د انتر کانتینینتال هوټل برید د څېړنې او ارزونې په هنداره کې/ودان روښان

0 831

د کابل پر انترکانتینینتال هوټل برید چې په خپله بڼه کې بې مخینې ګڼل شوی ډېرې پوښتنې راپورته کړي دي.
په دغه برید کې د ځینو رپوټونو له مخې له ۴۰ زیات کسان وژل شوي چۍ ۱۴ یې بهرنیان وو.
په یاد برید کې د نورو ډېرو تېرو هغو خلاف پنځو بریدګرو ګډون کړی و او له همدغه ځایه ښکاري چې یاد برید ډېر مهم او پیاړو استخباراتي شبکو د هغه په پلان او پلي کولو کې رول لوبولی دی او جوتېږي چې دغه برید ځانګړي پیغامونه درلودل چې ځانګړو لورو ته یې رسول غوښتل.
دا ځکه چې په تېرو بریدونکو کې یو یا دوو یا هم درې کسانو ګډون کړی خو په دې وروستیو کې په دغه ډول بریدونو کې کله هم دومره زیاتو بریدګرو ګډون نه و کړی نو ځکه خو هم جوتېږي چې برید په لوړه کچه پلان شوی او ډېر کار او زیات مالي لګښت پرې شوی و.
د دغه برید په اړه ځکه ویلي شو چې ډېر چمتووالی ورته نیول شوی و چې په دې وروستیو کې شاوخوا ۲۰۰۰ پاکستاني ملایانو ځانمرګه بریدونه حرام ګڼلي البته دا یو تصافي کار نه و سره له دې چې په دغه ځای کې به پر پاکستان د ترهګرۍ ملاتړ له امله د امریکا فشارونه بې اغیزې نه وي چې د ترهګریزو ځانمرګه بریدونه حرام وګڼي له بله پلو دا هم لرې نه ده چې له دغه بریده پاکستانیان خبر و نوځکه خو یې د هغه له مسوولیته د ځان خلاصولو له پاره غوره وګڼله چې پر یوه فتوا ځان سپین چرګ کړي او ووایي چې موږ له دې پېښې سره هیڅ راز تړاو نه لرو ځکه چې موږ دا ډول کړنې لا واردمخه حرامې ګڼلې دي.
سره له دې چې په برید کې ۱۴ بهرنیان وژل شوي خو هغه دومره مهم کسان نه وو او نه یې کار او دندې په افغانستان کې د بهرنیو حضور سره کومه اړیکه درلوده او ددوی د حضور اړتیا په افغانستان کې د مسلکي کسانو تشې رامنځته کړې وه ځکه چې ۱۰ یا ۱۱ کسان یې د کام ایر شرکت کارکونکي وو چې له سیاست سره یې هیڅ راز تړاو نه درلود.
خو د پېښې شاهدانو ویلي چې بریدګرو تر ډېره د بهرنیانو پوښتنه کوله. په داسې حال کې چې بریدګرو پر خپلو وطنوالو هم کومه سرفه نه ده کړې ځکه چې د نارسمي شمېرو له مخې په دغه برید کې د بهرنیانو درې برابره ښایي له دې هم زیات افغانان وژل شوي خو دا مسله له دغه اړخه هم مهمه ده چې په وروستیو کې څوکلونو کې طالبانو د هغو بریدونو مسوولیت پرغاړه نه اخیست چې قربانیان به یې ملکي وګړي وو خو دا ځل یې په ښکاره د برید مسوولیت ومانه او دعوه یې وکړه چې په برید کې یې زیات شمېر بهرنیان وژلي دي.
د طالبانو دغه دریځ دوه پیغامونه لري او هغه دا چې طالبانو ته د وطنپالنې جامې ورواغوندي او وښیي چې طالبان په افغانستان کې د بهرنیانو د حضور مخالف دي او له خپلو وطنوالو سره کار او غرض نه لري او هم غواړي د طالبانو بغاوت مشروع وښیي چې د بهرنیانو پر ضد راپورته شوي او مبارزه یې په حقه ده، پر خواله رسنیو هم ددوی خوا خوږو تر دېره پر همدې مسله تینګار کړی چې بریدګرو بهرنیان په نښه کول نو جوتېږي چې په دې سره به په کور دننه او بهر کې ددوی خواخوږي او ملاتړي ډېر شي او هم به یې په رسنیو کې د ملاتړو تبر لاستی پیدا کړي چې ووایي طالبانو د بهرنیانو د حضور خلاف دي او د بهرنیانو پر ضد مبارزه کوي نو ځکه خو په بریدونو کې بهرنیان په نښه کوي او بله دا چې دوی غواړي افغانستان د بهرنیانو له پاره خطرناک وښیي چې دغه هیواد ته د راتګ زړه ښه نه کړي او په دې سره داسې ګڼي د ډېرو اقتصادي او خدماتي بنسټونو مهمې او مسلکي چارې بهرني متخصصین مخته وړي او د بریدګرو ملاتړو په اند له بهرنیو متخصصینو پرته به دغه بنسټونه له ماتې سره مخ او افغانستان ته کلک اقتصادي ګوزار ورکړي.
مهمه مسله داده چې په دې وروستیو کې افغان او امریکایي ځواکونو په ډېرو ولایتونو کې د دولت پروسله والو مخالفینو بریدونو ته زور ورکړی او د رپوټونو له مخې د سر درانه زیانونه یې وراړولي دي، نو ځکه خو طالبانو او ملاتړو یې هم غوښتي له یوې خوا خپل لوري ته د سر اووښتی زیان جبران او بلې خوا وښیي چې دوی لا هم ځواکمن او ان په ډېر خوندي ځای کې ددغه ډول زورور برید توان لري او هم غواړي په دغه ډول برید سره د خپلو پلویانو روحیه لوړه کړي.
له بله پلوه روسانو په ښکاره اعلان کړی چې د داعش خلاف د طالبانو ملاتړ کوي چې له تردید پرته یې د طالبانو پرناوه د پیسو ویاله ورسپره کړې چې په پایله کې یې طالبان وتوانیدل دومره ستر عملیات پلان او پلي کړي دا ځکه چې دغه ډول پیچلي عملیات دروند لګښت غواړي.
بله مسله داده چې دغه او نورو بریدونو ښودلې چې په کابل ښار او څنډو کې یې ترهګرې ډلې د وسلو او بریدګرو ساتنې خوندي ځایونه لري. په ځانګړې توګه دهمدغه برید په اړه ګومان کېږي چې انساني او تسلیحاتي اکمال یې له پنځمې ناحیې او یا ورڅېرمه سیمې شوی دی دا ځکه چې په یاده سیمه کې پخوا هم د وسلو او چاودېدونکو توکو زیرمې کشف او ترلاسه شوې وې.
بله دا چې دغه برید ځکه پیاوړې استخباراتي شبکې یا شبکو پلان کړی و چې په انترکانتینینتال هوټل کې په دې وروستیو کې امنیتي مسوولیت له کورنیو چارو وزارته خصوصي امنیتي کمپنۍ ته لېږدول شوی و او دا هم څرګنده شوې چې د یادې خصوصي امنیتي کمپنۍ په مدیریتي چارو کې تشې وې او د ترهګرو ملاتړې یا پلانونکې استخباراتي شبکې دا تشه ښه درک کړې او کمزورتیاوې یې ور مالومې وې نو ځکه خو یې له هغو ګټه واخیسته.
داسې ښکاري چې په خپله، د انترکانتینینتال هوټل مدیرت کې هم خورا زیاته کمزورتیا شته چې د ترهګریز برید پلاونکې شبکې له دې کمزورتیا هم پوره پوره ګټه اخیستې، له برید وړاندې یې په هرنوم چې وي دغلته خپل کسان ځای پرځای کړي چې هغوی بیا نور کسان په ډېره هوښیاري یا د پیسو په زور ګمارلي او یا یې په یو ډول تراغیز لاندې راووستلي چې په حساس وخت کې یې بوخت ساتلي او غولولي دي او وسلې او مهمات یې اصلي برخو ته رسولي دي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply