هر ډول ته ګډیډونکی ولس! / حبیب کامران

0 729

د مازدیګر سترګه په ډوبیدو وه، ستړی ستومان له دفتره د کور په تکل راووتم. عمومي سرک ته په رسیدو مې رنګارنګ زري پوش او ښایسته موټران ولیدل، چې ګڼه ګوڼه یې جوړه وه، له یوه لاروي مې وپوښتل: برادره! څه خبره ده، نن بیا د کوم خان واده دی؟

لاروي په وچو شوڼډو د موسکا ترڅنګ غلي وویل: هیڅ ام نشته، هسې هسې… سبا حکمتیار صېب خوست ته راځي. کور ته ماسخوتن ناوخته ورسېدم، له لمانځه وروسته په کټ کې اوږد وغځیدم، سوړ اسویلی مې وکیښ، نه پوهیدم چې د شپې به مې څه وخت سترګې سره ورغلي وي، چې یو نا څاپه خېښ واخېستم او وبونږیدم. هو… جهاد جهاد کې حلوا نه وېشل کیږي، جهاد کې وېنه توییږي او جهاد کې دې انسان سر او مال له منځه ځي، خو… نه پوهېدم او دا سوال مې تر سهاره په ماغزو کې بې ځوابه پاتي شو، چې څنګه یو جهادي رهبر له قربانیو وروسته دومره دبدبه ولري؟

د سهار سترګه راختلي وه، ویښتان مې سم کړل، او د بازار پر لوري را رهي شوم، بیا هم د پرون خبره وه، ګڼه ګوڼه زیاته وه، شاګردان او محصلین په سرکونو کې بند و، ناروغان او مشران په موټرونو کې ځوریدل او کړیدل، څه باندې نهه نیمې بجې په څه خواریو بازار ته را ورسیدم، موبایل مې وشرنګیده، د موبایل سکرین ته مې وکتل، یو نا اشنا نمبر و، اوکې مې کړ، د هغې له خوا کوم اواز نه راتله، موبایل مې جیب ته کړ او دفتر ته ننوتم· په کوڅو کې د لوډسپیکرونو، موټرونو اوازونه و، داسې خلک مې هم ولیدل، چې فکر نکړم، تر دې د مخه د ښار ته راغلي وي، هر څه ورته نوي ښکاریدل او د لېونیانو په شان به یې یو بل طرف ته کتل، خیرنو جامو او ګرد وهلیو مخونو یې د یو غرني کس شاهدي ورکوله. تلویزون مې چلان کړ، د یو محلي تلویزون څخه پروګرام په ژوندۍ بڼه ښودل کیده، په خلکو کې مې سترګې خښې وې، یو ډولچي ته په لسګونو ځوانان ګډيډل او شنه بیرغونه یې په اوږو او لاسونو کې لیدل کیدل، یوه بیرغ ته ښه ځېر شوم، په بیرغ یې مبارکه کلیمه لا الله الا الله محمد رسول الله لیکلي وه. د خلکو افراطي مېنې حیران دریان کړم، بې له ارادې مې دا جمله له خولې ووته. هر ډول ته ګډیډونکی ولس!

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply