راځئ ریښتیني اتلان شئ / قریب الرحمن سعید

0 1,149

 

ریښتیا یی ویلي چې د انقلاب  بریالي کول یوې لورې ته او د انقلاب ساتل بلي لورې ته، یو د بل نه جدا او ځانګړي هڅي غواړي. مونږ په  افغانستان کي دا هرڅه په خپلو سترګو ولیدل، ورونه، کورنۍ  او دوستان مو  دانقلاب په دې بټۍ کي  لکه د جوارو د نینو په څیر  و تړکیدل، خو ددښمنانو د هغو پلانونو او هڅو د مخنیوي په وړاندي چي د دي انقلاب په خلاف یی پیلکړي وو بریالي  نه شو او و نه  توانیدو چي دغه  ستره پدیده  چي دمیلیونو انسانانو په وینو تر اخري  پړاو پورې  رسیدلي وه  په سهي توګه په خپل ځآي  کینوو.  داسي بریښي چې مونږ خو یا د نړۍ د نورو انقلابونو څخه درس نه  و اخستي، احساساتي او ناپوهه وو، دنړیوال پیچلی سیاست نه بی خبره او دخپل غرور په دریاب کي لاهو شوي وو، او یا دا چي د نړۍ  نور ستر ستر انقلابونه د داسي دښمنانه پلانونو سره ، چي هم ګاونډیانو زمونږ د ايېل کولو په خاطر په سر کي درلودل او هم بین المللي استعمار د افغانانو د ازادۍ او استقلال د غرور د مروړلو له پاره کارول، نه وو مخ  شوي .

زمونږ په  هیواد په لږه موده کي د څوسترو بدلونونو یا انقلابونو شاهد وو د پادشاه محمدظاهر خان څلویښت کلنه واکمني د هغه د اکا د زوي  په لاسو او په شوروي کی د روزل شوی ملي اردو د منصبدارانو  په لاسو ړنګه  شوه او  د اکا زوي یی محمد داودخان ، دعسکري وینه تویونکي کودتا له لارې دهغه  ځاې ناستي و ګرزید. خو دهغه  له لاسه هم و ښویده او په شوروي کي روزل شووملګرو عسکري  منصبدارانو یی پرې باور  له لاسه ورکړ، هغه یی د خپلې کورنۍ د معصومو کوچنیانو او ښځو سره یو ځاې  د تیغه  تیر کړ او دسرې روسیي روزل شوو عسکرو دهیواد واکمني په خپلو لاسو کي واخسته . د افغانستان بیرغ یی بدل   اودهیواد د ولسمشرۍ په  ماڼۍ یی  روس پلوه سور بیرغ  رپانده کړ .دوې  داسي یو وینه تویونکي انقلاب راوست چې دسون لمړني  اوهر ځاې تر لاسه کیدونکي مواد یی   پخپله  ددی هیواد اصیل  بچیان  وګرزیدل. دوه میلیونه افغانانو  د دوې په دی سور  خونړي  انقلاب کی سر وخوړ  او په میلیونو نوربیګناه هیوادوال مو معیوب او یا هم  دژ وند دډیرو خرابو حالاتو سره مخ شول .

د نژدې پنځلس کاله  پرلپسي  وینې بهیدونکي، خپلمنځي او خونړۍ جنګ جګړي وروسته د مجاهدینو ترنامه لاندې  نامنظمو لښکرو دوې مات کړل، انقلاب یی راوست خو د دوې انقلاب هم،دخپلمنځي تربګنیو، حسادتونو، او دقدرت دلیونتوب په مینه مستیو کی په خړ سیلاب لاهو شو، ترڅنګ یی د بدنیته او حسودو ګاونډیانو د سترګو اغزي هم وګرزید او د دی انقلاب د ناکامولو له پاره یی دخپلو روزل شوو مهرو څخه کار واخست. بین المللی  جاسوسي کړیو هم ورته پوکي ورکړ او د ولس دغه ستر بري یی  بیرته دهمغو پخوانیو وینه تویونکو کړیو په  لاسو کي ور واچاوو،د واکمنۍ او زور ازمویني دوره پیل شوه ،  هر ځآي  قومندان سالاري  او جنګ سالاري حاکمه شوه ، هر څه  چي د چا په لاس کی وو هغه یی خپل ملکیت  و ګاڼه  او کوم  ډول فساد  یی چې  په وس کي پوره  وو  هغه  یی د حاکمي ډلي په  هوکړه تر سره کاوو. دوې هم  خپل انقلاب  دپردیو د مداخلي  او د قدرت او واکمنۍ په جنګ کي بایلود . ان تر دي  چې حاضر نه وو د دغه مصیبته د ولس د وتلو له پاره دحل لارې پیدا کړي، هره پریکړه  د مجبوریت او زور  له مخي کیده  خو پلي کونکي عناصر  یی ډیر کمزوري او د قدرت  لیوني وو . په هیواد کې د ثبات له پاره د امن تضمینونکي  هیوادونه هم هسي دخپل وخت د تیرولو اویا هم په کړکیچ کې د دخیلو اړخونو څخه د یوه  اړخ  سره د خپلو باورونود ټینګښت  او  په افغانستان کي د راتلونکو ژورو ستراتیژیکواو جیوپولیټیکو بدلونونو په خاطر حاضر نه و  په  منحرف کیدونکي  اړخ  باندی د تیري کونکې په نامه غږ وکړي.

د ټولټاکنو مسئله  څو ځلي  مطرح او په اصولي توګه  د پریکړي لاندی راغله  ،خو هغوې  چي خپله واکمني یی په  زور د چوکۍ او قدرت د ساتلو په  محک کي کتله ، دهغوې  ډیره کي یی حاضر نه وو چي  د صندوق  مخي ته ولاړ شي اودخپل اعتبار او  باور له پاره د خپل ولس  لمن و نیسي. هغوې  دولس د  لمني د نیولو په ځاي دبهرنیو استخباراتي کړیو له اړخه ورکړل شوو ټوپکو ته مخه کړه، دشاوخوا  ګاونډیو دوستانو څخه یی دخپلو نورو هموطنو ورونوپه خلاف مرسته وغوښته او بین المللي سازشي کړۍ یی دهغه څه په خلاف  راوبللي چې دوي یی دیموکراسي  او دولس دخوښي د نظام د جوړښت  په نامه یادوي .چې دا ټول هرڅه اوس په  زغرده  په کتابونو کي د تاریخ په شکل بیانیږي.

د نظار د شورا د قومندان احمدشاه مسعود، هغه لیک اوس د تاریخي کتابونو زینت ګرزیدلي چي په کی یی د پاکستان د وخت  صدراعظمی بي نظیر بوټو ته، د هغي د لازیاتی مرستي د راجبولو په خاطر او غربي ایجنسیو ته د ډاډ او اطمینان له پاره،  لیکلي وو چي دوې  په افغانستان کي د بنسټ پالۍ په خلاف …..» . همدا راز د مرحوم احمدشاه مسعود په اړه د امریکا غږ رادیو، د واشنګتڼ پوست د یوه خبرنګار«سیف کود» د خپور شوی کتاب، یو راپور خپور کړې  چي په کي راغلي « چې د افغان شوروي  جګړي په وخت کي په افغانستان کي د امریکا سفارت وتړل شو  اود سي اي  اې  (CIA ) اداره مجبوره شوه چي د افغانستان له پاره خپل دفتر په اسلام اباد کي پرانځي. خو سي ای  اې   (CIA )  وروسته  بیا د «ګیري شرین» په مشرۍ په کابل کې دفتر پرانست. ددغه نوي مامور  لمړنۍ وظیفه  داوه چي د افغانستان  هغو پنځو سوو  قومندانانو ته معاشونه ور ورسوي  چې  لا د پخوا څخه د سي اې اې  معاش خواره وو .یواځي  احمدشاه مسعود ته،‌دپورتنی کتاب د اسنادو له مخي، سي اې اې د میاشتي دوه سوه زره ډالر ورکول خودا خبره دپاکستان د اې اس اې(ISI)  د نظامي استخباراتي  ادارې نه پټه   ساتل کیده، او دلیل یی دا و چي قومندان احمد شاه مسعود د اي اس اي نه  هم  هره میاشت  ډیر زیات  معاش  تر لاسه کوو.

همدا راز د نظار د شورا غړې او د مزار والي  محمدعطار نورپه خپله یوي تلویزوني وینا کي، بیا د نورو ترڅنګ دګاونډي هیواد ایران په  اړه په یوې تازه مرکه کي وایی چې: «همدا ایرانیان وو چې  دانقلاب مرسته یی وکړه او همدا ایرانیان وو چي د انقلاب قهرمان، احمدشاه مسعود، یی ملاتړ کړ، پیسي  یی ورکړې، او وسلي او مهمات  یی د روسیي  څخه واخستل  اود مقاومت دجبهي (د شمال د ټلوالی) په واک کي یی ورکړل، زه یی ددې همکارۍ څخه هم ممنون  یم …… »

د نورو ترڅنګ ایران ، پاکستان، او لري ګاونډیان لکه هند او روسیه هم د هیواد، افغانستان ، په کورنیو مسایلو کی ډیر دروند لاس لري. ایران دخپلو موخو په خاطر که له یوه اړخه  دامریکایانو سره  تماشایی دښمني څرګندوي  خو د بله اړخه د شمال ټلواله او هزاره  قومی ډلي ټپلي  پالي او غواړي  دهمدوي  په مټو افغانستان د خپل کنترول لاندی و نیسي او خپل تجارتي او ستراتیژیک  مرکز یی و ګرځوي .لکه د ایران د انقلاب د پاسدارانو مشر چي وایی: د افغانستان دري ولایتونه اوس نیغ په نیغه زمونږ دامنیتي او استخباراتي پوښښ لاندی دي، خو پخپله ایراني ولسمشر بیا په افغانستان کي ددي هیواد په خپلو روانو اوبو دبندونو جوړول نشي تحمیل کولي او وایی چي اجازه به ورنکړي هلته داسي بندونه جوړ کړل شي چي د ایران یو شمیر ولایتونه د اوبو د نشتوالي سره مخ کړي او …

پاکستان  غواړي د افغانستان د محبوریتونو څخه په ګټي اخستو سره دغه هیواد خپل ستراتیژیک  عمق  و ګرځوي ،هڅه کوي په دی هیواد کی  یو لاسپوڅي نظام را منځته کړي. او دا مسئله د کورنیو چارو د وخت د وزیر بسم الله خان د سفر نه وروسته نوره هم را ډاګیزه شو  چي د پاکستانیانو سره یی موافقه  وکړه چې د افغانستان  د پولیسو په روزلو کي غوړه ونډه واخلي او دا د ټولو  خطرناکه منصوبه او پروګرام دي، ځکه ددی لاري  پاکستان  هر وخت  چي وغواړي د هیواد نظام بې ثباته  او د خپلو موخو د تر لاسه کولو له پاره یی مجبوره کړي. چې مونږه یی ډیره ترخه تجربه په روسیه کي د افغان اردو  د منصبدارانو په روزنه کي  همدا  اوس  اوس و کتله. په همدي توګه هند غواړي د پاکستان سره خپل رقابت  دلته په افغانستان کي تر سره کړي  او دا  ډیره خطرناکه لوبه ده، چې د دې لوبې د سون خام مواد به په طبیعي توګه همدا مظلوم او بې وسه افغانان وي .او ……

اوس چې افغانستان د امریکایانو سره د امنیتي تړون د لاسلیک وروسته، په مکمله توګه دهغوې تر لاسو لاندې لوبیږي. او د ملې حکومت تر نامه لاندې  جوړ شوې نظام هم دومره وخت نه لری چې  د خپلو ذاتي ستونزو څخه سر را بیرون او د خپل ولس پوښتنه وکړې، برعکس ورځ تر بلي خپل ځانونه د امریکایانو په غیږ کي ورغورځوي، ګورو  چې د هیواد امنیتي حالات ورځ تر بلې دخربیدو او شړیدو په لور  روان دي. پخپله د دولتي راپورونو له مخي د هیواد د نیمایی زیاته خاوره یا د وسلوالو ځواکونو تر کنترول لاندي ده او یا یی امنیتي حالات دومره خراب دي چي دولت پري، د مرکزونو پرته هم کنترول نه لري.

ولس د وروستیو ټاکنو  او په ځآنګړې توګه  د ښاغلي اشرف غني د حکومت د جوړښت نه ډیره هیله درلوده. ویل کیده چې کیدئ شي اشرف غني و توانیږي د هیواد اوسنۍ ادارې  بیرته ترمیم  او په ښه صورت یی  پر مخ بوزي. دا ګمان هم کیده چې ښاغلې اشرف غني یو تیکنوکرات دې او د دې لارې به  دغه نظام په ښه توګه  راتلونکو نسلونو ته منتقل کړاې شي په دې خاطر د همدې نظام څخه  ټول ولس د سولې  او امنیت د قیام په ارزو ، هیله  او امید ملاتړ وکړ چي اوس یی هم دا ملاتړ تر یوه ځآیه د نظام د نه بدیل په شتون کي، که لږ هم دی، دوام لري.

اوسنې امنیتي، اقتصادې او ټولنیز حالات څه بلمنګه وړاند وینه کوي. خو د هیواد د ورونو ولسونو، قومونو او ټولو مظلومو پرګنیو د هیلو غوټۍ په امن اوسوله کې د غوړیدو  له پاره ځانونه تیاروي ، او وایی چې :

«زمونږ د هیواد دستونزو او بحران د حل لاره  یواځي او یواځي زمونږ د میړني ولس د ټولو پرګنیو  په یووالي او اتحاد کې رانغښتې ده .»

راځئ د دې پورتنې ارمان د پوره کولو له پاره د پخوانیو تجربو نه په ګټې اخستو سره، یو بل ته لاس ورکړو او دغه مخکې پرتې ستونزمنې او خطرناکه ننګونې او چیلنجونه په خپل یووالي سره له منځه یوسو.

په همدې خاطر مو د دولت  او د دولت  د مختلفو مخالفو وسلوالو ډلو  تر منځ  دتلپاتې سولې د خبرو اترو او د دغو اوسنیو جریاناتو، ستونزو او ننګونو دحل په خاطر، هیله او امید دادی چي ټول مخالفین او دولتي چارواکي دی د پردیو د ځنځیري کړیو څخه ځانونه را وکاږئ او د ریښتینو افغانانو په څیردی د یوه میز تر شا د خپل دغه مظلوم ولس له پاره د مسیحا کردار اداء کړئ، ترڅو مو نوم د افغانستان د تاریخ په زرینو پاڼو کي د ریښتینو اتلانو په څیر ثبت کړل شي.

 

دا لیکنه د دعوت  خپرونې په ۲۳۴-۲۳۵  ګڼه کې خپره شوې ده

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply