زه به تا ستا له دوستانو وپيژنم

0 1,375

زه به تا ستا له دوستانو وپېژنم
زرغون
مشهور متل دی چې وایي «زه خو تا نه پېژنم خو ته ووایه چې دوستان دې څوک دي چې په دې توګه تا وپېژنم» او دې ورته بل متل هم دی چې وایي مرغان هغه سرکیني چې بڼې یې یو شان وي. دغه متلونه مې ځکه یاد کړ چې په دې ورځو کې یې عملي بېلګې له ورایه ځلېږي. په دې ورځو کې د مفسدینو، غلو، داړه مارانو، یرغملګرو، مافیایي ډلو، جنګي مجرمینو، لوټمارو او نورو ډول ډول بدمعاشانو د یو بل مرستې ته د خواخوږي له مخې نه بلکې ددې پاره وردانګلي چې داسې ګڼي یو پر بل پسې د هر یونوبت رارسېږي.
هغه شپه مې د تلویزوین په پرده د بلخ پخواني والي عطامحمد د کوڅي اوبازار د بدمعاشانو غورې دربې لیدې چې ویل یې:«با مشت کوبند بر فرق … می کوبم، جنرال صاحب عبدالرازق تنها نیست ما در همه ولایت با هم هستیم.» ده رښتیا وویل ځکه چې له ده مخکې ظاهر قدیر ان د کندهار په غونډه کې حکومت ته خبرداری ورکړی و چې که دده میلمه (عطامحمد نور) ته په دولس ساعتونو کې کندهار ته د ورتلو اجازه ورنه کړل شي نو حکومت دې له ځانه ګیله وکړي. هغه مهال عطا محمد نور غوښتل له مزارشریفه په الوتکه کې د کندهار غونډه کې د ګډون به موخه هغه ولایت ته لاړ شي خو الوتکې ته یې د الوتنې اجازه ورنه کړل شوه، ظاهر قدیر ټول پېژني دا هغه سړی دی چې یو خت په تخار کې د سرحدي لوا قوماندان و نور خو یې لاپرېږده ان په خپل موټر کې د هیرویینو لېږد پرمهال ونیول شو خو څرنګه چې د کرزي لالا عصرالفساد واکمني وه چا پوښتنه ترې ونه کړه. دده په اړه بله مهمه خبره داده چې دی(ظاهر قدیر) په دې ورځو کې تر ډېره د ډیورنډ کرښې په اړه ستونی څېروي او څوک پوهیږي چې دا موضوع هم د هغه لوري چې ټول یې پېژني په اشاره ددې له پاره دومره یادوي چې د خلکو په ذهنونو کې دا موضوع ورپیچکاري کړي چې دا مسله نوره خلاصه ده. داسې هم ویل کېږي کله چې ظاهر قدیر په ننګرهار کې د سرحدي لوا قوماندان و، پاکستاني ځواکونه په ګوشته کې له پخوانیو پوستو څو کیلومتره رامخته شول چې له تردید پرته له معاملې پرته یې دغه کار نه دی کړی خواوس بیا همدغه ظاهر قدیر د ډیورنډ چیغې وهي. دی هغه د کندهاریانو خبره نورې ډېرې الې هم لري. دغه راز، یو بل ښاغلی همایون همایون چې په دومره لنډه موده کې خدای خبر څه ډول او له کومې لارې میلیونر شوی او د ولسي جرګې د لومړي نایب څوکۍ ګټلو له پاره یې له یومیلیون زیات ډالر لګولي، ده هم د عطا محمد نور په ننګه ولاړ دی. یو وخت د اداري فساد پر ضد مبارزې عالي ادارې پخواني رییس ډاکترعزیزالله لودین چې اوس یې له دې نړۍ سترګې پټې کړي، په ډاګه کړهې وه چې ښاغلي همایون د ملي اردو د البسې په تړون کې میلیونونه ډالر درغلي کړې. همدغه راز، په خوست کې د ځمکو غصب په ډېرو قضیو کې هم ښکېل ګڼل کېږي. د هلمند اخوندزادګان هم ملي شوي او له خپله اند د ملي یووالي ؟! اندېښمن کړي په داسې حال کې چې د دوی مشر ورور شیرمحمد اخندزاده چې کله د حامد کرزي په عصر الفساد کې د هلمند والي وو یوازې رسمي دفتر کې یې ۹ ټنه تریاک ساتلي وو. د هلمند پر مظلوم اوس ددې کورنۍ پر ظلمونو او نارواوو کتابونو لیکل کېږي خو عبدالحی اخند زاده چې د هندوستان له کوم پوهنتونه یې د زده کړو جعلي سند خدای خبر په څومره ډالرو رانیولی، په ولسي جرګه کې په ډېره غصه وایي عطامحمد نور پرحقه دی او له دندې دهغه لرې کول د ملي یووالي په زیان دي. هاخوا لالی حمیدزی چې کله ددوستم ترڅنګ ولاړ وي کله یې نوم د چټلیو لکه د شرابو قاچاق او نورو په نوملړ کې راوتلی وي، هم ګواښ کوي چې عطامحمد نور دې پر خپله څوکۍ پاتې شي. د کندهار امنیه قوماندان عبدالرازق جان هم چې یوازې په یوه شپه کې له سپین بولدک تر کندهاره تلونکو زرو لاریو له هرې یوې زر افغانۍ اخلي، هم د عطامحمد نوم په ملاتړ ویاړي. دوستم لالا خو پر پرځای پرېږده چې که د پخوانیو جنګي جرمونو یادونه یې پرخپل ځای پرېږدو چې کتابونه پرې ډکېږي، پرسادیزم ناروغي اخته او یوازې د طالبانو له ماتې وروسته په داسې جنیاتونو لاس پورې کړی چې ژبه یې د ویلو او قلم د لیکلو توان نه لري، له لرې یانې په ترکیه کې له تبعید ځایه د خپل قسمي او خوني دوښمن عطامحمد نور د ملاتړ ټټر وهي. په دغه ځای کې ډېره حیرانونکې د یو شهروند، دمدني او بشري حقونو سرسپارلي؟! له ډنمارکه راغلي د مدني ټولنې او بشري حقونو سرلارې ملک ستیز ملاتړ دی. دغه سړي د بهرنیانو میلیونونه ډالر چې له تردید پرته یې د ټول افغانستان په نوم ترې اخیستي وو څه خپلو جیبونو ته وهلي او یوه برخه یې یوازې د یوې ژبې پر چوپړ لګولي، دی هم په ښکاره اوس د خپل فکر او اند خلاف د بشري حقونو ناقض او جنګي مجرم عطامحمد نور په ملاتړ ژبه او قلم چلوي.
په دغه ځای کې بله مهمه مسله داده چې ځینې متعصبې، مزدورې او اجیرې رسنۍ له مفسدینو او جنګسالارنو سره د حکومت مبارزې ته د غلجي او دوراني د اختیلاف رنګ ورکوي چې په هیڅ ډول اساس او بنست نه لري. که داسمه وای نو ظاهر قدیر او همایون خو دورانیان نه دي نو ولې د ولسمشر غني پرضد ستوني څېروي او بیا جبار قهرمان خو هم غلجی نه بلکې دورانی دی چې د غني په ملاتړ که نه وي ولاړ د مفسدینو پرضد خو دی. دا اوسنۍ خبره هم نه ده دغو خلکو ډېر پخوا دا ډول هڅه کړې. یو وخت احمد شا مسعود، عبدالرحیم غفورزی ددې له پاره د جلاوطنه حکومت لومړی وزیر کړی و چې په خټه محمدزی او د مسعود په اند د غلجي طالبانو پرضد وسله تې جوړېدی شوه، زه د فقید غفورزي په اړه څه نه وایم خو که دی د مسعود په دغه نیت پوهېده نو سخت تېروتلی و.
اوس ښکاري چې مسله یوازې د مفسد او غیر مفسد ترمنځ ده، نه د ځینو نورو مردودو انګیرنو پربنسټ. په دې سره په پیل کې هغه دواړه متلونه ټیک رښتیا کېږي چې وایي: «زه خو تا نه پېژنم خو ته ووایه چې دوستان دې څوک دي چې په دې توګه تا وپېژنم» او دې ورته بل متل هم دی چې وایي مرغان هغه سرکیني چې بڼې یې یو شان وي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply