که خوب نه درځي

0 776

ډېری خلک سر ټکوي چې په خوب پسې یې سترګې په وتو دي، خو ډېری نور بیا وايي، خوب یې دومره ډېر دی چې د دفتر په چوکۍ یې هم سترګې پټې شوې وي.
نن په سرخط کې هغوی ته څو تجربې ور ښیوو چې خوب نه لري.
د پینسلوانیا پوهنتون څېړونکي وايي، که چېرې خوب نه درځي، نو ډېره اسانه لار شته چې مرسته در سره کولای شي، څو خوب مو پوره شي.

یاد پوهنتون وايي، که خوب نه درځي، له بسترې مو پورته شئ او په یوه تفریحي پروګرام کې ګډون وکړئ، بېرته راشئ، سترګې مو پټې کړئ، خوب به مو یوسي.
څېړنه زیاتوي، همدا ډول هيڅ‌کله په خپله بستره کې د خوب په تمه کېږئ مه، بلکې وګرځئ، ټلوېزیون وګورئ، مطالعه وکړئ او یا هم نور کارونه… مګر کله چې مو سترګې درنې شوې او پوه شوئ چې د خوب وخت مو دی، بسم الله کړئ او بسترې ته مو ځان رسوئ.

دوی وايي، دا کار یوازې مرسته نه کوي چې هغه مهال خوب درشي، بلکې د دې سبب به وګرځي چې په راتلونکي کې مو خوب نورمال حالت ته وګرځي او له بې‌خوبۍ خلاص شئ.

سرخط ورځپاڼه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply