاست کي د مذهبي جناح او ملایانو د بارز رول اخیستلو یو ستر سبب د «جهاد» هنګامه وه. او د دغه مهم بل اساسي علت دا وو چي د انګریزانو له لومړي اشغال څخه راوروسته د کابل سلطنت د انګریزانو په خوښه او تایید ترلاسه کېدی. البته د سلطنت د ترلاسه کولو لپاره هر مشر له خپل ذاتي مهارته کار اخیستی، خو په نهایت کي د کابل د سلطنت د مشرانو په انتخاب کي د انګریزانو تایید او حمایت ټاکونکی نقش لاره. د کابل د حاکمانو پر خلاف همدې پارونکي سیاسي او مذهبي الزام د کابل حاکمان د دوامداره مذهبي چنلج سره مخامخ کړي ول. پدې زمانه کي، د کابل د پاچاهانو سیاسي مخالفانو تل هغوی د «پرنګي» سره په کولوژن یا سازش تورنول. د کتاب پدې جالبو فصلونو کي لیکواله کاږي چي د امیر دوست محمد خان او امیر عبدالرحمن خان مخالفان هغوی سمدستي «د پرنګي ګوډاګیان» بلي، او د هغوی پر ضد «جهاد» اعلاموي‌. 

د مثال په توګه، د کندهار اکثره خلګ او مذهبي مشران د امیر عبدالرحمن خان مخالف ول. د کندهار مشهورو مذهبي مشرانو د امیر عبدالرحمن خان پر ضد فتوا صادره کړه، او هغه ئې «د پرنګي نماینده او کافر» وباله (مخ، ۲۸). او کله چي عبدالرحمن خان کندهار ونیو، هغه شخصا پخپل لاس خپل مخالف مولوي عبدالرحیم کاکړ او نور ووژل. ځکه د افغان انګلیس د دوهم جنګ په جریان کي د کندهار په سیمه کي د میوند د فاتح محمد ایوب خان پلویان زیات ول، او څو ځله د هغه لپاره د انګریزانو او امیر عبدالرحمن خان پر خلاف وجنګېدل. دغه راز، د عبدالرحمن خان پر ضد د ملا مشک عالم او نورو افغاني شخیصتونو مخالفت هم سمدستي ملي او جهادي رنګ واخیست.  

 

متن:

 

لکه څنګه چي پروفسور سینځل نوید وايي چي په ۱۹ قرن کي د انګریزانو دوو حملو د افغانستان د سیاسي برخلیک په ټاکلو کي د مذهبي مشرانو د تبارز لپاره زمینه برابره کړه، او د امان الله خان د سقوط یو عمده عامل سو، پدې مقاله کي زما مطلب دا دی چي دا ثابته کړم چي د انګریزيانو تر تجاوزونو مخکي د افغانستان په سیاست کي د مذهبي خلګو او ملایانو ونډه خورا کمرنګه وه. د خارجي اشغالګرانو پر ضد د افغان ولس د قیامونو جوړښت او مشرتوب په قومي ارستوکراسي پوري تعلق لاره، او عموما ئې ملي داعیه بارزه وه، او چندان دیني صبغه ئې نه لرله، او نه هم  د پخوانیو ښورښونو انګیزه څرګنده دیني توجیه لرله. په مخکنیو  سیاسي ښورښونو کي په عمومي توګه د خارجیانو پر ضد د قیامونو  په ليډرشیپ کي ملایان او دیني شخیصتونه نه راپیدا کېدل، بلکي په همدې تاریخي پاڅونونو کي مذهبي مشرانو عموما فرعي او حایشه وي نقش لوباوه. او هله سمدستي د خارجیانو پر ضد مبارزه «جهاد» نه بلل کېږي.

پدې زمانو کي، په افغانانو کي سیاسي حاکمیت او لیډرشیپ عموما په قومي او نظامي ارستوکراسي پوري تعلق درلودی. په بل عبارت، په ۱۶، ۱۷، او ۱۸ قرنونو کي د افغانانو ټولو مهمو او تاریخي قیامونو ملي رنګ او جامې لرلې. پدې زمانه کي، سیاسي مشرانو عموما ملي او قومي ترمینالوژي کاروله. د پیر روښان، خوشحال خان، میرویس خان، د کندهار او هرات ابدالیان، او د احمد شاه بابا په حرکتونو کي همدې سیاسي مشرانو د خارجي اشغالګرانو پر ضد د ملي ازادۍ لپاره بېرغ پورته کړی وو. هغوی «د خارجي اسارت» څخه د خلاصون لپاره د خلګو «ملي احساسات» راپارول نه «دیني.» او عموما ئې خپلو مبارزاتو ته د یو ملي ازادي غوښتونکي تحریک رنګ ورکاوه، نه مذهبي رنګ.

دلته به هڅه وکړو چي د ۱۶، ۱۷، او ۱۷ پیړیو په ملي پاڅونونو کي د ملایانو او مذهبي مشرانو ونډه وګورو. او دا به وګورو چي ایا هله هم افغانانو د خارجي اشغالګرانو پر ضد له دیني احساساتو څخه د حربې په توګه استفاده کوله او کنه؟ ایا د خارجي قواوو په شړلو کي د قیامونو ليډرشيپ ملایان کاوه او که د وخت د قومي ارستوکراسي مشرانو او نظامي قومندانانو؟

 

تاریخي پس منظر:

 

د احمد شاه بابا (۱۷۴۷ – ۱۷۷۳)

 

که چیري موږ په ۱۹ پیړۍ کي د انګریزانو سره تر مخامخ کېدو څه مخکي په کندهار کي په ۱۸ قرن کي د احمد شاه بابا د انتخاب جرګې (۱۷۴۷) ته توجه وکړو، د شیر سرخ پدې تاریخي جرګې کي اکثریت مشران قومي ارستوکراتان او نظامي قومندانان دي، نه ملایان، نه برداران، او نه هم مذهبي مشران. د افغانستان د تحلیلي تاریخ مخکښ مورخ مرحوم میر غلام محمد غبار پخپل مشهور کتاب (احمد شاه بابا افغان) کي د دې تاریخي جرګې غړي د ۲۵ کلن احمد خان سدوزي په شمول داسي رامعرفي کوي: «د نادر افشار په لښکرو کي د افغاني قواوو قومندان نور محمد خان میر افغان علیزی، محبت خان د پوپلزو مشر، موسی خان د اسحق زو مشر، نصر الله خان د نورزو مشر، او حاجي جمال خان د بارکزو مشر.» (مخ، ۵۵). په یادو کسانو کي یو کس هم په تاریخ کي مذهبي شهرت او صلاحیت نه لري، بلکي ګرده یا د خپلو قومونو منل سوي مشران دي، او یا هم پوځي مشهور نظامي قومندانان دي. همدارنګه، د احمد شاه بابا د حکومت اکثره جنرالان،‌ وزیران، والیان، او نور عالي رتبه مامورین مذهبي خلګ نه ول. بلکي پدې وخت کي د دولت مهمي چاري زیاتره  غیر مذهبي خلګو سمبالولې.

د تاریخي شواهدو په اساس، د ایران او مغل پر ضد د احمد شاه بابا د استقلال داعیه یوه ملي صبغه لري، نه مذهبي. په بل عبارت، احمد خان د خپل دولت په تاسیس کي پر ملي ټرمینالوژۍ باندي تکیه کوي،‌ نه پر مذهبي کلماتو باندي. هغه ادعا کوي چي د فرید او د حمید دور به بیا راژوندی کوي، نه د کوم دیني مشر د حکومت دوره. د هغه  تاریخي  هیروګان په هند کي د افغانانو پاچاهان دي، نه کوم خاص دیني مشران. البته دا خبره باید دلته یاده کړم چي دا د دې مانا نه لري چي ګواکي احمد شاه بابا دین او یا مذهبي مشرانو ته کومه خاصه توجه نه کوله. نه، هیڅکله نه. بلکي لکه څنکه چي د افغانستان د تاریخ دقیق او ممتاز مورخ الفسټن پخپل کتاب (د کابل سلطنت) کي لیکي: «هغه د ښو ملایانو او ولیانو زیات احترام کاوه.» هغه نرمه او خوشحاله طبع لرله، او د خلګو سره د پلار په شان مهربانه وو (دوهم جلد. مخ ۲۹۹).

غبار په خپل  کتاب (احمد شاه بابا افغان) کي لیکي چي احمد خان په اصطلاح «لوکس او تجملی» ژوند نه لاره. پر تخت نه کښېناست، او تاج ئې نه په سر کاوه. ژوند ئې د نورو عادي افغانانو سره چندان زیات تفاوت نه لاره. خوراک ئې عادي افغاني ډوډۍ وه (مخ، ۳۳). غبار زیاتوي چي احمد خان په پښتو او فارسي کي «کامل سواد» درلود،‌ او «د شرق د لایقو خلګو په جمله کي حسابېږي» (مخ ۲۶). غبار لیکي چي احمد شاه بابا د سلطنت پر وخت یو «باتجربه» قومندان وو. زیاتي «سیاسي تجربې» ئې لرلې، او «د افغان په تاریخ اګاه وو.» (مخ ۶۲).‌

د افغانستان د چارو بل دقیق او پخوانی مبصر  ښاغلي ډوپري په خپل کتاب (افغانستان) کي د احمد شاه بابا په باب وايي: هغه په «حکمت»  حکومت کاوه، او د خپلو وزیرانو او جنرالانو «مشورو» ته ئې غوږ نیوی، او تل ئې هڅه کوله چي د حکومت کارونه د «خپل دربار په سلا  او مشوره» وکړي (مخ، ۳۴۰).

په همدې لړ کي، په افغانانو کي د احمد شاه بابا محبوبیت او شهرت د هغه د ملي لاسته راوړنو له امله دئ، نه د هغه د دیني لاسته راوړنو په خاطر. د احمد شاه بابا شخصي شجاعت او په جنګونو کي کامیابه ليډرشیپ د هغه جادوګره کریزما په افغانانو کي عامه او ابدي کړې ده. ښاغلی بارت په خپل کتاب (د سوات په پښتنو کي سیاسي ليډرشيپ) کي کاږي چي په افغانانو کي د سیاسي لیډرشيپ د ترلاسه کولو لپاره یو مشر مجبوره دئ چي په جنګي ډګرونو کي زړورتوب وښيي، دا د مشرتوب د لاسته کولو لپاره یوه ضروري کوالټي ده. (بارت، مخ ۷۴).

د افغانستان د تاریخ بل مشهور لیکوال فیریر پخپل کتاب (د افغانانو تاریخ) کي لیکي: د شیر سرخ په جرګو کي افغان مشران پدې قانع ول چي د ایرانیانو سره د افغان ملت «یو ځایتوب» او اتحاد «ناممکن» دئ، او باید د خپل ملت لپاره خپله «یو مشر او دولت» وټاکي (مخ، ۶۸).  فیریر د خپل کتاب په بل ځای کي کاږي: د احمد شاه حکومت یو «فدرالي جمهوریت» ته ډیر ورته وو، او هغه د دې فدرالي حکومت «مشر وو نه سلطان.» (مخ، ۹۵).  فریر لیکي چي احمد خان ۲۵ کلن وو چي پاچا سو، او هغه د نورو اسیايي پاچاهانو غوندي شرابي، غمزيي، بې رحمه، قاتل، او په نورو بد اخلاقیو باندي ککړ نه وو. احمد شاه حاکمانو ته د خلګو خمېدل او بې حده احترام لغو کړل. فیریر زیاتوي د احمد شاه طبیعت خوشحاله وو. فطرت ئې سخي وو. او خلګو په اسانه لیدلای سوای. او د جنګونو غنایم يې پر خپلو عسکرو باندي په انصاف وېشل. احمد شاه یو عادل پاچا وو،‌ او د عدالت په اجراکولو کي بې طرفه وو (مخ، ۹۳). فیریر کاږي احمد خان تل کوښښ کاوه چي د خپلو خلګو سره په احترام چلن وکړي، او د هغوی په مخ کي مغرورانه او متکبرانه سلوک و نه کړي. هغه تل هڅه کوله چي ټولو افغانانو ته یو شاني احترام وکړي،‌ څو د هغوی د ننګ او عزت احساساتو ته صدمه و نه رسېږي (مخ ۹۵).

لنډه دا چي احمد شاه بابا اصلي هدف (الف) د ایرانیانو له اسارت څخه د خپل ولس  ژغورل ول، او (ب) د یو مسول او جرګيي حکومت تاسیسول ول.

 

 میرویس نیکه (۱۷۱۵ -۱۷۰۹)

 

اکثره مورخین پدې متفق دي چي د ۱۸ پېړۍ په سر کي صفوي دولت په کندهار کي د یو لړ بنیادي سیاسي مخالفتونو او بحرانونو سره مخامخ وو. د صفوي حکومت د کندهار د بحران د راایسارولو په منظور ګیرګین خان د نوي ګورنر په توګه انتخابوي. باید زیاته کړم چي پدې وخت کي ګیرګین په ازمایشي دوره کي دئ. ځکه ګیرګین یو وخت د ایران حکومت ته یاغي کېږي، مګر په جنګ کي ماتي خوري، او د خپلو ګناهونو د تلافي لپاره خپل دین مسیحیت خوشي کوي، او د اسلام مقدس دین مني. څرنګه چي ګرګین په ښه تدبیر باندي شهرت درلودی، نو بنا  اصفهان فیصله کوي چي د کندهار حاکم ئې مقرره کړي. او په اصطلاح د ځان د سپینولو لپاره یو بل چانس هم ورکړي.

غبار لیکي ګرګین کندهار ته د رارسېدو سره سم په زیاتېدونکې توګه د غلجو او درانو اختلاف ته لمن وهل شروع کړه، او پدې وخت ئې پر غلجي مشرانو باندي زیاته تکیه کوله (مخ ۳۱۷).  په کندهار کي ئې د ابدالیانو د قدرت د ختمولو په غرض د هغوی پر متقدر مشر دولت خان سدوزي باندي حمله وکړه، او هغه ئې په خپل کور کي وواژه. ګرګین دغه راز د سدوزو نور مشران ګرشک، فراه،‌ او هرات ته تبعید کړل، او مځکي ئې غصب سوې. یو زیات شمېر ئې په ملتان کي میشته سول. غبار لیکي چي ګرګین په کندهار کي په «شدت او عصبانیت» باندي حکومت کاوه (مخ ۳۱۶).

بېنوا صاحب پخپل مشهور اثر (میرویس نیکه) کي د کندهار د تاریخي قیام د آماده ګي لپاره د دریو جرګو خبر ورکوي، او د دې جرګو ځیني غړي دا کسان معرفي کوي: د هوتکو د دورې  بې ساری جنرال او سپه سالار سیدال خان ناصري،‌ بابو جان بابي، عزیز خان نورزي، ګل خان بابړ، نور خان بړیڅ، نصرو خان الکوزی، یونس خان کاکړ،‌او څو تنه نور چي ټول قومي ارستوکراتان او نظامي قومندانان دي،‌ او چندان مذهبي مشران پکښې نسته (مخونه، ۹۶-۹۷).

د افغانستان د تاریخ اوسنی امریکايي لیکوال فقید دوپرې په خپل کلاسیک کتاب (افغانستان) کي کاږي چي میرویس خان یو «زړه ور عسکر»، یو وطنپال افغان، او یو ماهر او نافذ شخصیت وو. هغه د حج په دوران کي له ایرانه په پټه د اصفهان پر ضد فتوا ترلاسه کړه. دوپري لیکي چي میرویس خان په اصفهان کي د صفوي حکومت په فساد او کمزوري باندي ښه پوه سو، او د صفوي نظام خوساتوب ئې په مرکز کي شخصا تجربه کړ. دوپري وايي میرویس خان د ځان لپاره د «پاچا» عنوان انتخاب نه کړ،‌ بلکي «د کندهار د وکیل» لقب ئې خوښ کړ (۳۲۴).

په همدې لړ کي، د میرویس خان همعصره د پېښور د سیمي لیکوال او سیاستوال افضل خان خټک په خپل کتاب (تاریخ مرصع) کي لیکي چي ګرګین او دار و دسته ئې په کندهار کي سخت ظلم کاوه، نو میرویس خان د خپل قام قیادت تر لاسه کړ، او ایرانیان ئې وشړل. افضل خان خټک د میرویس خان د فصل په اخر کي کاږي، «هغه اوس په قندهار کي ناست، او خپل حکومت او سرداري کا. توفیق ئې رفیق شه. ښه پښتون دئ» (مخ، ۴۰۲). مطلب مي دا دئ چي د افضل خټک او نورو له اثارو څخه داسي ښکاري چي د میرویس خان نیکه د قیام ژبه او ترمینالوژي مطلقا ملي ګرا او وطني وه. د افضل خان خټک په تعبیر د ښه والي ښه محک پښتونولي ده. د افضل خان خټک پدې بیان کي قامي او نشنلسټو احساساتو پر نورو ټولو مشترکو مذهبي او سیمه ایزو هویتونو باندي څرګنده چربي کرې ده.

په پورتني نقل قول کي څو کلمې کلیدي اهمیت لري، او باید څه توضیح او تشریح سي. اول په کندهار کي «حکومت او سرداري» کوي، او دوهم «ښه پښتون» دئ. ځکه د افضل خان خټک په سیاسي یادداشت کي د حکومت کولو خبره ذکر سوې ده، او دوهمه دا چي د ښه معیار قومي او ملي دئ، نه مذهبي. ځکه افضل خان خټک خپله هم په یوې سیاسي کورنۍ کي ږېږېدلی وو، او د خپل قام د مشرتوب سرداري ئې د پلرونو او نیکه ګانو څخه ور پاته سوې وه. (افضل خان خټک د خوشحال خان خټک لمسی دی.)

سید جمال الدین افغان په خپل مشهور  کتاب (تتمهْ البیان في التاریخ الافغان) کي د افغانستان سیاسي تاریخ په کندهار کي د ۱۸ پېړۍ په سر کي د میرویس خان هوتک د ملي حرکت څخه راشروع کوي. هغه کاږي چي افغان یو «عسکري» قوم دئ، او د خارجي اشغالګرانو او ظالمانو پر ضد ئې تل قیامونه کړي دي ( مخ، ۱۴). سید جمال الدین افغان دلته د افغانانو مهم ملي شاخصونه (الف) نظامي روحیه او (ب) د خارجيانو سلطه نه منل ښودلي دي. سید جمال الدین افغان لیکي: کله چي میرویس خان کندهار له صفوي قواوو څخه پاک کړ، هغه یوه «قومي جرګه» جوړه کړه. په جرګه کي ودرېدی، او جرګه والو ته ئې خپل نطق د «ازادۍ» په ستایلو،  او د «اسارت» په غندلو داسي آغاز  کړ: «که چیري تاسو زما ملا را وتړلئ، زما سره متحد او یو موټي سئ، افغانان به له غلامۍ او ذلت څخه وژغورو، او پخپل هیواد او بلاد کي به د ازادۍ او حریت بېروغونه ورپوو. او د شیعه ایران د اسارت یوغ به له خپلو اوږو څخه لیري وغورځوو.» ( مخ، ۲۱)

موږ ګورو چي د میرویس خان نیکه په وینا کي ټینګار پر ملي ازادي او له ایراني اسارته پر نجات باندي دئ. میرویس خان لدې غلامي څخه د خلاصېدو لپاره خلګ وحدت او همکارۍ ته رابولي. د میرویس خان د دې مهمي وینا مطلق اکثریت کلمات او ترمینالوژي ملي ګرا او غیر مذهبي ده. استدالال ئې قومي او نشنلسټ دئ. په خبرو کي ئې محوري ټکي حریت او ازادۍ ده. په خپل وطن کي د خپلواکۍ د جنډو د جګولو خبري دي،‌ نه د کوم مذهبي حکومت د جوړولو پیغام. پدې لنډو پورتنو څو ټکو کي د میرویس خان نیکه د ضد صفوي تبلیغاتو ژبه ملي ده، او داعیه ئې نشنلسټه ده.

د میرویس خان یو بل همعصره پولنډی لیکوال کروسینسکي دئ. کروسینسکي په اصفهان کي په مسیحي تبلیغي کارونو بوخت وو چي شاه محمود هوتک هغه ښار فتح کړ،‌او صفوي امپراتوري ئې نابوده کړه. څرنګه چي کروسینسکي یو باسواده مذهبي شخص وو، هغه د افغانانو د همدې فتح د سترګو لیدلي حال درج کړي وو، او د هغه همدا یاد داشتونه په حقیقت کي د هوتکو د تاریخ یوه مهمه او معتبره منبع ده. هغه کاږي چي میرویس خان د جادوګر بیان او ژبي خاوند وو. هغه په ایران کي د خپل قام لپاره یو بې ساری سفیر وو، او د خپل سیاسي درایت، اوچت فکر، او مادي منابعو په برکت ئې د ایران دربار تسخیر کړ. کروسینسکي په خپل کتاب کي بل ځای لیکي: میرویس خان نهایت «شتمن» شخص وو (مخ ۵۱). لیکوال بل ځای وايي: میرویس خان په مهمو کارونو کي له افغانانو سره تل «سلا مشورې« کولې‌ (مخ ۶۲). کروسنیسکي ادامه ورکوي او لیکي: افغانانو ته د میرویس خان وروستی مهم وصیت دا وو چي ټول باید په «اتفاق» و اوسي، او دوښمن ته سر «تیټ» نه کړي. او بالاخره خپل قام ته وايي:«په اتفاق کار کوئ، ښايي اصفهان ونیسئ.» (۶۵).

په ۱۸ پیړۍ کي،  د صفویانو او مغلو پر ضد د افغانانو اکثره مخالفتونو ملي صبغه لرله، او ملي مشرانو د حاکمو امپراتورانو پر ضد ملي ترمینالوژي کارول، نه مذهبي.‌ پدې دوره کي، اکثرو ملي مشرانو قومي او اشرافي رېښې لرلې. په تېره بیا د هیواد په غربي برخه کندهار او هرات  کي، د صفویانو او مغلو  پر ضد د اکثرو افغان مشرانو عقاید، د ژوند تجربې، او د سیاسي ذهنیت محیط او ماحول ملي وو. د هغوی مهم آرمانونه د وطن او قام د بچولو پر محور راڅرخېدل. که څه هم هغوی د یوه شیعه  صفوي نظام سره مخامخ ول، خو بیا هم هغوی د صفوي حاکمانو پر ضد له مذهب او دین څخه د یوې سیاسي حربې په توګه کار وا نه خیست،‌ او مذهبي او سکتوري پروپاګند ئې نه کاوه، بلکي ټول تمرکز ئې پر ملي ګرا او نشنلسټ محورونو باندي‌ وو. مرحوم غبار لیکي میرویس خان له نژدو څخه لیدل چي ایراني حاکمان ئې له وطنوالو سره «ظلم او تبعیض» کوي.‌ د خپل وطن مالیات ئې د صفوي استبداد په «خزانه» کي راجمع کېږي. او په کندهار کي ۲۰ زره مسلح خارجي ایراني عسکر مدام ساتل پر محلي خلګو باندي سخت مادي او رواني  فشارونه اچولي ول. میرویس خان د دغو ظالمانه شرایطو لاندي د کندهار او شا و خوا سیمو خلګ او قومي مشران په داسي سري او مخفي شکل سره  منظموي چي د افغانستان د تاریخ ټول مورخین ورته حیران دي. میرویس خان بالاخره خپل ملي قیام کامیابه کوي، او په افغانستان کي د صفوي استعمار یو اوږد فصل ختموي (مخونه، ۳۱۷-۳۱۹).

 

د هرات مستقل ابدالي حکومت (۱۷۱۷)

 

مرحوم غبار لیکي د کندهار د تاریخي پاڅون (۱۷۰۹) په جریان کي عبدالله خان سدوزي د میرویس خان هوتک سره د صفوي استبداد د ختمولو په مقصد پوره همکاري وکړه، څو په نتیجه کي په کندهار کي د میرویس خان په قیادت یو ملي او مستقل حکومت تاسیس سو. مګر کله چي میرویس نیکه وفات سو، عبدالله خان سدوزي هرات ته حرکت وکړ. هغه غوښتل چي په هرات کي هم د «استقلال او ازادۍ بېرغ» پورته کړي. همدا وجه وه چي عبدالله خان له کندهار څخه زیات شمېر مشران او خلګ د خپل کاروان ملګري کړل. څرنګه چي پدې وخت کي هرات د صفوي حکومت تر ولکي لاندی وو، د هرات والي عباس قلي سمدستي عبدالله خان بندي کړ. د عباس قلي دا څرګند ظلم د هرات خلګ راپاروي، او د ګورنر عباس قلي پر ضد یو عمومي ملي ښاري قیام کوي. په نتیجه کي، مبارز هراتیان ګورنر عباس قلي توقیف او بندي کوي.

د هرات د دې عمومي ښاري پاڅون په بهیر کي، عبدالله خان سدوزی له محبسه تښتي، او په شینډنډ کي د هرات د ازادولو په منظور یو افغان پوځ برابروي، او سمدستي بېرته د همدې آزادي بخښونکې قوې په راس کي پر هرات حمله کوي. په هرات کي صفوي حاکمیت ختموي، او ټول هرات ازادوي (۱۷۱۷). غبار لیکي کله چي په هرات کي د ابدالیانو ملي حکومت تاسیس سو، د هرات خلګو او قومي مشرانو په یوې «لويي جرګې» کي عبدالله خان سدوزی خپل ریس وټاکی ( مخونه، ۳۳۸-۳۴۸).

سید جمال الدین افغان په خپل کتاب (د افغانستان تاریخ) کي په هرات کي د ابدالي حکومت د تاسیسېدو پروسه په خورا شوق او ذوق بیانوي، او پدې جنګونو کي د افغانانو رزمي او حربي مهارتونه په څرګند ملي او افغاني لحن سره یادوي، او ضمنا د افغانانو د مبارزاتو حمایت کوي. او د خپل ملاتړ لپاره زیاتره ملي او قومي ترمینالوژي کاروي. د ایرانیانو په مقابل کي د افغانانو د مبارزاتو په حمایت کي د سید جمال الدین افغان لحن او کلمات دونه بارز او محسوس دي چي د لیکوال د قلبي تړاو مسله بېخي روښانه کوي. سید جمال الدین افغان په اخر کي وايي: لکه څنګه چي غلجیانو کندهار د ایرانیانو له «اسارته» وژغوری، هغسي د هرات ابدالیانو هم هرات د ایرانیانو له «سلطې» څخه وژغوری. او یو «مستقل» حکومت ئې تاسیس کړ‌(مخ، ۲۵).

په هرات کي، د ملي تحریک پدې کلونو کي ایرانیانو څو ځله د ایران د نیولو لپاره په زرهاوو ایراني عسکر رااستوي. د افغانانو د ځپلو او تابع کولو لپاره ئې مهم او مخور ایراني افسران او قومندان انتخابوي،‌ او حتی د غربي نظامي کار پوهانو څخه کار اخي، خو هر کرت د افغانانو بې ساري شجاعت او جنګي تاکتیکونو هغوی ماتوي. پدې دوره کي  هرات څو کرته په میاشتو میاشتو د ایراني قواوو لخوا محاصره سوی دئ، او له پراخو قحطیو سره مخامخ سوی دئ.‌ محترم عبدالباري جهاني په خپل کتاب (هرات، پښتانه او ستره لوبه)‌ کي لیکي. کله چي وروسته له ۱۳ میاشتو مقاومت او محاصرې څخه د هرات خلګو فیصله وکړه چي ښار نادر افشار ته تسلیم کړي، او خلګ «جوپه جوپه» د نادر افشار کمپ ته د بیعت لپاره ور تلل، «البته ذوالفقار خان او الله یار خان د نادر په کمپ کي د بیعت کولو زغم نه درلود، او د شپې په تیارو کي ئې ښار خوشي کړ، او د کندهار په لور وخوځېدل.» (مخ، ۱۴۵).

د اتلسمي پېړۍ په سر کي د افغانستان په غرب کي، د هراتیانو د همدې ملي مبارزاتو په دوران کي یو مهم ټکي چي اکثره خارجي او داخلي مورخین او لیکوالان ئې یادوي هغه «جرګه» او «دیموکراتیک» وشمه سیاسي نظام دئ. همدا جرګيي او مشورتي نظام دی چي په هرات کي د والیانو انتخاب او یا برطرفه کولو سبب ګرځي. د قدرت د انتقال داسي مسالمیت امیزه حادثې چي حتی نن ورځ ئې په افغانستان کي تصور نه سي کېدلای.

الفنسټن په خپل بې ساري او دقیق اثر (د کابل سلطنت) کي د هرات د دې وخت حکومت «دیموکراتیک» یادوي (مخ، ۲۸۰). الفنسټن بل ځای په خپل همدې عالي کتاب کي د افغانانو حکومت د سکاټلینډ د «جمهوریتونو» سره یو شاني بولي. او بل ځای افغانستان د کوچینو «جمهوریتونو» مجموعه ګڼي (اول جلد. مخ، ۲۳۲). الفنسټن په خپل نفیس کتاب کي د افغانستان لپاره د یو باثباته سیاسي نظام په انتخاب کي دونه مخته ځي او وايي: د افغانستان د حکومت لپاره یو دیموکراتیک نظام مناسب او ګټور دئ (اول جلد.‌مخ، ۲۳۱).‌ حبیبي صاحب هم په خپل کتاب (د افغانستان لنډ تاریخ) کي د دې پېر سیاسي نظام د «قومي جرګو» او د «ملي حکومت» دور ګڼي، او د «لایق او عادل» حاکمانو او «ولسوالانو» خبري کوي‌ (مخونه، ۳۴۸ – ۳۵۳). د افغانستان د مسایلو بل وتلی مبصر، اولیور روی، په خپل مشهور اثر (افغانستان: اسلام او مقاومت) کي وايي چي د افغانانو په سیاسي جوړښت کي سیاسي مشر عموما د قومي مشرانو په جرګه کي راځي، او خلګ یو ډول «قرار داد» ورسره کوي. اولیور روی زیاتوي چي په افغانانو کي مشر پدې پوهېدی چي «د یوې ستر جرګې په زور حکومت» کوي، او همدې جرګې مشروعیت ورکړی دی. هغه کاږي «لویه جرګه» د افغانستان د تاسیس سیاسي «اسطوره» ده (مخ ۱۳).

د پورتنۍ مسلې د لا روښانه کولو لپاره به دلته فقط څو تاریخي مثالونه وړاندي کړم. کله چي په هرات کي د ‌ذوالفقار خان سدوزي او محمد خان سدوزي تر مینځ سیاسي اختلافات زیاتېږي، د هرات جرګه دواړه مشران سلب اعتماد کوي، او دواړه له هراته پسي اخلي. لدې څخه را وروسته، د هرات جرګه الله یار خان سدوزی له ملتان څخه راغواړي،‌ او د هرات د حکومت چاري ورسپاري. بل وخت، د هرات خلګ او حاکمه طبقه عبدالله خان سدوزی له ریاسته برطرفه کوي، او پر ځای ئې زمان خان سدوزی ټاکي (غبار. مخونه، ۲۳۸-۳۴۸). بل کرت د هرات جرګه د هرات د ازادۍ پهلوان الله یار خان سدوزی له قدرته پسي اخلي، مګر وروسته له څه وخته ئې بېرته ورغواړي، او د هرات ریس ئې ټاکي. باید زیاته سي چي پدې حوادثو کي د قدرت انتقال عموما سوله ایز او مدني وو.

اول لاس تاریخي اسناد د هرات په ازادولو کي د مذهبي مشرانو فعال نقش نه ثبتوي، حتی د فرعي رول یاد ئې هم چندان نه کوي. لکه د میرویس خان او احمد خان په زمانو کي، د ۱۸ قرن په سر کي د هرات د ازادولو په مبارزه کي د افغانانو ترمینالوژي ملي وه. د ملي مشرانو ستر هدف خپل وطن د پردیو له اسارته ژغورل ول، او په هرات کي د ایران د صفوي حاکمیت ختمول ول. هغوی پخپلو سیاسي تصمیمونو کي وښودل چي د یو ملي، نیمچه دیموکراتیک، او جرګيي نظام تاسیسول ئې عالي هدف وو. پدې دوره کي د هرات سیاسي نظام واقعا جالب اړخونه لري،‌ او باید زیات مطالعه او وڅېړل سي.

پدې دوره کي د هرات اکثره مشران په قومي او ملي ارستوکراسي پوري اړه لري. که څه هم پدې زمانه کي ریاست تل په سدوزو پوري اړه لري، خو د نورو اقوامو ریسانو – د مثال په توګه عبدالغني خان الکوزي – هم قوي نقش لوبوی.

 

 

خوشحال خان خټک (۱۶۱۳- ۱۶۸۹):

 

دا نادره عقیده لکه زما ده

لا عجب که بل پیدا هسي افغان شي

 

 

په ۱۷ پېړۍ کي، پښتانه واقعا خوشبخته ول چي د خوشحال خان خټک په شان  یو ستر مشر پکښې راپیدا سو. خوشحال خان واقعا تر خپل زمان څو سوه کاله مخکي فکر کاوه. د پښتنو د تاریخ مشهور انګریزي لیکوال اولاف کیرو په خپل جالب کتاب (د پټانز) کي د خوشحال خان په باب وايي هغه د خپل قام د «بغاوت روح او روان» وو.  اولاف کیرو د خوشحال خان د ژوند په باره کي کاږي. پلار او نېکه ئې د خټکو خانان ول،‌او د اټک د لاري او پله مالیات او «راهداري» ئې ټولول. د یوسفزو سره جنګونه او دوښمني د پلار او نېکه څخه ورپاته وه. کیرو لیکي چي په اول سر کي خوشحال خان د مغولو طرفدار وو، د شاه جهان سره ئې ښه او دوستانه روابط درلودل.‌ او شخصا ئې څو کرته د شاه جهان سره کتلي دي.، او په مختلفو سفرونو کي ئې ملګري وو (مخ، ۲۳۱). د زمانې په تېرېدو سره، د ډهلي په سلطنت کي د خټکو او یوسفزو د شخړو  په باره کي نظر بدلېږي، او ځيني مغل شهزاده ګان داسي فکر کوي چي یوسفزي ستر قوم دئ، باید پخلا سي. دغه راز، په همدې وخت کي اورزنګ زیب د راهداري محصول لغو کوي، او دا فیصله د خوشحال خان لپاره ګرانه تمامېږي (مخ، ۲۳۳). کیرو ادامه ورکوي او لیکي چي بالاخره د مغولو او خوشحال خان روابط دونه خرابېږي چي خوشحال خان په ۱۶۶۴ کي لاس تړلی بندي ډهلي ته استول کېږي. په ډهلي کي د حاکم مغل په چلن کي خوشحال خان د خپل ځان او قوم سره یو څرګند سپکاوی او تبعیض احساسوي. د هغه عزت، ننګ، او ملي هویت ته صدمه رسېږي. او په زیاتېدونکې توګه اورنګ زیب داسي پالسي غوره کوي چي د پښتنو لپاره نوره د منلو وړ نه وي.

د خوشحال خان خټک د ژوند، فکر، او نهضت په باب بله معتبره مرجع د (ارمغان خوشحال) مقدمه ده. دا مقدمه سید رسول رسا لیکې ده، او څه باندي ۱۴۴ صفحې ده. سید رسول رسا کاږي چي د یوسفزو او خټکو تر مینځ جنګونه سل کلنه سابقه لري، او خوشحال خان او پلار ئې شهباز خان پدې قومي شخړو کي ځو کرته شخصا ګډون کړی دئ، او یو ځل پلار او زوی دواړه پکښې ټپیان سوي دي. کله چي خوشحال خان د خټکو خان سو، د هغه اول کار پر یوسفزو باندي حمله کول وو (مخ، ۱۷). د سیاسي ژوند پدې مرحله کي، خوشحال خان د خټکو قومي مشر دئ، او د ملي مشرتوب خیال نه لري.

سید رسول رسا لیکي چي په هند کي د قید او نظر بندي په وخت کي د خوشحال خان په فکر او سیاسي وفاداري کي ژور بدلون راغلی. د هند د قید او بند زمانه د خوشحال خان په ژوند کي یوه ټاکونکې او مهمه دوره ده.  پدې وخت کي، د خوشحال خان سیاسي افکار د یوه قومي مشرتابه پر ځای پر ملي مسایلو باندي راڅرخي. هغه نور خان یوازي د خټکو د قبیلې نماینده نه ګڼي، بلکي د هغه سیاسي افق اوس ملي او پراخ سوی وو، او اوس ئې په ملي سطح فکر کاوه. د خوشحال خان د بند په اخر وخت کي، یوسفزي یو وار بیا د مغولو پر ضد ښورښ کوي، او اورنګ زیب بالاخره خوشحال خان له بنده خوشي کوي، او وطن ته د تلو اجازه ئې ورکوي.

 

پسله بنده دئ دا عزم

د خوشحال د خاطر جزم

یا نیولی مخ مکې ته

یا مغولو سره رزم

 

په ۱۷ پیړۍ کي، د مغولو پر ضد د خوشخال خان خټک نهضت له هر لحاظه ملي ګرا او نشنلسټ دئ. د خوشخال خان مبارزه اساسا قومي ده. داعیه ئې ملي او ازادي بخښونکې ده، او خپل کلام ئې پدې باره کي هیڅ شک او تردید نه پرېږدي. د خوشحال خان خټک په کلام کي د هغه ټرمینالوژي ملي ګرا ده. د هغه کلمات ملي احساسات راپاروي، نه مذهبي. د هغه په کلام کي د وطن مینه زیاته یاده سوې ده.

 

د وطن مینه ای جانه

را پیدا ده له ایمانه

نه د خپل دیار ګُرګُري

نه د بل دیار شکري

 

د خوشحال خان په کلام کي د «ازادي» کلمه بار بار تکرایږي، او هغه د سیاسي ازادي مفهموم  په داسي وخت کي تبلیغوي چي د ازادي مفهموم په ډیرو ځایونو کي یو نوی او ناشنا سیاسي مفهموم وو.‌ په تیره بیا د قومي نشنلیزم مفهوم خو بېخي نوي وو.

 

ازادي تر پاچاهیه لا تیری کا

چي د بل تر حکم لاندي شي زندان شي

 

د خوشحال خان په کلام کي د افغان نشنلیزم ډیر پرمختللی سیاسي مفهوم پروت دئ. خوشحال خان غواړي چي د مغل سره د مبارزې له لاري په یوه فرا – قومي مشر باندي ځان بدل کړي، او د قومي محدودیت او چوکاټ څخه ځان را وباسي. او ملي مشرتوب ترلاسه کړي. د هغه نهايي آرمان د مغل له سیاسي او نظامي سلطې څخه د خپل قام ازادول ول. په هند کي د قید او بند پر وخت هغه په خپل ذهن کي د مغلي حاکمانو پر ضد د ملي مبارزې ضرورت ومنی، او د حبس پدې څلور کلنه دوره کي ئې د ازادۍ او مبارزې خیال په سر کي وپالی.

 

د خوشحال خان خټک نهضت کاملا یو خاني بغاوت دئ. د خوشحال خان مخاطب خټک،‌ یوسفزي، پښتون،‌ افغان او مغل دي، نه مجاهدین. خوشحال خان په شخصي ژوند کي هم لیبرال او خوش طبع کس تېر سوی دئ. البته د اسلام دین ته معتقد او پابند وو، خو په فکر او شغل ملا نه وو. د هغه تاریخي هیروګان فرید خان او حمید خان دي. ایمل خان او دریا خان ئې ملګري دي.‌ د خوشحال خان یاران،‌ د مبارزې طریقه، او مخاطب کسان ګرده ملي ګرا، نشلسټ، او سیکولر دي.

 

که مي چیري ننګیالي په لاسو کښېوزي

پري به لیري دا زما د زړه آرمان شي

و مغول و ته به هسي کار ښکاره کړم

چي راضي راڅخه روح د فرید خان شي

 

خوشحال خان د خپل وخت اکثره علوم لوستي ول. په تاریخ، ادبیاتو، نظامي مسایلو، او د ژوندانه په مختلفو برخو کي ئې ژوره مطالعه کړې وه. څرنګه چي د مغولو سره په جنګ کي ښکېل وو، نو خوشحال خان حتی د چریکي جنګونو په برخه کي هم مطالعه کړې وه، او دا راز جنګونو ته ئې «قزاقي جنګ» وایه (علي احمد جلالي، مخونه، ۳۴- ۴۵).

 

خوشحال خان په عربي، فارسي، پښتو، او نورو هندي ژبو باندي پوهېدئ. په پښتو ژبه کي خپل مکتب،‌ سبک، او طرز لري. د پښتنو یو ستر فرهنګي څلي دئ. یو خارق العاده عالم، مبارز، شاعر، نظامي مشر، او په عین زمان کي د ګڼو علمي اثارو مولف هم دئ (ارمغان خوشحال. مخونه: ۶-۱۰۴).

 

څرنګه چي د خوشحال خان سیاسي مخالفان د وخت پاچاهان او حاکمان ول،‌ هغوی د خوشحال خان د خنثی کولو لپاره له پیسو،‌ منصب، رشوت، تطمیع، او بالاخره زور او زر څخه پوره کار واخیست. حتی په کور دننه کي ئې اختلافات ورته راپیدا کړل، او بهرام غوندي زوی ئې ترې را جلا کړ. د خوشحال خان مخالفانو غوښتل چي د خان په حرکت کي فساد خور کړي،‌ او  متاسفانه هغوی په خپل دې مقصد کي تر ډیره حده کامیابه سول، او د خوشحال خان نهضت ئې له دننه کمزوری کړ. خو خوشحال خان تر پایه تسلیم نه سو، او یو داسي فکري،‌ ملي، او مبارزاتي مکتب ئې پرېښود چي د خپل وخت په تاریخ کي د تخلیق او ابتکار بې ساری نضهت دئ. عجبه دا ده چي خپله خان هم پخپل خارق العاده توب باندي پوره واقف دئ.

 

دا نادره عقیده لکه زما ده

لا عجب که بل پیدا هسي افغان شي

 

خوشخال خان د خپل وخت فیلسوف هم دئ. د انسان د فطرت او ماهیت په باره کي ئې ژور فکر کړی دئ. او په خپل کلام کي ئې مغلق فلسفي او وجودي مسایل په خورا ساده مګر سحرګر شکل بیان کړي دي.

 

هیڅ ماهیت ئې مونده نه شي

چي څه څیز دئ دا بشر

هم ترکیب د نیک او بدو

هم معجون د خیر او شر

هم ملک دئ هم حیوان دئ

هم مومن دئ هم کافر

څه خو لږ تر خدای راټیټ دئ

که ئې نه وي برابر

 

بایزید انصاري پیر روښان (۱۵۲۵-۱۵۸۱)

 

د افغانستان د چارو مشهور او دقیق محقق ښاغلی ورتن ګریګورین په خپل کتاب (د معاصر افغانستان ظهور) کي په صراحت کاږي چي د «افغان نشنلیزم» او ملت تر ټولو پخوانی اظهار د روښانیانو په نهضت کي د بایزید انصاري (پیر روښان) تر مشرۍ لاندي په ۱۶ پیرۍ کي راڅرګند سو. ګریکورین ادامه ورکوي او لیکي د پیر روښان نهضت د مختلفو طبقاتو افغانان د مغولو د حاکمیت پر ضد راپارول، او دا لومړی ځل وو چي «افغان ملت» یو سیاسي مفهوم پیدا کاوه. ګریکورین کاږي چي د روښانیانو د نهضت یو مهم هدف د افغان دولت بیا جوړول ول (مخ، ۴۳).

د جنوبي اسیا د مسایلو بل دقیق محقق جوس ګومانس په خپل کتاب (د هندو- افغان امپراتوري عروج، ۱۷۱۰-۱۷۸۰) کي کاږي په ۱۶ مه پیړۍ کي په هند کي د مغل د حاکمیت له تثبیتېدو سره سم ډیرو پښتنو د مغولو سره همکاري شروع کړه، خو ځینو د بغاوت او مقاومت لاره اختیاره کړه. په دې ډله کي یو پیر روښان وو. جوس ګومانس وايي پیر ورښان غوښتل چي په پښتنو کي فرا – قومي عمل وکړي، او زیاتره اقوام پر یوه واحد سیاسي مرکز باندي سره متحد کړي. د پیر روښان همدې سیاسي کوښښ د اقوامو د قدرت بلانس او سیاسي جوړښت ور خراب کړ. او په نتیجه کي، د پښتني اقوامو مالکان او خانان د پیر روښان مخالف سول، ځکه د پیر روښان تعلیماتو د مغولو سره د پښتنو د قومي مشرانو  کاروبار ته تاوان رساوه. او د هغوی اقتصادي ګټي ئې په خطر کي اچولې. ګومانس باور لري چي د پیر روښان تحریک یو ازادي بخښونکی سیاسي غورځنګ وو چي پښتني جامې ئې اغوستي وې، او د پښتنو په غریبو طبقاتو کي ئې ډیر پلویان او مریدان درلودل. ګومانس لیکي چي پیر روښان په ځواني کي زیات سفرونه کول. هغه ډهلي، بدخشان، بلخ، بخارا، او کندهار ته تللی وو، عموما ئې د اسانو تجارت کاوه. د خپلو سفرونو په جریان کي پر محلي خانقاوو باندي ګرځېدی، او د وخت له صوفیانو سره اشنا سو (۱۱۰-۱۱۱).

مرحوم غبار پخپل کتاب (افغانستان در مسیر تاریخ) کي د پیر روښان مبارزې «طبقاتي» بولي، او د خارجي «سلطې» پر ضد ئې «ملي حرکت» ګڼي. غبار لیکي چي پیر روښان یو متقي او د کلک نظر خاوند شخص وو. کله چي کندهار ته ولاړ،‌ او هلته ئې د مغولو د حکومت ظلم او استبداد د یوې «افغاني ښځي» په مقابل کي ولید، د کندهار دا غمجنه خاطره ئې د عمر تر اخره پوري هېره نه سوه. پیر روښان ولیدل چي څرنګه د مغولو عسکرو یوه بې وزلې ښځه د ژرندي په ډبري پوري په وریښتانو تړلې وه، او هغه خواره مجبورا د ډبري له حرکت سره څرخېده. غبار لیکي کله چي د پیر روښان پیرویان زیات سول، هغه« د بې وزلو او غریبو خلګو د کومک په غرض یوه خزانه تاسیسه» کړه. غبار وايي د مغولو حکومت د پیر روښان د ځپلو او بدنامولو په منظور«ارتجاعي روحانیون» لکه اخوند درویزه کرایه کړل، او د پیسو، چل، او نفاق په ذریعه ئې د پیر روښان په مقابل کي تیوریک او مذهبي مخالفت پیل کړ (مخ، ۳۱۳).

استاد حبیبي پخپل کتاب (د افغانستان لنډ تاریخ) کي لیکي چي پدې وخت کي افغانانو په هند کي سلطنت له لاسه ورکړی وو، او دې ستري سیاسي او نظامي ماتي پښتانه خپل تېر برم او عظمت ته یو کرت بیا متوجه کړل.  حبیبي وايي چي هغوی یو وخت په هند کي راج لاره، مګر اوس ئې د مغولو په اسارت کي ژوند کاوه. حبیبي کاږي څرنګه چي پیر روښان د پښتنو اسارت او بد حالت په خپلو اږدو سفرونو کي په خپلو سترګو لیدلی وو، نو بنا پیر روښان اراده وکړه چي دا قوم یو وار بیا پر یو متحد سیاسي مرکز باندي سره راټول کړي. یو ملي حکومت جوړ کړي، او د پښتنو د ازادۍ نغری بیا تود کړي. حبیبي لیکي څرنګه چي پدې زمانه کي د تصوف بازار ګرم وو، نو بایزید هم مجبوره سو چي د وخت د تقاضا سره سم خپل آزادي غوښتونکي سیاسي پيغام د تصوف په جامه کي عرضه کړي (مخ، ۳۳۱).

مرحوم حبیبي بل ځاي لیکي چي بایزید په خلګو کي د پښتني حکومت د جوړولو نظر او فکر بیا راپیدا کړ. د یو ملي نهضت بنسټ ئې کښېښود. او روښاني نهضت ئې قریب یوه پیړۍ دوام وکړ. بایزید د پښتو د ژبي د لومړیو لیکوالانو څخه دئ. په عربي، پښتو، فارسي، او هندي ژبو باندي پوهیدی، او لیک او لوست ئې په کولای سوای. په ۵۶ کلني کي په جنګ کي شهید سو، او هدیره ئې معلومه نه ده (مخ،۳۳۴).

استاد حبیبي لیکي چي بایزید پیر روښان نافذ او جذاب شخصیت لاره (مخ، ۳۳۱).‌ الفنسټن وايي بایزید یو «نابغه» شخص وو، او زیات شخصي مهارتونه ئې لرل. د مغولو سره ئې څو مهم او ستر جنګونه وکړل، خو بالاخره «ناکامه» سو، او «جل» ووهه (اول جلد. مخ، ۲۷۵). د خیر البیان مقدمه وايي چي بایزید «کم خوب او کم خوراک» کاوه، او «چلې» ئې کولې. تل ئې کوښښ کاوه چي خپل «باطن پاک» کړي. «د دنیا کاروبار ئې خوشي» کړ (مخ ۴۵).‌ حبیبي په خپل بل کتاب (دپښتو ادبیاتو تاریخ) کي کاږي چي پیر روښان دونه پوه او هوښیار سړی وو چي آن د هغه ستر مخالف اخوند درویزه هم د بایزید انصاري پر «عقل او فراست» باندي اقرار کړی دئ. او پلار ئې عبدالله اصلا کندهاری اورمړ وو، او په شغل قاضي وو (مخ، ۶۵۷).

افضل خان خټک د پیر روښان په باب عموما منفي خبري کوي، او وايي چي «مذهبي فساد ئې اغاز» کړ. مګر افضل خان خټک مجبورآ دا هم وايي چي د پیر روښان داعیه د مغل سره «بدي» وه، او تل به ئې ویل چي مغل «ظلم پېشه» دئ. او پر پښتنو باندي له حده زیات «ظلم» او ناروا کوي (مخ، ۲۳۹).

ښاغلی بهادر شاه ظفر کاکا خیل په خپل مشهور کتاب (پښتانه د تاریخ په رڼا کي) لیکلي څرنګه چي اخوند درویزه یو «ترک» وو، نو بنا هغه غوښتل چي د پښتنو د ازادۍ تحریکات د ترک نژاده مغل پر ضد کمزوري کړي،‌ او کاکا خيل لوستونکي ته داسي انتباه ورکوي چي د مغل حکومت او اخوند درویزه په کولوژن کي سره وه،‌ او د پیر روښان پر خلاف ئې په ګډه کار سره کاوه. لیکوال عقیده لري چي د پیر روښان تحریک د «پښتون قام» د ازادۍ، ننګ، او ناموس د «تحفظ» لپاره وو. کاکا خيل وايي چي د پیر روښان نهضت د پښتنو په ملي تاریخ کي د ملي ازادي لپاره ستري کارنامې ثبتي کړې. کاکاخیل باور لري چي د پیر روښان په هکه د اخوند درویزه الزامات او تورونه کاملا بې اساسه دي، او خپله اخوند درویزه یو «افراطي مذهبي» شخص وو (مخونه، ۶۷۶ – ۶۷۷).

میر محمد صدیق فرهنګ په خپل اثر (افغانستان در پنج قرن اخیر) کي له څه اوږده بحثه راوروسته وايي چي پیر روښان ځیني «ابتکاري او بې سابقه» کارونه وکړل، او محافظه کارو روحانیونو سمدستي پر هغه باندي د «بدعت او انحراف» حکم وکړ. فرهنګ لیکي چي پیر روښان پخپلو مریدانو کي «ښخي» منلې، او «د سماع په مجلس کي ئې د مشراکت اجازه ورکوله.» (مخ، ۳۲).‌ محمد عبدالقدوس قاسمي د خیر البیان په مقدمه کي وايي چي بایزید خپل «خلافت نر او  ښځي» ته سپاری (مخ، ۸۰). داسي ښکاري چي بایزید پیر روښان په پښتني جامعه کي د ښځو مسایلو ته خاصه توجه کوله، د هغه په مریدانو کي ښځي شاملي وې، او ښځو ئې په مجلسونو او جنګونو کي برخه اخیستله. ښاغلی قاسمي ادامه ورکوي او لیکي کله چي بایدیز پیر کامل سو، هغه خپله مېرمن خپلي طریقې ته راواړوله. په خلوت کي ئې کښېنوله، او د معرفت لاره ئې ور وښودله (مخ، ۴۷).  د خیر البیان په مقدمه کي راځي کله چي د بایزید مېرمن بي بي شمسو له جنګه وروسته د خپلو زامنو پرې کړي سرونه ولیدل،‌ هغې وویل: زما زامن «په غلا او کاسیري» کښي نه دي وژل سوي چي «خفه» سم. «آفرین شه درباندي زامنو!» چي د خدای په لاره کي محکم واست‌ (مخ، ۷۰).

اولاف کیرو په خپل کتاب (د پټهانز) کي لیکي چي په ۱۵۹۲ کي د پیر روښان د زوی جلاله ښځه او ماشومان مغولو په جنګ کي اسیر کړل،‌او اکبر پاچا ته یې یرغمل واستول‌ (مخ، ۲۱۹). کیرو بل ځای کاږي چي د پیر روښان بل زوی احداد هم په جنګ کي مړ سو. خو د احداد «ښکلې کونډي» د مغولو پر ضد مبارزې ته دوام ورکړ. د احداد ښخي شخصا په جنګونو کي ګډون وکړ،‌ او په څو جنګونو کي ئې مغل سخت مات کړل. د کلونو په جریان کي، د احداد همدې ښکلي کونډي د خپلو سیاسي مهارتونو په وجه خپل یتیم زوی ته د روښانیانو مشرتوب ور وګټی (مخ، ۲۲۷).

 

نتیجه

د پیر روښان، خوشحال خان، میرویس خان، د کندهار او هرات ابدالیان، او احمد خان له نضهتونو څخه دا خبره روښانه سوه چي د انګریزانو سره تر مخامخ کېدو مخکي د افغانانو په سیاسي مشرتوب کي مذهبي اشخاصو او ایدیولوژي چندان مهم او بارز نقش نه درلود، بلکي ملي او قومي سیاسي ارزښتونو د افغانانو سیاسي احساسات راپارول. پدې ملي قیامونو کي د افغانانو ترمینالوري ملي ګرا او نشنلسټه وه. دخارجي اشغالګرانو پر ضد د افغانانو سياسي داعیې قومي او ملي رنګ او محتوا لرله. پدې دورو کي د افغانانو سیاسي مشرانو قومي ارستوکراتیکي رېښي لرلې، او یا د جنګونو په میدانونو کي بې ساري فردي قومندانانو ول. د بحراني حالاتو په سیاسي مشرتابه کي عموما د جرګو او قومي مشرانو د قدرت پله ډیره درنه وه. او سیاسي ریاست تل د هغوی په قبضه کي وو.

 

ماخذ:

میر غلام محمد غبار. افغانستان در مسیر تاریخ. ۱۳۵۹.

میر غلام محمد غبار. احمد شاه بابا افغان. ۱۳۸۷. اسد دانش مطبعه.

عبدالروف بېنوا. میرویس نیکه. ۲۰۰۵. د افغانستان د کلتوري ودي ټولنه – جرمني

علامه سید جمال الدین افغان. مترجم: محمد امین خوګیاني. تتمه البیان في التاریخ الافغان. ۱۳۷۳. پشاور

محمد حیات خان. مترجم. فرهاد ظریفي او یاد طالبي. حیات افغاني. ۲۰۰۷. دانش خپرندويي ټولني

ارمغان خوشحال. مقدمه سید رسول رسا. یونیورستي بک اینجنسي. پېښور.

عبدالحی حبیبي. مترجم. نېنوا. د افغانستان لنډ تاریخ. ۱۳۵۶. دولتي مطبعه.

افضل خان خټک. تاریخ مرصع. مقابله، تصحیح او نوټونه. دوست محمد خان کامل مومند. یونیورستي بک ایجنسي.

فرهنګیالی خوشحال. د سر محقق زلمي هیوادمل په زیار. علي احمد جلالي: خوشحال خان او قزاقي جنګ. مخونه: ۳۴- ۴۵.

کروسینسکي. مترجم. وجیه الله شپون. د مسیحي سیلاني تاریخ. ۲۰۰۵. دانش خپرندویې ټولني.

بایزید انصاري. خیرالبیان. مقدمه. عبدالقدوس قاسمي. ۱۹۸۸. پښتو اکیډمي/پېښور یونیورسټي.

عبدالحی حبیبي. د پښتو د ادبیاتو تاریخ. اول او دوهم جلد. ۲۰۰۵. دانش خپروندیې ټولني.

میر محمد صدیق فرهنګ. افغانستان در پنج قرن اخیر. ۱۹۸۸. امریکن سپیدي. امریکا.

عبدالباري جهاني. هرات، پښتانه او ستره لوبه. ۲۰۰۱. کوټه. صحاف نشراتي موسسه.

Senzil K. Nawid. Religious Response to social change in Afghanistan 1919-29. Mazda Publishers, Inc. 1999.

Moutstuart. Elphinstone. An Account of the Kingdom of Caubul. Indus Publications. 1992.

Sir Olaf Caroe. The Pathans. Oxford University Press. Karachi. 1990.

Louis Dupree. Afghanistan. Princeton University Press. 1980.

Christine Noelle. State and Tribe in Nineteenth-Century Afghanistan. Curzon Press. 1997.

Vartan Gregorian. The Emergence of Modern Afghanistan. Stanford University. 1969.

Jos J. L. Gommans. The Rise of Indo-Afghan Empire, c. 1710-1780. Oxford University. Delhi. 1999.

Ferdrik Barth. Political Leadership Among Swat Pathans. Berg. Oxford. New York. 2004.

  1. P. Ferrier. History of the Afghans. 2009.

Olivier Roy. Islam and Resistance in Afghanistan. Cambridge University Press.New York. 1990.

Ludwig W. Adamc. Historical Dictionary of Afghanistan. Manas Publications. India. 2006

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply