نور شرعًا، قانونًا، او اخلاقًا باغي ((سرکښه)) دی/سيد حسين پاچا

0 967

نور شرعًا وقانونًا واخلاقًا باغي ((سرکښه)) دی

قانون و شرعيت دواړه د متمرد په تړاو روښانه دي

هر څوک چې له قانونه سرغړونه کوي قانون يې بايد پر وړاندې جدي اوسي. د سرغړونې په صورت کې قانون يې بايد ورمېږ ورمات کړي

 

 

خبريال : ارين؛ عطا باغي دی، ټکول يې په کار دي

د عطا د شتمنيو د تفتيش لپاره لا وختي يو شمېر متخصص کسان په کابل کې ټاکل شوي چې دغه کوچنۍ کميټه د خپل کار د پيل کېدو لپاره شېبي شميري.

په ياده کميټه کې د ملګرو ملتونو، آلمان دولت، ارګ، اداري فساد سره د مبارزي او اروپايي ټولني ځيني متخصصين عضويت لري.

 

د خلاصون وخت :

ابراهيم د نمرود بُتان (بوتان) ونړول او محمد رسول الله د خپل مشرک او بېلاري ناپوه قوم ۳۶۰ بُتان (بوتان) ونړول او کعبه يې له بُتانو پاکه کړه. څښتن تعالی دې غني ته همت او برياليتوب ور په برخه کړي چې د بلخ د بُتکدې نوی راټوکېدلی ظالم، غاصب، غل، تالانګر او د غلو نوموتی سرلښکر يې د قانون په رڼا کې حکومت ته ګوتڅنډونکی او ګواښونکی راڅملاوه. ښاغلي غني اوس بايد پر ارام کښېنني او د قانون له سرغړوونکي څخه سوټې او باد وباسي او د قانون ارزښت ورته وښيي. الله تعالی دې ورته همت ورکړي چې خپل ملت له غاصبانو، ظالمانو، تالانګرو (لوټمارانو)، ټوپکوالو، بېباکانو (لوچکانو)، امپړانو او له سرکښانو نه پاک کړي. د مزار د غلو سرلښکر له ځانه فرعون د وخت جوړ کړی وو چې له ځان پرته ورته بل څوک په نظر نه ورتلل. قانون يې د ځان تابع کړی وو او ملنډې يې پرې وهلې.

 

د مزار نوموتی غل او لوټمار چې د شمال پر ټولو ګمرکي عوايدو يې خېټه اچولې وه او بيت المال يې قبضه کړی وو. غلا، شوکې او لوټمارۍ خو نوموړی بېباکه کړی وو. داسې اوس ويل کيږي چې نوموړی درې ميليارده ډالره پانګه لري او همداسې يې زمکې وجايدادونه درواخله چې دا ټول يې د همدغو غلاو، شوکو، لوټمارۍ او پر ګمرکي عوايدو (محصولاتو) خېټه اچولو له ليارې پيدا کړې وې.

 

ملت له ولسمشره غواړي چې د مزار د غلو سرلښکر چې دا يې هغه غټه څټه او مهره ده بايد محاکمې ته راکش او څېړنې ترې شروع شي. په هېواد کې دننه او له هېواده بهر ټولې منقول وغيرمنقول شتمنې يې تثبيت او ترې ضبط شي چې دا د بيت المال يعنې د ولس حق دی او ترې واخېستل شي او پر ملي ټولګټو پروژو کې ولګول شي.

 

دې څټې (مهرې) پيسې لرلې او هم د نورو غلو او لوټمارانو په پرتله له بهرنيو شبکو سره اړيکي پالل چې بهرنی ملاتړ يې هم لاره او همدغې بهرني ملاتړ هم بېلارې کړی وو او ګمرکي عوايد يې ټول د ځان شخصي مال ګڼلو. له بده مرغه په نوره نړۍ کې دغه ډول خاينين اعداميږي، خو په افغانستان کې بيا نازېدل او څربه کېدل او د وخت خانزاده ولسمشر پرې له خپلو بهرنيو متحدينو سره پينځه وخته نښتی وو او ننګه به يې ترې کولی. ان تر دې چې د همدغو بېباکانو، غلو، لوټمارانو، ظالمانو، غاصبانو او سرکښانو نه به يې ننګه و ملاتړ کاوه او ان د اړيکو تر پرېکونه پورې به يې خبره ورسره ورسوله. همدې بېباکانو يې بيا د لويې جرګې په خيمه کې انځور راکښته او تر پښو لاندې کړ او د مرګ نارې يې پرې هم وهلې.

 

لله الحمد دا چې اوس د مزار لويه څټه (مهره) را وپرځول شوه، اوس بايد پرې نه ښوول شي او قانون ته يې وسپاري. دا دی اوس د جنوب غلو رازق او خالد هم سر راپورته کړ او د مزار د غلو له سرلښکره يې خپله ننګه اعلان کړه. داسې ويل کيږي چې خالد په ځوانۍ کې د ژڼيتوب ښه دوره تېره کړه او دا بل خوارکی خامه خوله اوس راپورته کيږي او د يو پاک ولسمشر پر وړاندې له يو غاصب، ظالم او باغي (سرکښه) نه ننګه کوي. په ملايي صرفمير کې راځي :

کند همجنس با همجنس پرواز

کبوتر با کبوتر باز با باز

که خالد و رازق خپله، ظالمان وغاصبان نه وای، نو دوی به له نوره ملاتړ نه کولو. د تصفيې دور راروان دی يو يو به ان شاءالله د خپلو کړووړو مېوه وڅکي. که يې ښه کړي وي ښه به وويني او که يې بد کړي وي، غلا، تالان او بېګناه انسانان يې وژلي وي خپل ځواب به ووايی. دوی بايد ممنوع الخروج اعلان شي. يو يو مرحله پر مرحله محکمې ته وروپېژندل شي او ترې وپوښتل شي.

 

د ډاګي زويه :

تاسې د ښاغلي کرزي له پيله تر دې دمه د حکومت او د اساسي قانون پر وړاندې يې يو بېباکه، بې ادبه، بې پرنسيپه او تل متمرد واست. تاسې د بيت المال پر مال هسې بېځايه ښکرونه کړي او دا ښکرونه دې بايد اوس د خپل حکومت اساسي قانون چې تاسې يې هم يو لوړپوړي چارواکي واست درمات کړي. دا چې تاسې تل قانون او حکومت او مشرتابه ګانو ته په سپکه واهانت کتلي او له قانونه دې د ډلې ((جمعيت)) پر نوم، سمتپالنې، قومپالنې و ژبپالنې په پلمه بېلا بېلې سرغړونې کړي او حکومت و قانون درته غلی وو او ستا د سمون او سمېدو لپاره يې وخت درکړ او خورا زښت زيات يې ونازولې، خو دا چې تاسې يو کم اصله ((بد ذاته))، بې ادبه او بېباکه وې او تل د خپل بېځايه هوس ونيلي باندې سپور وې، نو اوس د دې وخت رارسېدلی چې د هېواد اساسي قانون چې د هېواد هر وګړی يې په تېر بيا حکومت چارواکي له لوړې کچې تر ټيټې کچې له توپير پرته پر منلو او مراعاتولو مکلف دی. اوس تاسې قانون او قانون تاسې ته سيخ شوی دی، نو اوس تاسې بايد د خپلو سرغړونو په تړاو قانون ته ځواب ووايی. که قانون ته پړ شوئ، نو قانون بايد ستاسې مراعات ونه کړي او قانون دې بايد غاړه ((ورميږ / ګردن)) درمات کړي چې بيا ستاسې غوندې يو بل بېباکه او بې ادبه قانون او حکومت ته سپکاوی ونه کړي.

 

دا چې تاسې د ډاګي زوی د قانون پر وړاندې بېرحمه وئ، نو قانون هم بايد ستاسې په تړاو له نرم نه وي او هغه قانون چې تاسې ترې تل سرغړونه کړې اوس د دې وخت رارسېدلی چې قانون خپله سخته سزا درکړي او هغه سخته سزا همدا ده چې له ډتو، سرغړونې او له پښو دې داسې وغورځوي، لکه يو څوک چې د دار ((اعدام)) تختې پر سر د اعدام رسۍ ته ورپورته او له يو څو لغتو او ډتو وروسته د تل لپاره ارام او ټولنه يې له شر څخه په امان شي.

 

دعوت میډیا ۲۴ : ((د زورواکانو زوال / ډاکټر عبداللطيف کاکړ )):

ولسمشر غني کوښښ کوي چې په افغانستان کې د نظام د ثبات او د حکومت د مرکزي رول د پياوړتيا په موخه د قدرت جزيرې فتحه او زورواکان له خپله زوره وغورځوي. دغه بادي پړانګان هغومره زور ، قوت او ولسي محبوبيت نه لري، لکه څومره چې دوی تمثيل کوي. که چېرې دوی له واک څخه ليرې شي، نو باور دی چې څوک به يې سلام ته عليک هم ونه وايي.

 

جمهور رئيس غني د جنګ او وړو وړو بحرانونو د مديريت تر څنګ کرار کرار د زورواکانو د زور په اوبه کولو هم اخته دی. بسم الله محمدي، استاد سياف، يونس قانوني، د فهيم کورنۍ، ضيا مسعود، امرالله صالح او نور هغه زوراکان او جنګسالاران چې ځانونه يې له قانون څخه فوق ګڼل او تل يې له ولس څخه په زور او رضا خپل باج اخېست او ځينې مقامونه يې د ځانونو لپاره ميراثي کړي وو، په يوه لاسليک سره داسې له واک او ځواک څخه را وغورځول چې اوس يې څوک نوم هم په خوله نه اخلي .

 

ولس ته ښايي چې د زورواکانو د زور د اوبه کولو په برخه کې د حکومت او په ځانګړي ډول د ولسمشر غني د اقداماتو د هرکلي تر څنګ د هغه ټینګ ملاتړ وکړي، تر څو دغه زورواکان لا څنډي ته شي او هغوی دومره کمزوري او بې تاثيره کړل شي چې هم يې د ملي بودجې، شتمنۍ او جايدادونو له لوټ او تالان څخه لاسونه لنډ شي.

 

دعوت میډیا ۲۴ : د نور استعفا يوه عادي چاره ده

ډېرو دا ګڼله چې حکومت استاد عطا محمد نور له دندې نشي ګوښه کولی او يا يې زور نه ورباندې رسېږي، مګر حکومت ځکه دا تصميم ونيوه او د هغه استعفی يې ومنله، چې عطا محمد نور غواړي په خلاص لاس خپله سياسي مبارزه پر مخ بوځي او دا به نامناسبه وي چې يو څوک دې هم د حکومت برخه وي او هم دې د حکومت سر سخته منقتد وي او د دې بل تاوان ولس او هېواد ته دادی چې د حکومت وخت او منابع په خپله د حکومت په نقد او خلاف کارول کېږي، نو له همدې امله د دولت رهبري د هغه استعفی ومنله او پر ځای يې بلخ ته بل نوی والي معرفي کړ.

 

دعوت : نظامي درېشۍ د قومي ناندرۍ جامې نه دي

سره له دې چې هغه بله ورځ لا ولسمشر په واز کومې چيغې وهلې چې نظاميان بايد سياسي نه وي، خو دا دی بيا هم د نظام په درېشي کې کسان د حکومت پر ضد په مخالفه ليکه کې ولاړ دي.

 

د بلخ د والي په بغاوت ته ورته غونډه کې د شمال زون د نظم عامې قوماندان حسيب الله قريشي، د بلخ د امنيت امر عبدالرزاق قادري او د ولسواليو امنيه قوماندانان خورا هسکه غاړه ناست دي او په سمه سپين‌سترګي حکومت ګواښي.

 

دعوت میډیا ۲۴ : جمعيت دې د عطا موضوع نه سياسي کوي/اېمل پياوړی

د جمعيت ګوند غړي ځانونه د افرادو په توګه نه مطرح کوي، بلکې هر يو يې (صلاح الدين رباني، محمد يونس قانوني، احمدضيا مسعود، عطا محمد نور، تورن اسماعيل خان) د جمعيت د مشرتابه دعوه ګير دي. که څه هم دوی د خلکو له شرمه کله ناکله په څه خواريو د يو او بل په کور کې سره را يو ځای شي او داسې تمثيل کوي چې دوی په خپلو کې سره جوړ دي، مګر د دوی خپلمنځي اختلافات د هېچا له سترګو څخه هم پټ نه دي.

 

جمعيت اسلامي افغانستان انالله و انا اليه راجعون

عطا مخکې له دې چې له واکه يې لاس وخېژي، د سمڅو د وخت ور څېرمه ټول ياران يا له ځانه زړه‌توري کړي يا يې ورسره داسې ستونزې ناحل پرېيښې چې اوس يې له امله د ګوند تقريباً ټولو خواخوږيو ته د عطا په بده ورځ ژړا نه ورځي.

 

عطا مخکې له دې چې له حکومت سره د واک پر سر ګوتې خښې کړي، پښې يې د استاد رباني له نور چشمان صلاح الدين خان سره په يوه موزه کې بندې دي.

 

صلاح الدين جمعيت اسلامي ته د استاد رباني د ميراث په سترګه ګوري او تر ځان ورته په جمعيت کې بل غټ ميراث خور نه ښکاري، خو عطا بيا په تېرو کلونو کې پر ګوند پرېمانه پيسې پاشلې او اوس د خپلې بدخرڅي له امله په ښه ځواني کې تر ځان بالا څوک نه ويني.

ډ ډاګي زوی دا پرېمانه پيسې له کومه کړې چې پر ګوند يې وېشلي دي؟ د ګمرک عايدات د مرکزي حکومت حق دی او که د عطا او د جمعيت حق دی؟ د دغو پيسو وېشلو ترې بايد وپوښتل شي.

 

هلته له هراته اسماعيل خان د خپلې سپينې ږيرې د پور قباله په لاس کې نيولې، ويښته يې په جمعيت کې سپين شوي، د ګوند له‌پاره جنګېدلی، خلک يې وژلي او تر مرګ مخکې ورته په دې دنيا د جهاد ثمره دا ښکاري چې د عمر په وروستيو شپو ورځو کې د چهارخانه‌يي پر ځای د جمعيت د رهبري تاج پر سر کړي.

له اسماعيل خانه هم بايد وپوښتل شي چې د اوبو وبرېښنا د وزارت په وخت کې يې درې ميليارده ډالر حيف وميل کړي.

 

ده ته صلاح الدين خامه خوله بې تجربې ماشوم او استاد عطا يوازې يو جنګي قوماندان ښکاري او دواړه يې ښه نه اېسي چې د جمعيت اول خبره دوی وکړي.

 

احمد ضيا مسعود او يونس قانوني هم د بلخ له معزول والي سره د رسۍ سر نيولی دی.

 

ضياء مسعود ، محمدي و مستعجل (قانوني) او داسې نور هم بايد وپوښتل شي چې په ميليونو ډالره حيف وميل کړي دي. حسابي بايد ورسره وشي. ولسي جرګه او د مشرانو جرګه ((پارلمان وسنا)) دواړه د صلاح الدين رباني په تړاو له سره غور وکړي. نوموړی په حکومت کې د افغانستان ملي ګټو ته ژمن نه، بلکې د خپلې ډلې او ټپلې فردي وتنظيمي ګټو ته ژمن دی، نو داسې يو تن د هېواد د بهرنيو چارو د سنبالولو لپاره مناسب نه دی بايد ليرې شي او پرځای يې د هېواد ملي ګټو ته يو ژمن او متعهد مستحق وټاکل شي.

 

عطا نور نه غواړي چې چې سياسي قبله يې پنجشېر پاتې شي، خو مسعود او قانوني چې يو يې ځان د احمد شاه مسعود ميراث خور او بلې يې د بدو ورځو يار بولي، په هيڅ صورت غاړه نه ږدي چې واک او ځواک دې شمال ختيځ ته ولېږدي او پنجشېر ته دې يوازې د مړه قوماندان هډوکي پاتې شي.

 

دا يوازې د جمعيت پر سر د جمعيت د مهمو کسانو تر منځ کش وبګير دی چې پر حل يې حتا د دوی هم سر نه خلاصېږي، ځکه خو له تېرو شپږو کالو راهيسې جمعيت د سر پرې کړي چرګ غوندې د قصابانو تر منځ ترپکې وهي.

 

تر دې ورهاخوا د واک او ځواک پر سر له امريکايانو سره د جمعيت له ادرسه د دغه ګوند د سر د سړيو پرله‌پسې ډغرو پر جمعيت د امريکايانو باور تر بدو بتر کړی، نور نو په افغانستان کې د جمعيت په نامه د پخوانيو جګړه‌مارانو ګوند امريکا ته چندان اهميت نه لري.

 

څه موده وړاندې چې په افغانستان کې د امريکايي سفارت سرپرست هوګو لارنس د دوستم د محاکمه کېدو غږ پورته کړ، عطا يې له دې امله په ښکاره مخالفت وکړ چې هغه مهال يې له دوستم سره ګوتې پټې کړې وې.

عطا د جمعيت ګوند د يوه مهم کس په توګه وويل، امريکايانو ته خبرداری ورکوو چې د افغانانو په خپل‌منځي کشالو کې دې ګوتې نه وهي.

 

عطا دغه سرزوري وړمه ورځ بيا تکرار کړه او د خپلې استعفا د رد تر څنګ يې امريکايان هم په غوږ ووهل چې مداخله دې نه کوي.

 

بناءً اوس د دې وخت رارسېدلی چې د فساد، غصب، ظلم او زورواکۍ دغه اصلي سټه ((مُهره)) د قانون پر زور له پښو او واکه راوپرزول شي. قانون يې په لاس وپښو کې ورته زولنې او ولچکې ورواچوي او محکمې ته يې د سپيناوي لپاره راکش کړي او د ټول عمر دا خوړلي حرام ترې يو يو د ګوتو په شمار وباسي او هم يې چې خېټه دا يوه نيمه لسيزه له حرامو ډکه کړې او ډېر باد يې اخېستي ترې وباسي چې بيا بل متمرد (باغي) د حکومت او د اساسي قانون پر وړاندې له تمرده (سرکښۍ) توبه ګار شي.

وايی چې :

چېرته چې ډب نه وي، هلته ادب نه وي.

کرزی خو ډارن وو او ځان ساتی وو. ځان وايمان يې پر دغو بېباکانو، بې ادبو، غلو او مفسدينو باندې وخوړ او هېڅ ځای ورته ونه نيوه، خو اوس نوموړي ته د محاسبې ترڅنګ ادب واخلاق هم بايد وروښوول شي.

 

په درنښت

سيد حسين پاچا

 

 

له بلخه د نور لرې کول شمال د داعش او طالبانو له خطر سره مخامخوي

http://www.bbc.com/pashto/afghanistan-42436076

رازق او اسدالله خالد له عطا ملاتړ څرګند کړ

https://khabarial.com/archives/31584

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply