د امریکا ډالر درد لري، مرګ نه!/ ډاکټر ګل مرجان منګل

0 992

کله چې د امريکا ولسمشر ټرمپ د 2018 ع کال سهار د خوب څخه راپورته شو وړاندې له دې چې چا ته د نوی کال مبارکي ووایې نیغ په نیغ یې پاکستان ته د تویت له لاري  خپل پیغام《 پاکستان موږ غولوي او پر موږ یې د احمقانو ګمان کړی دی ، پدې ۱۵ ورستیو کالنو کې یې د امریکا څخه تر درئ دیرش زره میلیونه زیات ډالر وړی دي، دوی تروریستانو ته پنا ځای ورکړی افغانستان ته یې راليږي زموږ پر وړاندې یې جګړې ته تیاروي》 ولیږه.
زموږ په اند دا د پنځلس کالونو او د ۳۳ بیلیونو ډالرو خبره نه ده کومه چې ټرمپ اوس وکړه، نږدې څلویښت کاله کیږی چی  پاکستان لکه د غنمو د کندو  موږک سوړه جوړه کړی همدا د امریکا  ډالر دي چې د پاکستان څخه یې پاکستان جوړ کړ، پمپ کیږي، همدا ډالر دي چې امریکا به افغان مهاجرو او مجاهیدو ته رالیږل یو کمه اندازه به یې افغانانو ته ورکول نور به یې ټول پر خپل نظام په ځانګړی توګه پر نظامي برخه کې مصرف کول، همدغه ډالر وو چې پاکستان څلویښت کاله وړاندې له لوږې مړه کیده نن یې د هند په شان د یو ستر هیواد سیال کړ د افغانانو په وینو یې اتوم بم جوړ کړ.
همدغه د امریکا ډالر وو چې پاکستان یې دومره نشه کړ لکه موږک چی د شرابو  له کټوې راوزی د پیشوګانو د قوم پوښتنه کوی همداسې یې سترګی سرې شوي افغانستان یې د ځان پنځمه صوبه وبلله.
همدارنګه همدغه لنګ تړلو ته  امريکايې ډالرو دومره  جرات ورکړ دومره یې سپين سترګي کړل چې د افغان پر خاوره ډیورنډ فرضي کرښه یې خندق او اغزن سیم راتاو کړ.
پاکستان نه دین پیژني نه د ډالر په مقابل کې ایمان او ړ ټینګې دی ، هر وخت چی موقع په لاس ورشي او ورغلي ده، حتا د خپل ناموس له پرتوګ هم تیریږي خو چې ډالر وي خرڅوي یې لکه افغان طالبان یې چی  په ۲۰۰۱ م کال کي پر امریکا باندې  خرڅ کړل .
د طالبانو به هیر وي خو د افغان ولس ښه په یاد دي د یولسم سیبتمبر له پیښې وروسته کله چې په امریکا کې لوړپوړیزه ودانۍ ونړول شوي، ګوته یې اسامه بن لادین ته ونیول شوه کوم چی طالبانو زړه ته تیر میلمه باله په افغانستان کې چوبوه، چی بیا بلاخره د پاکستان د پوځ په خیټه کې ووژل شو، امریکا وغوښتل چې پر افغانستان یرغل راوړي همدغه پنجابيان راولاړ شول طالبان یې په ښه لوړه بیه پر امريکا د ښو ډیرو ډالرو پر وړاندې لکه پسونه داسې وپلورل، د همدغه پاکستان نظامیانو پر طالبانو لاسونه وتړل لاس تړلی یې امریکا ته پداسې حال کې وسپارل چی ډیره  ژوره او پخه انډيوالان یې هم ورسره لرله ، حتا د ټولو نړیوالو قوانینو بر خلاف یې د طالبانو د همهغه وخت سفیر په پاکستان کې لاس تړی امریکا ته د ډالرو په مقابل کې ورکړ، د سفیر  په شمول ټول طالبان ګوانتانامو ته یوړل شول په کالونو کالونو بدون له محکمي وساتل شول چې ځينې اوس هم لا په ګونتانامو کې پراته دي، خو همدغه طالب بیا په هم هغه سترګو همدغه پاکستان ته ورغی بیا یې ټوپک په لاس کې ورکړ، بیا یې د خپل هیواد او ولس پر وړاندې اسعمال کړ افسوس چې  لا همدغه لړۍ روانه ده، د طالب برعکس  نور افغانان بیا  دا څلویښت کاله  کیږی چې نړۍ ته چیغې او  سورې وهې همدا خبره کوي وايې چې پاکستان تبا کړو! پاکستان بر باد کړو! پاکستان سټ کړو! پاکستان وسو، پاکستان مو جوماتونه، ښونځۍ، روغتونونه،پلونه سړکونه، بندونه، کورونه او ودانۍ راته تکه تکه کړل، په میلیونونه افغانان یې راته شهیدان کړل، په لسهاوو زره راکیټونه یې زموږ پر خاوره راګذار کړل خو تر نن پورې هیڅ چا د افغانانو اواز ونه اورید.
افغانانو دومره دردونه له پاکستان څخه لیدلي دي او بیا یې دومره چیغې او سورې نړیوالو ته وهلي دي  خو د امریکا په شمول یې تر نن پورې هیڅ چا اواز نه دی اوریدلی ځکه خو افغانان د ټرمپ پر خبرو چې د پاکستان پر وړاندې یې تازه  وکړې تر هغه باور نه شي کولای تر څو افغانان د امریکا یو مالوم ګام په خپلو سترګو ونه ګوري چی د پنجاب پر وړاندې یې اوچت یا وانخلي. افغان ولس د ټرمپ سره بلکل همغږی دي، پاکستان نه تنها دا ورستي پنځلس کاله بلکی دا څلویښت کاله کیږی چې امریکا ته بازی ورکوي، دا اتوم بم چی پاکستان لري دا ټول د امریکا د ډالرو نتجه ده چې امریکا یې لوشلي ده، افغان ولس په کلکه له امريکا غوښتنه کوي چې د پاکستان سره  د هر ډالر ریښتنی حساب وشي، نور ډالر ور نه کړل شي، او له پاکستان څخه په کلکه  وغواړي چې نور ددې افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه کوي.
همدارنګه موږ د افغان چارواکو هم غواړو چی فعاله ډیپلوماسي په کار واچوي، امریکا دې ته وهڅوي چې د پاکستان سره رښتيا حساب کتاب وشي او امریکا وهڅوي تر څو د پاکستان سره د تل لپاره روابط ختم کړي.
مننه
ډاکټر ګل مرجان منګل
2/1/2018

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply