خوشاله خلک څه ډول ژوند لري؟/ حميدالله حمیدي

0 720

ډېری کسان په دې تمه شپې او ورځې سبا کوي چې څه وخت به یې خوشالي کورته کډه وروړي، له ځان سره وایي، که شتمن وای نو خوشاله ژوند به يې درلود یا دا چې که وزن يې لږ وای، ډېر به خوښ وو،… او همدې ته ورته نور ارمانونه. تر اوسه مو داسې يو څه په ذهن کې در ګرځېدلي؟

په حقيقت کې خوښ اوسېدل ډېر ساده او اسانه کار دی. له نن وروسته له ځان سره پرېکړه وکړئ چې خوشاله و اوسی. خو دا مه هېروئ، چې هېڅوک تل خوشاله نه شي اوسېدای. ژوند د خوښیو او خپګان ټولګه ده، ستاسو دنده يوازې دا ده چې د خپلې خوښۍ عوامل ومومی.

یو کس شته چې تاسو خوښ ساتلی شي، خو پوهېږی چې هغه کس څوک دی؟ تاسو په خپله!

زه غواړم يو بل راز هم درسره شریک کړم، هغه دا چې شتمني، ښکلا او ښه دنده چا ته خوشالي نه شي ور بښلی، که غواړی چې خوښ و اوسی نو خپله د خوښ اوسېدو هڅه وکړئ.

دلته هغه اووه عادتونه بيانوو چې خوشاله خلک يې لري. که دغه عادتونه خپل کړی، نو ډاډ درکوم چې د کور دروازې به مو هېڅکله د خوښيو پر مخ و نه تړل شي.

لومړی- کينه مه ساتئ

 د خوښ اوسېدو یو راز دا دی چې بښنه وکړی. که له چا سره په زړه کې کينه ساتی، نو مانا يې دا ده چې په خپل ځان کې منفي احساساتو او غوسې ته روزنه ورکوی. هڅه وکړئ چې زړه مو له کینې پاک کړئ. بښنه کولای شي چې د بدمرغې کینې ځای ونیسي او په پایله کې ستاسو د خوښۍ لامل شي.

دويم- مهربانه اوسئ

 مهرباني نه یوازې دا چې ډېر ښه عادت دی، بلکې د خوښۍ  راز هم دی. کله چې پر نورو رحم او مهرباني کوی، مغز مو د (سروتوینین) په نوم هورمونونه تولیدوي چې په وسیله یې کولای شی له نورو سره ښه فکري اړیکه ټینګه کړی، په خپله شاوخوا کې د خوښۍ انرژي خپره کړی او په دې توګه هغو کسانو ته هم د خوښۍ احساس ورکړی چې ستاسو پر شاوخوا را ټول دي.

درېيم- ستونزې د پياوړتيا د ننګولو لپاره وکاروئ

 که له ستونزو سره مخ کېږی، نو مورال مه بايلئ. کوښښ وکړئ ستونزې مو لاندې نه کړي او داسې وانګېرئ چې ستونزې مو د پیاوړتیا سبب کيږي. اورېدلي به مو وي، اوسپنه چې څومره ټکيږي، هغومره پخېږي.

څلورم- پر نعمتونو شکر وباسئ

هغه کسان چې پر نعمتونو شکر وباسي، تل له نورو څخه متفاوت ژوند لري او په ډېرې اسانۍ سره کولای شي له ستونزو ځان وباسي، مثبت احساسات لري او ډېر هغه څه ته چې په ذهن کې یې دي، ځان رسولای شي؛ ځکه دوی هره ورځ پر خپلو شتو شکر وباسي. که تاسو هم دا کار وکړئ، نو وبه ګوری چې د خوشالیو سېل در باندې را روان وي، کله مو چې دغه عادت خپل کړ پر یوه خوشاله، مثبت فکره او سالم انسان بدلېږی.

پنځم- هيلې لوړې ساتئ

 کله چې لوی فکر کوی او هیلې لری، ډاډه اوسئ چې ضرور به خپلو موخو ته هم رسېږی. د وړو فکرونو پر ځای لوی فکرونه وکړئ، داسې مو  ذهن پراخيږي او په اسانۍ سره کولای شی چې خپلو موخو ته ورسېږی.

شپږم- واړه فکرونه مه کوئ

که په وړو او بې ارزښته شیانو بوخت شی، نو انرژي مو بېځایه لګول کيږي. د دې پر ځای چې پر کوچنيو مسایلو ځان بوخت کړی، پر لویو، لوړو او ارزښت لرونکو شیانو فکر وکړئ. خوښ انسانان پر دې ښه پوهېږي چې څنګه له ستونزو څخه ځان وباسي.

اووم- نور په ښه نوم يادوئ

 ځينې خلک عادت لري، چې تل د نورو غيبت وکړي، دوی خپل مجلل کور، په اوړي کې يخ او په ژمي کې ګرم دفتر، بهترين موټر او ژوند ته په پام ټول خلک له ځان سره پرتله کوي، له همدې امله د هغوی پر خلاف منفي تبليغات کوي. دوی نه پوهيږي چې دا کار داسې مانا لري لکه په منفي افکارو چې حمام کوي. بېځایه او بې منطقه فکر او خبرې د انسان وجود داسې پوښي چې مثبت ټکي ذهن ته د ورتګ لاره ونه مومي. تاسو ته سپارښتنه کيږي چې د نورو د غيبت پر ځای د هغوی ښه ياد کړئ، ويې ستايئ او بدې خبرې ورپسې مه کوئ.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply