لس کاله کيږي په کندهار کي د روان جبر، ملک الطوافي او…./ خالد هادي

0 895

لس کاله کيږي په کندهار کي د روان جبر، ملک الطوافي او لنډغريزم پر وړاندي مي په کلک هوډ سنګر نيولي .
لومړنی کس وم چي د کرزيانو ،ويسا ، رازق او دهغوي د کوتریانو او ټوپکیانو په وړاندي مي خپل ږغ پورته کړی دی .
ددوي د منځه مي وجدان هغه وخت تکان وخوړ چي:

د احمدولي کرزي د طالبانو ډله مي ليدل چي په ښار او ولسواليو کي به ئې دده لپاره ترورنه کول .

د يوسف او منګل د وسلوالو ډلي مي ليدلې چي د عینو مېني د کاميابه کيدو لپاره به ئې د سرمايه دارانو اولادونه اختطاف کول او موټر بم چاودني به ئې په ښار کي کولې تر څو شتمن خلک د عینو مېني امنيت ته اړ کړل سي.

د همدې مافيا په ناولو لاسو مي د لس زره قومي او بانفوذه کندهاري مشرانو او روڼ اندو ځوانانو مرموز قتلونه ليدل تر څو په کندهار داسي څوک پاته نسي چي د کرزيانو د مافيا په وړاندي راپورته سي .

د قيوم کرزي انحصار مي ليده چي د کندهار د هر کاروبار مخه ئې ډب کول او له خلکو ئې په زوره شراکتونه غوښتل ججې غوښتې او د ښاروالۍ له لاري به ئې د هغوی کاروبارونه ګواښل .

د حامدکرزي خيانت مي ليده چي د سيکيورټي کمپنيو د بندولو په پلمه ئې د قيوم کرزي وطن سيکيورټي او د احمدولي کرزي د روح الله سيکيورټي کمپنيو ته د ناټو ، او امريکايانو ټول قراردادونه ورکول.

د محمود کرزي ملیارډر کيده مي ليدل چي په څه رنګه ئې د کابل بانک اته سلنه شير واخيسته ،څنګه ئې د جبل سراج د بورې فابريکې شراکت ، دهلمند تصدي،د هرات صنعتي پارک ، دتورغونډي او حيرتان د تيلو ، غنمو او زړو اوسپنو د زخايرو په پلمه له تجارانو پيسې ټولول شروع کړل .

د احمد ولي کرزي او رازق د هيريونو او تارياکو نیټورک مي ليده چي د پوليسو په موټرو او احمدشاه ابدالي بسونو کي به ئې هره ورځ د کندهار او هلمنده په بوجيو بوجيو مخدره مواد د هيواد شمال ته انتقالول

د رازق لخوا د بولدک د ګمرکاتو د محصول چور، په ولسواليو کي د طالبانو سره تړونونه هغوي ته لار ورکول چي نورو ولايتونو ته ولاړ سی، د تادين د پيسو ټولولو زنځيرونه او شخصي زندانونه مي ليدل چي څرنګه ئې د ولس او بيت المال باندي چور جوړ کړي وو .

د ټريالي ويسا ، سيجان خرکريزوال ، نجيب احمدي ، روشن او لسګونو ريسانو او قومندانانو د کاغذ پر مخ اجرات مي ليدل چي په حقيقت کښي به هيڅ هم نه وو او پيسې به ئې تر حامد کرزي او وړونو سره شريکولی .

داسي په سلګونو ملي خيانتونه چي عام خلک بيخي ترې خبر هم نه وه زما د سترګو په وړاندي روان وو چي زما وجدان ئې په اړه چپ نسو پاته کيدلای او خپل ږغ مي پورته کړ .

تهديد ئې کړم ، په مرګ ئې وګواښلم ، په ملي امنيت ئې بندي کړم ، د همدې رازق په مخ کي دولايت په مقام کي دننه توريالي ويسا زما د وژلو ناکامه هڅه وکړل . په لويه څارنوالي کې ممنوع الخروج کړم . زما هره هڅه هر ارمان ئې را سبوتاژ کړ . خو بيا هم خپل وجدان ته تر ننه نه يم ستړی سوی . چا په شخصي عقدو تورنولم چا به په قومي مشکل، چابه مي مور خور او ناموس راښکنځل ، چابه په ناروغ چا به د کندهار بدنامه کوونکي يادولم .

خو نن ورځ په کندهار کي د لغړيانو او د کرزيانو د لنډغرو اصلي څهرې را څرګنديدلو سره زما د لس کلني مبارزې پر هره کرښه د تاييد مهر ووهل سو.

او هغه ورځ ليري هم نده چي همدا کندهاريان به د عبدالحد کرزي او احمدولي کرزي مردار مړي د قبرو راوباسي او په ډيران به ئې غورځوي او هم به همدا کندهاران به د حامد کرزي پر مخ د لعنت ناړي ورتوکي .

هغه مبارزه چي په انفرادي شکل مي پيل کړ اوس د زرګونو کندهاري ځوانانو په انقلاب بدله سوې اوس د يوه خالد هادي په چپ کولو د ظلم ، ترهي او فساد پر ضد دا چغي نه ورکيږي او نه چپېدای سي

هغه زړه به له توپانه په امان وي
چي کيښتۍ غوندي د خلکو باربر دار سي

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply