هیوپوکراسي د اکثره افغانانو په خټه کې اخکدل شویده/ شاه محمود میاخیل

0 1,371

د یوملک او یوې کورنۍ وروسته والې د هغه ملک او د کورنۍ د وګړو د فکري وروسته والې سره مستقیم تړاو لري. که دیوې ټولنې تعلیمیافته نسل په بیلابیلو ټولنیزو مرضونو اخته وي او دوی سمتي، ژبنې، قومي او حتی اسلامي، افغاني او انسانیت ضد ارزښتونو ته لمن وهي، نو داسي ټولنه هیڅکله ښه رشد نشي کولای ترڅو د سیمې او نړۍ د پرمختللو هیوادونو په قطار کې راشي.
کله کله چې په فیسبوک کې د بعضي دوستانو استدلال ته متوجه کیږم، نو سړی ورته هک حیران پاتي شي چې زمونږ د ټولنې تعلیمیافته نسل لا تر اوسه په فکري لحاظ څومره وروسته پاتې دی . که څه هم ښه به دا وي چې د بعضي کسانو استدلال ته سلاما وویل شي خو بیا هم زما په اند دا ډول بحثونو ته دوام ورکول ښه دي چې د یو بل د مثبت او هم منفي نظرونو او نیوکو نه ګټه واخلو، ترڅوزمونږ په خبرو او عمل کې یو مثبت فکري تغیر رامنځته شي.
څه وخت د مخه ما د فیسبوک په خپل یو پوست کې لیکلي و چې د افغانستان ولس د علماو سره ستونځه نه لري او د علماو احترام کوي خو د افغانستان ولس د هغه ملایانو سره چې په دین سم نه پوهیږي او اکثره یې ابتدایې دیني زده کړې لري او فتواګاني ورکوي، جدي ستونځه لري. ښه به داوي چې دین عام شي او مونږ ټول باید د دین په اساسي اصولو باندې ځانونه پوه کړو او هم دین باید خپلو اولادونو ته پخپله ور زده کړو تر څو د خپل ولس او اولادونو سرنوشت په خپل لاس کې ونیسو.
په بل پوست کې مې د امریکا په یو روغتون کې د خپلې مور د تداوي او د روغتون د پرسونل د ښې رویې او د دوی د خدمت په تړاو لیکلي و چې اول دی الله تعالی مونږ ښه انسانان کړي او بیا دی مونږ ښه مسلمانان. د سید جمال الدین افغان قول مې راخستي و چې کله یورپ ته تللی و او د خلکو کاروبار او روش یې کتلې و چې دمسلمانانو نه ښه و، نو ویلی و چې په یورپ کې مسلماني شته اما مسلمانان نشته دي او د مسلمانانو په ملکونو کې مسلمانان شته خو مسلماني نشته.
که څه هم په سل ګونو دوستانوزما نظر تاید کړي و خو دوه دریو محدودو کسانو په دی خبره اعتراض کړی و چې زما خبره سمه نه ده ترڅو چې یو کس ښه مسلمان نشي، نوښه انسان هم کیدلی نشي. یو راته لیکلي و چې زه ولې د ملایانو توهین کوم. یو بل کس راته ولیکل چې تا به الله تعالی ډیر ذلیله کړي او د معینت نه به خلاص شي. ما ورته ولیکل چې زه دولس کاله پخوا د معینیت نه خلاص شوی یم. بیا یې راته ولیکل چې نور به هم ذلیله شي. ما ورته ولیکل چې ذلت او عزت په چوکي کې نه دی بلکې ذلت او عزت د الله تعالی په لاس کې دی.
دوستان ښه قضاوت کولې شي چې په پورته خبرو کې ما کله د ملایانو توهین کړې دی، صرف دوی مې دی ته متوجه کړیدي چې ستاسي دیني زده کړي کمي دي، د جنګ، قتل وقتال او د خود کشه حملو فتواوي مه ورکوي.
که پورته جملو ته وګورو، دا ډول شعاري افغانان او ټیکه داران د دین، د دینې او عصري علومو د دواړو د عام کولو سره مخالفت لري. دوی د خلکو د ارامې، سوکالۍ او سوله ایز ژوند سره هم مخالف دي. دوی غواړي چې زمونږ ولس دی همداسي غریب، بیچاره او بیسواده پاتي وي ترڅو نورملکونه او ګاونډیان د افغانانو نه د خپلو شومو اهدافو لپاره د سون د لرګيو په څیر کار واخلي.
زما په اند دا کسان په افغانستان کې د جنګ د دوام لپاره بیهوده او بیمعنی استدلالونه کوي چې نه په دیني لحاظ جنګ جواز لري او نه په منطقي لحاظ د جنګ دوام د افغانانوپه ګټه دی. د جنګ دوام افغانستان ته او هم اسلام ته جدي تاوان رسوي، خو دوی دا نه مني. ځیني لا خودکشه حملو ته چې هم ځانونه وژني او هم نور، توجیهات پیداکوي. بعضي د انسان د کرامت نه هم منکر دي. الله تعالی لومړی انسان پيدا کړاو وفرمایل چې وَلَقَدْ كَرَّمْنَا بَنِي آدَمَ. یعنی انسان په ټولو مخلوقاتو کې الله تعالی مکرم پیدا کړې دی. دلته یې مسلمان نه دی ویلی. انسان مکرم په دی خاطر دی چې خبري کولي شي، تفکر کولي شي، ځمکه او اسمانونه مسخر کولي شي او هم ټولنه جوړولی شي. د انسانیت اکثره خصوصیات عام دي لکه: د والدینو او اولادونوترمنځ مینه او محبت، ترحم اوعاطفه، د یو بل سره مرسته، په غم او ښادي کې داحساس څرګندونه او داسي نور. اسلام هم انسان ته دانسانیت دا معیارونه ښایي. دلته هم څه تضاد نشته دی چې مونږ باید ښه انسانان اوهم ښه مسلمانان اوسو.
دا بحث بیا ځکه کوم چې یوکس زما په لیکنه اعتراص کړی و اما دا کس پخپله په انګستان کې د خپلې کورنۍ سره اوسیږي او وایې چې لوړعصري تحصیلات هم لري. بل کس چې اعتراض یې کړې و، زه یې پیژنم چې تر اوسه یې د PRT نه د امریکایانو پیسي اخستلي او خپله راډیو یې پرې چلوله خو هیڅ خبره نه وه.
د داسي کسانو ستونځه دا ده چې په ظاهره د هرې خبرې سره ماشاالله او اسلام وایې اما عمل یې بل څه دی. دوی ته د نورو لیکنې او کارونه داسلام خلاف ښکاري. زه هغه افغانانو ته حیران یم چې په لندن یا امریکا کې اوسیږي، لوړ تحصیلات لري، فامیلونه يې هم هلته دي خو بیا یې هم د افغانستان په کلو او بانډو کې په خپلو خلکو دا پیرزو لري چې جنګ دی دوام وکړي او د جنګ د دوام لپاره لا دلایل پیداکوي. دوی لا اوس هم غواړي زمونږ ولس دی په دیني او هم عصري علومو سمبال نه اوسي اووروسته پاتې دې وي. زما په اند داسي افغانان چې په غرب یا نورو ملکونو کې ښه مرفع او مناسب ژوند لري او یا لا اقل قطغ ته محتاجه نه دي او دوی بیا هم د افغانستان جنګ ته دلایل پیداکوي، ښه کار نه دی. زما کورنۍ په امریکي کې اوسیږي، اولادونو مې تریوه حده ښه تعلیم کړې دی او ښه ژوند لري، همداسي ژوند زما په خپلو خلکو او خپلوانو هم پیرزو دی. زما دا نه لوریږي چې زما دی ژوند ښه وي، اما زما په وطن، کلي او کور کې دی جنګ روان وي او خلک دي وروسته پاتي وي. که نور څه نشو کولې ، باید د جنګ دوام ته خپل ولس تشویق نه کړو او نه دا د اسلام، وطن او خپلو خلکو سره مینه ده.
زمونږ په وطنې اصطلاح داسي کسانو ته چې خپل ځان او خپلو اولادونو ته ښه ژوند غواړي اما نورو ته بل ډول بدبخته ژوند غواړي، دوه مخي او په سیاسي ژبه ورته Hypocrites وایي. جنګ په طبیعي توګه غیر د بدبختي نه بل څه نه راوړي. د دغه ناولي جنګ نه مونږ د جنګ په دوام نشو خلاصیدي. داسي جنګ چې روسیه، ایران او پاکستان یې تمویلوي، هیڅکله ورته مونږ جهاد نشو ویلي. که څه هم د ثور د کودتاه نه وروسته خلک د نظام د ظلم له امله مجبوره شول چې قیام وکړي خو په تیرو جنګونو کې افغانانو او د افغانانو مشرانو ډیرې اشتباګانې کړیدي کوم چې د شوروي اتحاد، امریکا او نورو اسلامي او غیر اسلامي هیوادونو له خوایې حمایت کیدل. مونږ باید د تیرو څلویښت کلونو جنګونو او اشتباګانونه درس واخلو او هغه اشتباګانې په کراتو کراتو تکرار نه کړو. اوسني جنګونه هم سیاسي دي، دیني صبغه نه لري او دوام یې د ښې حکومتدارې نشتون دی. متاسفانه زمونږ یوشمیر افغانان لا اوس هم د جنګ نه ستړي نه دي او د جنګ په دوام اصرار کوي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply