رټلی مهاجر / عبدالواحد رضوان‌زی

0 703

د پاکستان په ریګي او سختو ګرمو کيمپونو کې مېشت افغان کډوال د روژې میاشت او لوی اختر ته ډېر خوښېږي، په روژه کې مهاجرو ته د پنجابي خیریه ټرسټونو له لوري دال، لوبیا، غوړي او وړه ورکول کېږي او په لوی اختر کې ورته د عربي موسسو له لوري غوښې راځي.

د پاکستان په سوځنده ګرمي کې افغان کډوال په اوږدو قطارونو کې په داسې حال کې چې د خولو سېلابونه پرې روان وي، ولاړ وي. دا حالت به ما ته ډېر دردوونکی و، داسې حالت زما ذهن نه مانه. ما اورېدلي وو چې سردار داوود خان ته د عربو شیخانو ویلي وو چې افغانان د کار له‌پاره سعودي ته راولېږه، سردار ورته ویلي وو؛ افغانان دومره خوار نه دي چې د عربو دښتې ابادې کړي، زیاته کړې یې وه چې افغانان کار ته درلېږم، په دې شرط چې سهار به یې په الوتکه کې وړئ او ماښام به یې بېرته په الوتکه کې راولئ. ما ویل د داسې مغرور او سرشاره وطن خلک څنګه کېدای شي چې د تورلېنګي خیرات ته دې په قطار کې ولاړ وي، د سردار داوود خان اروا به څومره ناارامه وي.

ډېری وخت د یو کیلو غوښې د تر لاسه کولو له‌پاره د خلکو انتظار تر ساعتونو اوږد شي، له ګرم لمر څخه د پناه یوازېنۍ وسیله به څادر و چې مهاجرو به پر سرونو اچولی و.

په دې موادو کې به ملکانو، اربابانو او جهادي مشرانو تر نورو ډېر سهم غوښت، په پټه او په ښکاره چې په هر ډول به یې وس وشو یوه ګنډه او غوټه به یې څنګ ته کوله. اخواني بغاوت او د تورلېنګیو لښکرو دا غیرتي او متمدن ملت د پنجابیانو د دالو او د عربو خوسا غوښو ته په ګونډو کړ، یو ستر ملت یو تاریخي ملت یو امپراطور ملت څو د دین دلالانو او د شیطان لښکرو نسکور کړ، شمله پرېوته او لونګۍ د دووس په سر شوه.

فورمې به راغلې ویل به یې مهاجر دې دا ډکې کړي، د کور، کورنۍ د غړيو او د وطن پته مو ولیکئ، څو میله وسله لرئ و یې لیکئ، څه کار کوي؟ افغانستان ته ځي که نه ځي؟ څوک خپل خپلوان خو به دې بره کار نه کوي. د ځينو مهاجرو په شیطانت به پاکستاني پولیسو د هغو بېچاره غریبو مهاجرو مهاجرکارټونه بلاک کړل چې په وطن کې به یا پولیس و یا به د بانک ساتونکی و.

مهاجر ډېری وخت خپلو پنډغالو پورې محدود وي، له پنډغالي ورته د وتلو اجازه نه وي، کوم مهاجر چې له یوې سیمې بلې سیمې ته ځي د پولیسو په لیدو سر ټیټ واچوي ایت کرسي پر ځان چوپ کړي، پولیس چې څنګه موټر ته وخېژي مستقیم پرې ور غږ کړي؛ مهاجره پاڅه!
مهاجر له موټره کېباسي، که په پیسو کې جوړ راغلل بېرته یې همالته پرېږدي او که نه تاڼې ته یې بوځي بیا به وکیل و، محکمه وه او قاضي به و، په پای کې یې باډر پاس کړي.

د مهاجرو توهین تر دې رسېدلی چې په ښکاره پیسي نه‌شي ګرځولای، کله چې پیسې ورسره وي د پولیسو له وېرې یې مېرمنو ته ورکړي، عزت، ناموس او پت هيڅ هم پاتې نه‌شول، پنجابيانو د ډېرو مهاجرو پر کورونو چاپې وهلې او لا یې وهي، څوک چې د یو هېواد سفیر لوڅ لغړ امریکایانو ته سپارلای شي، هغوی ته د عادي مهاجر عزت او پت څه مانا لري؟ مهاجر بیا هم پروت دی، وایي چې وطن کنډواله نه کړم ، نظام نسکور نه کړم، له دې هېواده بیا د اختر ټال جوړ نه کړم، دا ټول اوسېدونکي یې چې هجرت یې نه دی کړی او په کفر راضي دي و نه وژنم دا د کفر جوړ کړي سړکونه، ښوونځي، عامه تاسیسات وران نه کړم تر هغې له تورخمه اخوا اوښتل کفر دی. وایي، له تا خدای د سړک او ښوونځي پوښتنه نه کوي له تا د اسلام پوښتنه کوي، څښتنه چې دا کور مغزي او مټکور خو دې په دې وطن کې نه وای پيدا کړي.

پر مهاجرو هيڅ ډول رحم نه کېږي چې څه یې له وسه کېږي پرې کوي یې، د برېښنا بیلونه او پیسې پرې له ځانه اچوي، چې کله یې خوښه شي برېښنا پرې بندوي، بیا مهاجر څو سپین‌ږیري سره راټول کړي د مختلفو پاکستاني ملکي او پوځي چارواکيو ورونه ټکوي او د پاکستانیو په خبره د رحم اپیل ترې کوي، ډېری وخت اوبه او برېښنا نه وي، د مهاجر نه خوب وي او نه هم روزګار، د سختیو شپې او ورځې دې تېروي یې، خو خپل وطن ته زړه نه ښه کوي. کچالو او الوګان به پلوري، د تورلېنګیو ماڼۍ به پاکوي، په وطن پسې به بد وایي، وایې هغه چا وطن کړ، هغه نه جوړېږي، هغه وطن ته ښېرې شوې دي، موږ په پاکستان کې پاتېږو افغانستان څه په تندر ولئ.

پاکستانیان چې چېرته افغان کډوال ګوري همدا ترې پوښتي چې مهاجره کله به ځې، لارو کوڅو کې ورپسې د مهاجر په نوم چيغې وهل کېږي، دوکانونه او کورونه یې چور کېږي، د هغوی له اجازې پرته چېرته تللای هم نه‌شي، د «مهاجره کله به ځې» په جمله ډېر وخت سره پاکستانیان او مهاجر لاس او ګرېوان شوي هم دي. ډېرو قوماندانانو او خپلو لاسپوڅو ته یې ځانګړي کارټونه ورکړي چې د اړتیا پر مهال یې پولیسو ته وښیي او ازاد تګ راتګ وکړي.

د هجرت موخه او مقصد خو دا دی چې په خپل وطن کې دې دین، مال او عزت خوندي نه وي، بل ځای ته د دین، مال او ناموس د خونديتوب له‌پاره ولاړ شي چې هلته د دې شیانو خونديتوب تضمین شي او ته خپلې چارې په ازاد ډول پر مخ یوسي، کله چې هلته ستا هجرت تا ته پېغور ګرځي دین، مال او ناموس دې پکې له خپل وطنه ډېر نامحفوظ وي بیا د هجرت څه مانا؟ ایا دا هجرت دی؟ ولې په خپل وطن کې ازاد او په عزت ژوند نه کوي.

د سړي له زړه وینې وڅاڅي ډېری دا مهاجر دومره محب پاکستان دي چې خپل هېواد ته ښکنځلې کوي، خپل جنت وطن دښمن ته یې پخپلو کورونو کې پناه ورکړي او خپل بچیان د ځانمرګيو بریدونو له‌پاره ټروریسټانو ته ورکوي چې د قیامت په ورځ د دوی شفیع شي. هلته به یې په ګرمي کې په شل روپو یخ جنګ وي دلته د کابل واورې د ځانمرګيو بریدونو د قرباني شویو وطنوالو په وینو سرې کوي.

ملایان په منبر ناست وي؛ د مکر اوښکې تویوي، له خولو یې ناړې بادېږي، د غریبو مهاجرو بچیان د جهاد په نوم د تور پنجاب، ایران او نورو زبرځواکونو نیابتي جګړې ته د جهاد په نوم رالېږي. هلته چې د کوم غریب زوی لږ سر راپورته کړي دوی یې پلار وهڅوي چې زوی دې ځانمرګي ته وقف کړه، هغه خپل زوی اماده کړي دوی یې مغزشویي وکړي دلته چې راشي پر مسجد، عامه تاسیساتو او پر امنیتي ځواکونو ځان والوزوي، ډېری وختونه داسې هم شوي چې د تنکیو ځوانانو مغزشويي وکړي له کوره وتښتي بیا خپل مور و پلار ته هم د مرګ ګواښونه کوي.

لنډه دا چې دوی د خپل وطن ښکلاوې تورلېنګیو ته لوګی کړې دي، د خپل وطن روژه په خوله په لمونځ ولاړ سرتېری وژني، خو هلته پرې پاکستاني سرتېري غوږونه نیسي، سرجي ته په ګونډو وي او د رحم غوښتنه ترې کوي، هلته د پاکستان ګرمیو سټ کړل، دلته د خپل وطن پاکه هوا په بارودو لړي، هغه وطن د اسلام کلا ګڼي، خو د خپلو معصومو وطنوالو شهادت ته هغوی چې پنجابيانو ته یې اسلام ښوولی دی، ګوته په ماشه ناست دي.

بس کړه مهاجره د خدای روی ته وګوره دا د ذلت، بې‌عزتۍ او توهین ژوند پرېږده، ستا عزت، ژوند او سرلوړي ستا په خپل هېواد کې ده چې د انسپکټر صاحب او کمشنر صاحب په دربار کې په ګونډو یې، اخېر د افغان نوم درپسې دی، دا نوم نور مه شرموه، ارزښتونه دې راتباه کړل، بنسټونه دې راونړول، پوهان دې له تېغه تېر کړل، نور نو د غلام له غلامۍ لاس په سر شه!

سرخط ورځپاڼه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply