د ښځو د ازادۍ خبره / جمشيد غزنيوال

0 1,204

په دې هکله ګڼ بحثونه کېږي، څوک ښځو ته ازادي يو ډول تعريفوي او څوک يې په بڼه بيانوي. ازادي په کوم مفهوم؟
ازاي په يوه تعريف د خپلو انتخابونو او اختياراتو داسې کارولو ته وايي چې د نورو حريم پکې نقض نه‌شي. د ښځو د ازادۍ په هکله ډېر شکونه هم کېږي، څوک يې د غرب دسيسه ګڼي، څوک يې ښځو ته د رسېدو ازادي بولي، چا ته يوازې شعاري خبرې ښکاري او ځينې بيا وايي چې که دغه ازادي په هر مصداق کره هم وي، تر ګټه يې زيان زيات دی، ځکه دلته شعور په هغه کچه نه دی چې خلک دې مفاهيم پر خپله مانا درک کړي.

يوازې ازادي نه، د ډېری اجتماعي پديدو په اړه مطلق توافق نه‌شته. ځينو ته ازادي دا ښکاري چې تر هر حد تېرې شي، ځينې بيا ازادي هغه بولي چې د بل په تاوان کې ګټه وکړي، ځينې بيا له خپلې کمپلې سره خپلې پښې سمې غځوي او ازادي په داسې مفهوم پېژني چې يوازې د خپلو حقوقو د پايمال مخه ونيسي او دا وروستی ډول يې تر ډېره معقول هم دی.

د حق په هکله هغه مقوله خورا مشهوره ده چې ورکول کېږي نه، خو اخيستل کېږي، خو زما په باور، ښځې دې د هغو حقوقو پر ماهيت لا زياته څېړنه وکړي چې د نارينه‌وو له خوا ورته تشويقېږي.
يو وخت چا ويلي وو چې موږ د پروړې «بوسو» صفت وکړو، خلک ځان ته اخوران جوړ کړي. په دغه خبره کې پيغام دا دی چې يو يو ځل د غوږ د کتلو تمرين په سپي پسې تر منډې وهلو هم اسانه دی، هم ګټه لري.
زموږ په هېواد کې د ښځو د ازادۍ خبره له مذهبي اړخه هم ځپل کېږي، حتا له ښځو هغه ازادي هم د مصلحت او سد للذرائع «د بدي د احتمالي پېښېدو د مخنيوي» په نامه سلبېږي چې مذهب هم بنديز نه پرې لګوي.

هغه ښځې يا نارينه چې د فمينزم په برخه کې هڅه کوي، له مذهبي ادرسه ډاډ تر لاسه کول ورته مهم دي، ځکه که په مذهب کې مطالعه نه وي، د ځينو مداريانو په لاس کې ستاسې پر وړاندې د هغې لومې کار ورکولای شي چې ستاسې د الوت مخه ونيسي.

د ازادۍ د مفهوم ډېر اړخونه ټولنه په ټولنه تفاوت پيدا کوي، د يوې ټولنې ازادي په بله کې بغاوت ګڼل کېږي، د بلې بنديز په بله کې ازادي نومېدای شي او…
خو يو شی چې د ټولو تر منځ شريک دی، هغه دا دی چې ښځې ته د انسان په توګه د هغه اختيار حق ورکول لازمه چاره ده چې دا يې غواړي او بل ته يې زيان نه اوړي.

 

سرخط ورځپاڼه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply