طالب مجبور دی چې خپل جنایت به مني/محمد بشیر یوسفزوی

0 546

تر پرونه به وسله والو طالبانو چې کوم ترهګریز برید ترسره کړ او بیا به په هغه کې ولسي وګړو ته زیات زیان واوښت، نو هغوی دا صلاحیت او ازادي لرله چې  ځانونه ورباندې غلي کړي او یا یې رد کړي. څو ځله دوی د دغه ډول بریدونو له ترسره کولو انکار کړی دی، مګر نور له خپلو جنایتونو څخه د مخ اړولو صلاحیت ورڅخه اخیستل شوی دی، ځکه په دې وروستیو کې چې پر پاکستان نړیوال فشار زیات شوی دی، نو له طالب وسله والو څخه دا ازادي هم اخیستل شوې ده.

پاکستان غواړي له سیاسي انزوا څخه د ځان اېستلو لپاره د ټولو هغو تروریستي بریدونو او جنایتونو د ترسره کولو پړه پر طالبانو ومني چې په هغه کې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې وي. لکه په هېواد کې وروستۍ تروریستې پېښې خصوصاً د جمهوریت روغتون تر څنګ د امبولانس چاودنه چې له امله یې عامو ښاریانو ته مرګ ژوبله واوښته او طالب وسله والو په ټوله سپین سترګۍ د دغه جنایت د ترسره کولو مسوولیت ومانه.

له دغه وضعیت څخه داسې معلومېږي چې پاکستان به وسله وال طالبان د خپلې سیاسي انزوا د له منځه وړلو لپاره د ناچیزه وسیلې په توګه قرباني کړي. پاکستان کوښښ کوي چې وسله وال طالبان په هېواد کې تر دې ډېرو وحشتونو او جنایتونو ترسره کولو ته ولمسوي، په دې ډول سره پاکستان غواړي نړیوالو ته دا وښیي چې طالبان د دوی په کنټرول کې نه دي، نو که وای حتماً به یې له بریدونو راګرځولي وو.

د پاکستان دویمه موخه داده چې د ترهګریزو او تروریستي بریدونو د ترسره کولو له لارې پر افغان حکومت فشار ډېر کړي او د تېرو حکومتونو په څېر یې د ځان تابع کړي او یا یې حداقل د دغو بریدونو له امله داسې سرګردانه او بوخت کړي، چې حداقل په نړیواله کچه له پاکستان څخه د شکایت کولو فرصت او جرئت ونه لري.

له بل لوري داسې معلومېږي چې طالب وسله وال د سولې لپاره برابر شوی فرصت له لاسه ورکوي، ځکه امریکا لا وار دمخه له طالبانو سره د سولې له خبرو په شا شول، نو که چېرې طالب وسله وال له خپلو  جنایتونو څخه لاس وانخلي او همداسې دوام ورکړي، نو باور دی چې حکومت به هم د دوی لپاره د سولې پرانیستې لار وتړي او یو ځل بیا به سوله د جګړې ډګر ته یوسي او د امنیتي او دفاعي ځواکونو له لارې به طالب وسله وال د جګړې په ډګر کې وځپي.

طالب وسله وال باید په خپلو کړنو له سره غور وکړي، ځکه چې له افغان ولس سره دغه دښمني به په ډېره لوړه بیه ورته تمامه شي، داسې بیه چې پرې کول به یې د دوی له وس ډېر پورته وي. نو هیله ده چې دوی خپل وروستی تصمیم ونیسي، هغوی چې د افغانیت او اسلامیت مازې لږ تومنه هم په کې وي، نو له وسله والو طالبانو به خپله لاره بېله کړي، خو هغوی چې د ای ایس ای او پنجاب غلامان وي، نو هغوی به همدغسې د پنجاب او ای ایس ای په لمسون خپلو جنایتونو او وحشتونو ته دوام ورکړي.

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply