د شرم ګوډي / حفیظ الله تراب

0 1,171

د شرم د ګوډي نوم مو له ماشومتوبه اورېدلی و، خو ليدلی مو لا نه و. د دې نوم د مانا په برخه کې به خلکو داسې فکر کاوه چې يو څوک په شرم نه پوهېږي او يا پرله‌پسې شرمېدلي کارونه کوي او پروا يې پرې نه وي؛ نو د شرم ګوډی دی. خدای ويل ته صبر کوه، داسې وخت به راشي، چې د شرم ګوډي به له نږدې ووينئ، داسې به يې ووينئ چې نه به د شمېر له مخې کم وي او نه به يې د شرمونو اندازه څوک مالومولای شي.

هسې خو له څو لسیزو راهیسې د شرم دا ګوډي په هره برخه کې شته، خو که ژور ورته وکتل شي، ډېره برخه يې په دولتي ادارو، په تېره بيا په لویو چارواکيو کې ده. د شرم د دغو ګوډيو امتیاز په دې کې دی چې پخوانی د شرم ګوډی به داسې يو څوک و چې له اقتصادي پلوه به ښه نه و، يا به يې د وجود په اناټومي کې څه ستونزې وې، خو د حیرانۍ ځای دا دی چې د شرم ننني ګوډي، ځانونو ته د ټولنې تر ټولو معزز خلک هم وايي، د مشرۍ دعوې هم کوي، تر ټولو يې لوکسې درېشۍ اغوستې وي، نېکټایانې، بوټونه او باډي‌ګارډان خو يې څه کوې، مستوفیان يې نه‌شي حسابولای.

د شرم د ګوډو پر ډولونو پنځه شپږ ټوکه پنډ پنډ کتابونه ليکل کېدای شي، له دې به يې تېر شو يوازې به يې پر هغو بسنه وکړو چې د لسګونو بې‌ګناه تورسرو، ماشومانو، ملکي خلکو او ورته نورو افغانانو د بې‌ګناه وینو پر تويېدو يې پروا هم نه وي.
دا خلک د هرې خونړۍ پېښې تر کېدو څه ساعته وروسته د ټلوېزيونونو پر ښېښو را ښکاره کېږي، پر ځانونو يې ښې ګوتې وهلې وي، خو په ماغزو کې يې د ذرې هومره پوهه، احساس او درد نه ښکاري.
په پېښه کې به سلګونه کسان مړه وي، خو د جنابانو تاثرات او انداز به داسې وي، لکه د خبریالانو مخې ته چې بوتان او یا له خټو جوړې شوې څېرې ناستې وي. دا خلک د دې پر ځای چې د يوه ژور خپګان، غمشریکۍ او ورسره د خپلې ادارې پر ناکامیو پښېماني ښکاره کړي، په اوتو بوتو به پيل وکړي.
د بې‌شمېره مړيو، زخمیانو او نورو زیانونو په برخه کې به داسې لګیا وي، لکه يو لټ شاګرد چې له ځانه سره درس زده کوي. دوی تر اوسه پر دې نه پوهېږي چې له کیسې خو ټول خلک خبر دي، ته اوس بیا له سره په… کې ډکي وهې، ته هغه څه ته ځواب ورکړه چې له تا يې پوښتنه شوې ده. له تا دا پوښتنه شوې چې ستا له ګېډې سره هره ورځ لويې لويې لارۍ بمونه څنګه او ولې د دې ځای د بې‌ګناه خلکو د غوښو ټوټې الوزوي؟ ایا تاسې د شرم په نامه څه پېژنۍ؟ ایا تاسې په دې پوهېږئ چې د خپلو خلکو پر وړاندې څومره مسوولیت لرئ؟
تر ټولو له مخه تاسې پر دې ځان پوه کړئ چې مشري يوازې دې ته نه وايي چې فرانسوي ږيره جوړه کړه، تور بالاپوش واغونده، لس موټره باډيګارډان په ځان پسې کړه، په خبره او په کار په ټکي مه پوهېږه، نوره که هره ورځ دنیا پر دا بل مخ اوړي، پروا نه کوي، خو ته خپلې چړچې کوه.

موږ هم لېونیان يوو چې له داسې خلکو ګيلې یا شکایتونه کوو، ګيله له هغه چا کېږي چې لږ تر لږه احساس خو ولري، د خدای او د خپلو خلکو پر وړاندې خو يې حیا په سترګو کې وي، که د دوی په سترګو کې دا وای، په والله که دې ته حاضر شوي وای چې د خلکو پر وړاندې دې راښکاره شي، دوی باید له ډېره شرمه خپلې دندې پرېيښې وای، له ځانه سره يې ويلي وای، له دې ښه ده چې نوره چېرته بله مزدوري وکړو، ځکه نه خو په موږ کې د اوسنۍ دندې وړتیا شته او نه هم د دې سترګې لرو چې له خلکو سره يې مخامخ کړو. درېغه دا احساس به په ګوډو کې کله راپیدا شي!؟

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply