د پښتونخوا ولسي خوځښت ته ډالۍ/ عظم الدين عليمي

0 760

آفرين پښتونـه چې دې ومـونـدله لار
سم ږده قدمونه ځه منزل ته استوار
**********************************
وروسـتـه لـه انگرېزه پـنـجـابـي ډېـر وځپلې
څـومـره يې بې بـرخـې له تـعـلـيـمـه وساتلې
تـه يـې ټـولـې نـړۍ تـه تـرهـگـر وپـيـژنـدلې
تـاتـه يې کـړې جـوړې مـدرسـې د انـتـحـار
آفرين پښتونه چې دې ومـونـدله لار
سم ږده قدمونه ځه منزل ته استوار
**********************************
ستا په ساده گۍ وکړې اغيارو رنگارنگ لوبې
زده د شيطانـانو د فـريـب او د نـيـرنگ لوبې
تا ته يې راوړي تنظيم شوې د غټ جنگ لوبې
نـور بـه نـه تـېـروځـې په مکرونو د مکار
آفرين پښتونـه چې دې ومـونـدله لار
سم ږده قدمونه ځه منزل ته استوار
**********************************
شـوي پـر افـغـان بـدن بـېـرحـمـه گـوزارونـه
ويـنـې تـرې بهيږي ناسور شوي يې پرهرونه
ښـخ يې پـه سـيـنـو کـې د پـرديـو خنجرونه
گورئ پـنـجابی يې بيلوي پر اغځن تـار
آفرين پښتونـه چې دې ومـونـدله لار
سم ږده قدمونه ځه منزل ته استوار
**********************************
سـتـا رسـا آواز دا سـتـر جـهـان شـي لړزولی
تـه چـې مـتـحـد يـې هـر غـلـيم شې پرزولی
يـې د ظـلـم اور هــســې بــيـځـايـه سوزولی
ښه شوه چې راپاڅيدې له خوبه شوې بيدار
آفرين پښتونـه چې دې ومـونـدله لار
سم ږده قدمونه ځه منزل ته استوار
**********************************
اوس به شور او زوږ د افغان لوړ اسمان ته رسي
دا لـه آزادۍ مـحـروم بـه پـاک ارمـــان تـه رسي
غــږ د حـقـيـقـت بـه نـاخـبـر جـهـان تــه رسي
مات به يې څوک نکړي پښتانه چې شي هوښيار
آفرين پښتونـه چې دې ومـونـدله لار
سم ږده قدمونه ځه منزل ته استوار
عظم الدين عليمي******

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply