متن او جګړه / احسان الله درمل

0 1,058

متون د تعبیر او تفسیر له مخې دوه ډوله دي؛
ـ ډینامیک، سیال یا جاري متون.
ـ سټاټیک، ساکن یا پر ځای ولاړ متون.
ډینامیک متون هغه دي چې تعبیر او تفسیر یې یو نه وي، لکه روانې اوبه هره شېبه بل وړ وي او د لوستونکیو په شمېر تعبیرونه او تفسیرونه لري.
سټاټیک متون هغه دي چې یوازې یو تعبیر او تفسیر لري او د لوستونکیو احساساتو او تمایلاتو ته پکې د دخل ځای نه وي.

ډینامیک متون د زمان، مکان او د لوستونکیو د رواني حالت د توپیرونو له مخې رنګا رنګ ماناوې خپلولای شي، يانې دا متون د سیال مظروف په څېر د لوښي شکل اخلي، خو سټاټیک متون له زمان، مکان او د لوستونکیو د رواني حالت له تفاوتونو ازاد دي.

ولې یو متن ډینامیک وي بل سټاټیک؟
د محتوا له مخې، که د متن محتوا د حسابېدو، حس کېدو، اندازه کېدو او تجربه کېدو وړ نه وي؛ نو متن ډینامیک شکل اخلي او که محتوا د حسابېدو، حس کېدو، اندازه کېدو او تجربه کېدو وړ وي، متن ساکن یا سټاټیک شکل اخلي.
د ډینامیک متن بله ځانګړنه دا ده چې د خپلې محتوا د ظهور او تجسم له‌پاره د احساس او تخیل مرستې ته اړ وي، خو سټاټیک متن وچ وي او د عاطفې او تخیل تداخل ته پکې اجازه نه وي.

د ډینامیکو متونو پر محتوا اختلاف اصل او اتفاق استثنا ده او د سټاټیکو متونو پر محتوا برعکس، اتفاق اصل او اختلاف استثنا ده.
مثلاً په ټول بشري تاریخ کې داسې شېبه نه‌شئ موندلای چې د ماورا الطبعيت په اړه دې ګرد انسانان یوه خوله شوي وي، د دې محتوا په اړه بشري اختلاف تل یو اصل و او دی اما ممکن کله کله په استثنایي ډول د څو کسانو تصور سره ورته وي.
له بلې خوا طبابت وایي چې د انسان په بدن کې په اوسط ډول پنځه لېټره وینه ګرځي، د دې محتوا په اړه اتفاق اصل دی اما و دې شي چې د یو نیم انسان وینه په استثنایي ډول شپږ یا څلور لېټره هم وي.
د علم د تاریخ له مخې ممکن یو متن یو مهال ډینامیک وي او وروسته سټاټیک شي یا برعکس.

ټول دیني او هنري متون ډینامیک متنونه دي، ځکه چې نه د دین تفسیر یو دی او نه د هنر او ټول ساینسي متون ساکن متنونه دي چې ممکن یو وخت ډینامیک هم شي.
په تیارو پېړیو کې به کلیسا هغه کسان وژل چې له ډینامیک متن څخه به یې د دوی له خوښې پرته بل تعبیر کاوه. اروپایي رنسانس متون کټګورایز کړل او له ډینامیکو متونو څخه ګڼ تفسیرونه یې د اصل په توګه ومنل. دې خبرې فردي ازادۍ ته لاره پرانیسته او د جګړې پر تابوت مېخ ټکوهل شو.

موږ لا هم له ډینامیکو متنونو سره په متحجر ذهن او د ساکن متن په څېر چلند کوو، خپل تعبیر وروستي ګڼو او زموږ تر تفسیر پرته بل هر تفسیر د کفر معادل. حال دا چې د بل انسان رواني شرایط، پوهه، زمان، مکان او شرایط له پامه غورځوو چې د ډینامیکو متنونو د متفاوتو تعبیرونو اصلي لاملونه دي.

موږ لاره غلطه کړې، چېرته چې اختلاف اصل دی او باید په ورین تندي ومنل شي، هلته استثنا اصل غواړو او دا د جګړې او افراطیت لومړنی زړی دی. کومې ټولنې چې له دې دوه ډوله متونو سره د هغوی د ځانګړنو له مخې مناسب چلند کوي، په سوله او مینه ژوند کوي او د پرمختګ لهپاره ساکن متون تولیدوي، خو کوم خلک چې زموږ غوندې د اصل او استثنا توپیر نهشي کولای، یوازې د یو بل ایمانونه تلي.

هره ورځ نیم شهیدان وي نیم غازیان. نیم جنت ته روان وي، نیم دوزخ ته او بالاخره ټوله انرژي د ډینامیکو متونو لهپاره د واحد تعبیر په پیدا کولو لګوي، دا تعبیر یا پر نورو په زور مني او یا د مخالف تعبیر لرونکي مرګ روا ګڼي.

سرخط ورځپاڼه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply