پوتین؛ طالبانو او داعش د افغانستان وضعیت خراب کړی

0 659

د روسیې جمهور ريیس ویلادیمیرپوتین وايي، په افغانستان کې د داعش ډلې حضور او بیا یې له طالبانو سره اختلاف او جګړو د دې هېواد امنیتي وضعیت نور هم خراب کړی دی.
ښاغلي پوتین د روسیې دولت د رهبرانو په غونډه کې په افغانستان کې د ترهګریزو تهدیدونو زیاتېدو ته په اشارې ویلي، دا یو حقیقت دی چې د افغانستان وضعیت خراب شوی او که چېرې دلته امریکايي عسکر نه وای، شاید دا وضعیت نور هم خراب وای.
هغه زیاته کړې، له تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان سره د افغانستان په پوله، طالبان شته او له داعش ډلې سره یې مخامخېدو وضعیت بدتر کړی دی.
دا په داسې حال کې ده چې افغان حکومت او امریکا روسیه تورنوي چې له طالبانو ملاتړ کوي او پرمختللې وسلې یې ورکړې دي، خو روسیې دا تورونه رد کړي دي.

سرخط

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply