د سولې د هڅو دوام  او د ولس مرسته / نظرمحمد مطمئن 

0 786

درنو ملګرو او دوستانو! د زړه له کومې سلامونه درته وایم، ښې پيرزوینې مې ومنئ.

له ۲۰۱۰ ز. کال را په ديخوا د سولې برخه کې مو منډې کړي، له ۲۰۱۱ څخه تر ۲۰۱۷ کال پورې مو د سولې د ارمان په موخه بېلابېلو هیوادونو ته سفرونه وکړل،  له کورنیو او بهرنیو د افغان جګړې او سولې دخیل اړخونو سره مو لیدنې وکړي.

زموږ د سولې فعالو ملګرو د ۲۰۱۶ کال په اخر او د ۲۰۱۷ کال په لومړیو کې محسوس پرمختګ درلود. له خپلو هڅو خوشاله وو، د سولې برخه کې امیدونه مو زیات شوې وو.

له بده مرغه چې د ۲۰۱۶ کال نومبر میاشت او بیا د ۲۰۱۷ کال د اګسټ میاشت کې د سولې ضد کړیو او خنډ جوړونکو زما او ملګرو په وړاندي زغم له لاسه ورکړ، موږ ته یو لړ ستونزې جوړې شوې.

لا هم د سولې مخکې بلا ډیرې ستونزې شته چې موږ یې باید په حوصله سره زغم ولرو، او ستونزې وګالو.

ډیر ځله مې په ځینو مجالسو کې ملګرو ته ویلي و چې د ۲۰۱۷ تر پای پوري لا هم د سولې کاروان کې هر ډول ملګرتیا او قرباني ته تیاری لرم. 

دادی ۲۰۱۷ کال پای ته ورسیدی، ولي  زموږ باعزمه مسلمان افغان  ولس د اور په تنور کې سوزول کیږي، د جګړې تنور ګرم شوی، او لا هم د دي تنور د ګرم کیدلو لپاره د افغان ځوانانو جسدونه د اور تنور ته غورځول کیږي.

سوله اوږد  مزل دی، اسانه کار نه دی، په دي لاره کې ستونزو ګاللو ته باید افغان ځوانان چمتو وي.

یوه هیله بخښونکی حرکت چې زه او زما نږدې ملګري د۲۰۱۷ کال په وروستیو میاشتو کې ورسره مخ شوو، د سولې برخه کې موږ د بېلابېلو ډلو او سولې فعالو حرکتونو استازو سره غونډې درلودلې، ټولو دا تشه حس کړي وه، چې باید د سولې برخه کې په ګډه کار وشي، په همدې کې لږ پرمختګ وشو، او لا هم هڅه روانه ده.

په زړه پورې او هیله بخښونکي د سولې اړوند غونډه زما لپاره د ۲۰۱۷ کال وروستي ورځ  وه چې موږ د سولې ځینو مشهورو فعالو پکې برخه درلودله، د  افغان حکومت له مهمو کسانو مو ځینې واضح او روښانه څرګندونې واوریدي، هغوی په دي ډیر زیات ټینګار وکړ، چې د سولې لپاره اراده او تعهد لري، او د عملي سولې میدان ته ننوتل غواړي. ډیر داسي څه وویل شول چې ګډونوالو ته هیله بخښونکې ښکاریدل، زه امید لرم چې هغوی به خپلو خبرو ته عملي جامه ور اغوستلو کې سُستي ونه کړي.

داسي ښکاري چې امریکا یو ځل بیا هم خپل جنرالان د جګړې په ډګر کې ازمویې، د افغان ولس قوي هوډ به د امریکا جګړه غوښتونکې جنرالان د پخوا په ډول له ناکامي سره مخ کوي ان شاء الله. او داځل به هم  د پخوا په ډول د امریکا جنرالان  او د ټرمپ د جګړې تګلاره بیا ځل د جګړې په ډګر کې خپل امریکایې ولس ته ناکام ثابتیږي ان شاء الله ،  موږ اوس او بیا په امریکایانو ږغ کوو چې د جګړې پر ځای د سولې لاره خپله کړي.

ددې لپاره چې هیواد مو یوې بلې لویې غمیزي ته د ننوتلو په درشل کي دی، زه په ټولو ملګرو او دوستانو او د سولې غوښتونکو افغانانو باندي ږغ کوم چې د سولې برخه کې زموږ سره ودریږي، زموږ ملاتړ د پخوا په شان جاري وساتي، او د سولې برخه کې قرباني ورکولو ته چمتووالي ولري.

زه له خپلو دوستانو غواړم چې د جګړې کمولو او پای ته رسولو کې هر یو مسؤلیت لري، او  باید له خپل مسؤلیت څخه تیښته ونه کړو.

د سولې برخه کې ستاسي ملاتړ، ستاسي مثبت او رغنده نظرونه او په دي برخه کې په غونډو کې ګډون او ستاسي  زیاتې مرستې ته سترګې په لاره یو.

قدرمنو! سوله اسانه نه ده، زموږ هیواد کې ۴۰ کاله جګړه شوې، اوسنۍ ۱۷ کلنه جګړه چې د امریکا په تاریخ کې د دوی په وړاندي اوږد او تاریخ جوړونکی د افغان ولس مقاومت دی، جریان لري. د سولې لپاره موږ ډیر وخت او ډیرې قرباني ته، دا رنګه لوړې  حوصلې او ډیر زغم ته اړتیا لرو.

 د ۲۰۱۸ کال په لومړیو شپږ میاشتو کې موږ امید لرو چې یو محسوس بدلون وګورو، له ښکېلو لورو هم هیله کوو چې د مثبت بدلون په اړه فکر وکړي، که مو پدي برخه کې پرمختګ  ولارو او یا داچې  په دې برخه کې مهم او لوی خنډونه به کوم وي،  په وخت سره به یې ستاسي دوستانو سره شریک کړو.

زه له ګردو ملګرو او دوستانو مننه کوم چې د سولې منډو کې زموږ ترڅنګ دریدلي او موږ یې تر دې مهاله یوازي نه یو پري ایښي.

 

زموږ ګردو ملګرو  لپاره ځانګړې دعاوي کوئ، چې الله Y موږ له انحراف، معاملې او ناسمو کړنو څخه وساتي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply