دعوت له هماغه لومړۍ ورځې خپل روښانه افغاني دریځ درلود /ډاکټر لطیف یاد

0 1,342

د دعوت درنه پاڼه چې د۱۹۸۸  زیږدیز کال د دسامبر د میاشتې نه یې د ناروي په هیواد کې خپلې خپرونې پیل کړې دي دهیواد د نامتو ژورنالیسټ (صحافي) او لیکوال ښاغلي محمد طارق بزګر صیب په مشري خپریږي. د خپریدو له هماغه لومړۍ ورځې نه یې خپل روښانه افغاني دریځ درلود اوویې شول کولای چې د نورو افغاني خپرونو تر څنګ چې په بهر کې خپریدلې خپل افغاني رسالت په ښه توګه سرته ورسوي اوښه وځلیږي. 

 دعوت د پښتو ژبې، ژبپوهنې، دیني، ټولنیزو، تاریخي، فرهنګي، کلتوري او علمي برخو کې د خپل تاسیس له لومړۍ ورځې نه تر اوسه پورې چې دا دی نهه ویشت کلونه یې پوره کیږي ډیر په زړه پورې مطالب خپروي او خپاره کړي یې دي .

 د دعوت میډیا سینټر په برکت اوس دعوت په پښتو، دري او انګریزي ژبو هم خپرونې کوي چې دغه ګام یې په رښتیا سره هم د قدر او ستایني وړبولم. زه د دعوت د ویاړلې پاڼې د نهه ویشتمې کالیزې په ویاړ ښاغلی بزګر صیب ته مبارکی وایم او ده ته د لا زیاتو بریاووهیله کوم. 

په درنښت 

ډاکټر لطیف یاد

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply