د شهید احمد فرزان د سولې مقالې پوروړی شوم/ سردار محمد همدرد

0 1,494

شهید احمد فرزان زمونږ د هېواد د ځوانانو یوه داسې لویه هستي وه، چې تشه به یې ژر ډکه نه شي. له شهید فرزان سره تر پېژندګلوۍ مخکې هم نوموړي د رسنیو په ډګر کې په بېلا بېلو بحثونو او تحلیلي مقالو کې ځانګړی ځای درلود. د هغه ځانګړنه دا وه، چې کله به یې په ځینو رسنیو کې بحث کاوه، ډېر معقول استدلال به یې درلود، یعنې په بحث کې به یې علمیت، استدلال او ځیرکتیا له ورایه څرګنده وه.

زمونږ د خاورې دښمنانو تل داسې څېرې په نښه کوي، چې هغه د دې خاورې واقعي او رښتیني بچیان وي. د شهید فرزان ځای به خالي شي، خو د فکر لارویان یې زیات دي. زه د دې خاورې دښمنانو ته وایم، چې اوس په دې وطن کې د لوړو او ملي ګټو د ارمانونو لپاره یو لوی انقلاب راغلی دی. ډېری ځوانانو ته شخصي ګټې نه؛ بلکې د هېواد ملي ګټې مطرح دي. تاسو به هېڅکله په دغه ډول خپلو شومو موخو ته ونه رسېږئ.

ستاسو دغه ډول بې رحمانه، پردۍ او وحشیانه کړنې مونږ نور هم دې ته مجبوره کوي، چې دې وطن ته دایمي سوله راولو او دا مظلوم ولس له وېرې، ترهګرۍ او وحشت څخه خلاص کړو. د شهید فرزان په اړه مې مخکې هم و ویل، چې پېژندګلوي مې ورسره د مطبوعاتو په ادرس وه او تل به مې د نوموړي فعالیتونه لیدل. کله چې تېره میاشت هلمند د سولې د یوې پراخه غونډې کوربه و، په دې غونډه کې د سولې د دارلانشا‌ء مشر ډاکټر محمد اکرم خپلواک او نور د سولې شوار غړي هم په کې موجود وو، په دې پلاوي کې یو هم شهید احمد فرزان و. دوی چې کله هلمند ولایت ته راغلل، له شهید فرزان سره مې د وطن پر حالاتو باندې اوږد بحث وکړ.

فرزان لومړی زه تشویق کړم او په خبرو کې یې راته و ویل، چې ته په خپل ماموریت کې بریالی یې. لومړی له فساد سره مبارزه او اصلاحات د غوره حکومتولۍ لپاره اړین دي او وروسته یې په سوله باندې ټینګار وکړ او د سولې په اړه یې و ویل، چې دا وطن یوې دوام داره سولې ته اړتیا لري، په دې اړه باید هر ډول قرباني ورکړو او زیاته یې کړه، چې سولې شورا ته زما له راتګ څخه موخه همدا وه، چې په دې برخه کې باید هڅې او کوښښونه وکړو. بیا یې راسره زما پر هغو دوه مقالو بحث وکړ، چې یوه مقاله تر (افغان سوله بیه نه لري) او بله تر(حکمتیار او راتګ) سرلیک لاندې وې او ویې ویل، چې تا په دې دواړه مقالو کې خپل رسالت ادا کړی دی او ما دواړه لوستې دي. اوس درنه یوه غوښتنه کوم، چې د سولې په اړه یوه ‌ډېره تحقیقي او تحلیلي مقاله ولیکې او مونږ د سولې شورا اراده لرو، چې دا مقالې چاپ کړو، تر څو په دې برخه کې مو هم خپل مسوولیت ادا کړی وي. ما هم له خپلې ژمنې سره سم هماغه مقاله اوس بشپړه کړې ده. د هغه دا ارمان به نه پرېږدو او انشالله دا به چاپ ته سپارو.

شهید فرزان ډېر لوړ استعداد درلود او هر اړخیز شخصیت و. هغه لیکوال، دیني عالم، ژورنالیست او سیاسي مبصرو؛ یعنې خدای تعالی ورته ډېر لوی استعداد ورکړی و. زه د سولې شورا پر مسوولینو هم غږ کوم، چې د شهید فرزان د ارمانونو لپاره باید خپل کار ته ادامه ورکړي او هغه چې کومې طرحې او پلانونو سولې شورا ته ورکړي وو، هغه باید تعقیب شي، څو مونږ خپلو رښتینو هیلو ته ورسېږو.

مونږ به هم شهید فرزان هېر نه کړو او په دې باوري یم، چې تاریخ به یې هم له یاده ونه باسي او د ده لار به د تل لپاره تعقیبوو. په پای کې د نوموړي کورنۍ او ټولو خواخوږو ته تسلیت وایم. د خدای تعالی له لوري ورته د مغفرت هیله کوم. جنتونه یې نصیب شه.

په درنښت!

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply