ولسمشر ځان ته مار لنډی کړ

0 1,078

په تېره یوه نیمه میاشت کې چې عطامحمد نور د بلخ له ولایته ګوښه اعلان شوی ولسمشر د ځان پر ضد پراخه سپکوونکې جبهه پرانیستې چې مخالف یې له هیڅ ډول الفاظو کارولو ډډه نه کوي. ولسمشر غني په خپل سیاسي او کاري ژوند کې کېدای شي له ورته کس سره د مخامخ کېدو خوب هم نه وي لیدلی، خو زمانې له داسې سرخوږي سره مخامخ کړی چې درمل یې ناروغي نوره هم خپروي. ځینې په افغانستان کې د خپرې شوې زورواکۍ د وایروس له‌پاره چورلټ د واکسین لګول اړین بولي، خو ښکاري چې د زورواکي وایروس دومره خپور شوی چې له وقایې بهر بلل کېږي او کلکه مبارزه یا په عامه اصطلاح پر مخ څپېړه غواړي. سره له دې چې ولسمشر غني د فشار قابو کولو له اړخه ځان غني ګڼي، خو د عطامحمد نور پر وړاندې روانه کړې حوصله به ورته دروند زیان رسېدلی او رسېږي. محمدنور په تېره یوه نیمه میاشت کې تر شل ځلې ډېر په ژوندۍ بڼه پر ټلوېزیون را ښکاره شوی او په ښکاره یې تر اوسه د غني او عبدالله واک ننګولی دی.

دی کلکې هڅې کوي چې د خپل ډالري زور په خوا کي نیم‌واکه ولسي نفوذ غني ته وښيي. هغه چې ځان لا والي ګڼي او یوازې سر ټمبه کولو ته یې کار ویلی، هرې خوا ته لاس او خوله اچوي او له هر ډول خلکو څخه د بغاوت ژمنې اخلي. غني چې څومره عطا نور ته وخت ورکوي، له خپل بخت او تخت سره لوبې کوي. برعکس عطامحمد د غني له حوصلې اعظمي ګټه پورته کړې او په لویه کچه یې دباغیتوب فرهنګ ته جرات ورکړی او د راتلونکو ټاکنو له‌پاره داسې کمپاین کوي چې کېدای شي د ټاکنیزو منډو ترړو پر مهال د دې نیمايي هم تر سره نه‌شي کړای. ښاغلی نور په ښکاره نارې وهي چې د ولسمشري له‌پاره کاندید دی او له روان وضیعت څخه یې پوره پوره ګټه پورته کړې. هغه په یو شمېر سیمو کې خپلو حزبي ملګرو ته لارښوونه کړې چې له خپل نفوذ څخه په ګټې اخیستو دې د ده د ملاتړ له‌پاره د خلکو ډلګۍ جوړې او د ده حضور ته دې يې وړاندې کړي. ده په تېرو ۷۱ کلونو کې په لومړي ځل خپلې غونډې کړې شتمنۍ ته ګوتې ورتېرې کړې او په سخاوتمندانه ډول ورغلي ځوانان پرې نازوي. هغه پوهېږي چې په روان کړکېچ کې په یوه غشي دوه هدفه ولي، یو خوا د غني، عبدالله او نړیوالې ټولنې دبدبه ننګوي او بل خوا د راتلونکو ټاکنو له‌پاره د ولسونو په منسجمولو او اړیکو جوړولو بوخت دی. ښاغلی نور په لوی لاس داسې مسایل مطرح کوي چې د افغانستان غوندې په ګڼو کورنیواو نړیوالو ستونزو کې راګیر هېواد کې را منځ ته شوي درزونه په ګړنګونو بدلوي او ګنډل یې ناممکن کوي.

هغه په ښکاره ولسمشر په قومي مسلو تورنوي او ورته را غونډو شویو خلکو ته وايي، چې د ولسمشر، حکومت او د دولت مشر پورې اړوند قوم پر وړاندې را پورته شي. دی چې د خپل ولایت بېړۍ غرقه بولي پر خلکو غږ کوي چې د ده په ټکو مدني نافرمانۍ ته ځانونه تیار کړي چې دی یې د حکومتي بنسټونو او ادارو نیول بولي.
په نوره نړۍ کې دغه ډول ویناکونکي او بغاوت ته هڅوونکي د زندان د تمبو شا ته اچول کېږي، خو له بده مرغه چې په افغانستان کې د نظام ضد هڅې هم تعریف نه لري او لا هم د زورورو اوبه په بره خېژي. هغه پرلپسې حکومت ته ګواښونه کوي او له دولتي امکاناتو په ګټې اخیستو سره یې د ملت او حکومت پر ضد عملاً کار پیل کړی دی.
عطا دولتي امکانات د نظام پر ضد کاروي او خلکو ته د کار پر ځای له خلکو د دولت پر ضد کار اخلي.

عطامحمد نور د ولسمشر له خوا د ۱۶۲جنرالانو په تقاعد کولو کلې نیوکې وکړي او دا یې په خپله خبره د وطن پلورنې د لارې هوارول وبلل. هغه تور ولګاوه چې حکومت له دې لارې غواړي چې پخواني روزل شوي جنګي جنرالان له دندو لېرې او ځای یې خالي کړي. د ولسمشر له خوا د قاطع اکثریت تقاعد شوي جنرالان د جهاد له برکته دغې مرتبې ته رسېدلي چې پر حکومت له مالي او نظامي اړخ لوی بوج وو. ښاغلي نور تقاعد شوي جنرالان هم وهڅول چې د ولسمشر پر وړاندې را پورته شي.
نوموړی په خپله وروستۍ وینا کې په خورا سپکونکې لهجه حکومت ته ګواښونه وکړل او د سیاست له الف او با لیرې د خلکو په ناستو کې ترډیره داسې کلیمات بادوي چې زموږ د کلي په کوڅه یې لوپرځوانان هم په خپلو کې نه تکراروي. دیوه ملیت مشرتوب چې داسې کسانو ته ورپاته شي، نو د هغه قوم بیړۍ ډوبه بولی. دا ځینې هسې شکایت کوي، چې یوشمیر کړۍ ددوی ونډه له پامه غورځوي، ځکه چې دیوه باعزته قوم ونډه تر لاسه کوونکی یې په داسې لېونیو چټیاتو سر وي او د سیاست پر ځای یې خبره د لغتې او توپک وي، خامخا به سیاست ورسره کېږي.
ښاغلي نور د افغا نستان ناموس ساتونکي امنیتي ځواکونه بیغیرته وبلل او پیغور یې ور کړ، چې له ده سره جګړه نشي کولی. چې د حکومت ۱۴ کلن لوړ پوړی ځان ته غره په نوم سیاستوال دې خپلو امنیتي ځواکونو ته چې دده د ناموس ساتنه هم کوي، سپکې سپورې ووايي نو له پاکستان او افغان دښمنو تمه نه ده پکار، چې د افغان سرتیرو صفتونه دې وکړي.

د ده په وروستۍ وینا کې را غونډو شویو خلکو هم حکومتي مشرانو ته پرېمانه سپکې سپورې وویلې او ښاغلي نور د خوشالي خندا ورته کوله. هغه دا ځل د رحمت الله نبیل مسالې ته هم اشاره وکړه او هڅه یې وکړه چې د هغه په ګډون ټول حکومت مخالفي پر ځان راټول او د غني پر وړاندې خپله تله درنه کړي. هغه په ورته هڅه کې د کندهار امنیه قوماندان جنرال رازق هم موده وړاندې وهڅاوه چې د ولسمشر پر ضد غږ پورته کړي چې همداسې وشول. هغه پرله‌پسې راغلو خلکو ته وايي چې که غني یې خبر و نه منله؛ نو لاریونونه به کوي او که له سړک بندي اعتراضه پوره نه‌شوه، تر خپل نفوذ لاندې سیمو کې به پر دولتي ادارو ولکه کوي.

 

سرخط ورځپاڼه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply