سپارښتلیک څه ته وایي؟ / مطیع الله ستانکزی

0 1,098

ډیر ځوانان کله چې بهر د لوړو زده کړو/ورکشاپونو/غونډو/سیمینارو کې د ګډون تکل لري له دې ستونزې سره لاس او کرېوان کېږي چې سپارښتلیک (Recommendation Letter) څنګه او له چا تر لاسه کړي. ځینې ځوانان لا د سپارښتلیک او اغېز په هکله یې هېڅ معلومات نه لري نو دا چې د ځوانانو د دغې ستونزې د هوارولو لپاره یوه څه نا څه مرسته شوې وي دغه لیکنه یې په تړاو معلومات وړاندې کوي.

سپارښتلیک:

په لیکلي بڼه د یوه شخص له صفاتو، وظیقوي شالید، زده کړو او توانمندیو د بل پېژندګلوي شخص (استاد، امر، ملګری، ټولګیوال، با نفوذه شخص…) یا یوې ادارې (هغه اداره چې تاسو ور سره کار یا اړیکه لری) له لوري په لیکلي بڼه تائید ته سپارښتلیک ویل کېږي. چې له شخص نه د نوې دندې، لوړو زده کړو او یا دې ته ورته بل فرصت په برخه کې غوښتل کېږي.

يو سپارښتلیک په ټوله کې درې برخې لري:

  • د پل برخه (پیلیزه): په دې برخه کې له شخص نه د خپلې پېژندګلوۍ په هکله پوره معلومات وکړی.
  • منځ پانګه: په دې پرخه کې د شخص مهارتونو او لاسته راوړنې و ارزوی او بحث ورباندې وکړی. د امکان په صورت کې د شخص د قوي ټکو او وړتیاوو په اړه مثالونه وړاندې کړئ.
  • پای برخه (پایلیزه): په خلاصه ډول ولیکئ چې ولې دغه کس په اړه سپارښتنه کوی. خپل پشپړ نوم او د اړيکې شمېرې او لاسلیک هم له یاده مه باسی.

ولې سپارښتلیک غوښتل کېږي؟

  • په سپارښتلیک کې هغه څه څرنګندېږي چې ستاسو د کار په قرارداد، ترانسکرپټ او ډپلوم کې یې د لیدو شونتیا نشته.
  • سپارښتلیک ستاسو د شخصیت، وړتیا/ظرفیت او شخصي لیدلوري په هکله معلومات وړاندې کوي.
  • سپارښتلیک دا په ډاګه کوي چې ایا څوک حاضر دي ستاسو په نیابت یو څه ولیکي.

هغه څه چې د سپارښتلیک غوښتلو یا لیکلو په مهال باید په پام کې ونیول شي:

  • د یوه شخص لپاره د شپارښتلیک لیکل یو مسؤلیت دی او باید په درنده سترګه ورته و کتل شي ځکه ستاسو دا کار د یو چا د پرمختګ او یا هم شاتګ لامل کېدلای شي.
  • کله چې تاسو د یو کس نه د سپارښتلیک غوښتنه کوی نو د خپل ځان اړوند ټول معلومات (Cover Letter, CV، د زده کړو کچه، هغه کړنې چې تر سره کړي مو دي، مسؤلیتونو چې لری يې، هغه دندې چې تر سره کړې مو دي، لاسته راوړنې مو…) په بشټړ ډول سپارښتلیک لیکونکي کس ته ولېږی.
  • که د سپارښتلیک لیکلو تجروبه نه لری، په دې برخه کې له یوه مجرب کس نه مشوره واخلی.
  • که د ښوونځي/پوهنتون له استاد څخه غواړی سپارښتلیک تر لاسه کړی هغه استاد غوره ده چې هم په صنف او هم په بیروني چاپېریال کې تاسو سره پېژندګلوي لري.
  • که څوک علاقه نه لري چې ستاسو په اړه یو څه ولیکي مه یې مجبوروۍ.
  • د سپارښتلیک لیکولو وخت او وروستۍ نیټه په پام کې ولرئ.
  • ډیری ادارې د سپارښتلیک لپاره خپل ځانکړی فارمټ لري چې په دې صورت کې باید یاد فارمټ په جدي ډول په پام کې و نیول شي.
  • هغه سپارښتلیک ته ډېر ارزښت ورکول کېږي چې په یو پاکټ چې مهر او امضا ولري د سپارښتلیک لیکونکي شخص له لوري بند شوی وي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply