د نقیب مسید وینو رنګ راوړ/ محمد بشیر یوسفزوی

0 885

د پنجاب په لاس او لمسون د ځوان پښتون نقیب مسید ترور او شهادت پنجاب او ای ایس ای استخباراتي شبکې ته په دومره لوی قېمت تمام شو، چې دوی یې خیال هم نه وو کړی. د دغه مظلوم شهید غم او درد د هر پښتانه په زړه کې څړیکه پیدا کړه او همدغه درد او څړیکې پښتانه دا وویل چې نور نو د لسیزو سکوت مات کړي او د روان ظلم او وحشت پر وړاندې باید ودرېږي.

له همدې امله نن سلګونه زره پښتانه ځوانان، مشران، ښځې او د بېلابېلو اقشارو استازي پلازمېنه اسلام اباد کې د دوی پر ضد د روان ظلم پر وړاندې په اعتراضي ډول را ټول شوي دي. دوی غواړي چې پر پښتون قوم روان ظلم ته د پای ټکی کېږدي.

دغه لاریون کوونکي او اعتراض کوونکي اصلي ځای او کس ته ورغلي دي، ځکه د پښتون ترور او وژنه له پنجاب او اسلام اباد څخه پلانېږي او د پښتنو په سیمو کې عملي کېږي. د نقیب الله مسید د شهادت پېښه  لومړۍ پېښه نه وه، تر دې دمخه هم ګڼ پښتانه مشران او کدرونه په نه ګناه وژل او ترور شوي دي، پرون هم پښتانه پوهېدل چې د دوی د وژنې پلان او دسیسې پنجاب او په ځانګړي ډول د پاکستان استخباراتي اداره ای ایس ای جوړوي.

پاکستان غواړي چې د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ته پراته پښتانه قومونه د وحشت، ترور او وژنو له لارې بې واکه، بې خواکه او د ځان تابع کړي. په همدې موخه یې ګڼ پښتانه مشران او ځوانان د خپلو اجورتي قاتلانو، توندلارو، افراطیانو او ترهګرو له تېغونو تېر کړل، خو د نقیب الله مسید وژنه پاکستان ته په لوړ قېمت تمامه شوه او لا به هم تمامه شي.

د نقیب الله مسید شهادت د پښتنو د زغم کاسه له مورګو واړوله او هغوی یې په یو غږ د پاکستان او په ځانګړي ډول د پنجاب پر ضد د پښتنو د حق غوښتنې په موخه سره لیکه کړل. د کوزنیو پښتنو د لاریون داسې لیکې جوړې شوې چې نړۍ ورته هکه پکه ده. که څه هم پاکستان خپل وروستی کوښښ کړی چې دغه غږ خاموشه او د دوی اعتراض او احتجاج د نړیوالو له سترګو پناه کړي، خو په دغه ناوړه هڅه کې ناکام شول، ځکه د ټولنیزو رسنیو له لارې د لاریون کوونکو ویډیوګانې او انځورونه ټوله نړۍ ګوري.

د نقیب الله مسید شهادت پښتانه تر پخوا لا زیات یو لاس کړل، تحریک یې کړل او دېته یې وهڅول چې نور نو د سکوت، ناستې او تنبلۍ وخت نه دی، که غواړئ چې له روان ظلم نجات ومومئ، نو باید حرکت وکړئ، متحد، متمدن او سوله ییز حرکت، داسې حرکت لکه د پاکستان زړه اسلام اباد کې چې راپیل شوی او جریان لري. د پښتنو دغه د عدالت غوښتنې حرکت اوس په یو ملي مدني حرکت بدلېدونکی دی.

قهرېدلو او را پارېدلو پښتنو ته ښایي چې د نقیب الله مسید شهید په ګډون د نورو پښتنو مشرانو او ځوانانو په وینه او مینه ناچیزه سودا ونه کړي او نه هم چاته د دې اجازه ورکړي چې د دوی په استازیتوب د پاکستان حکومت سره داسې جوړ جاړی وکړي چې پښتانه د دوی د برحقه غوښتنو له منلو مه واره ساړه او کرار کړي. دغه را خوځېدلی کاروان باید خپلې موخې او ځای ته ورسېږي. پنجاب ته باید واضح وویل چې د پښتون اوږې نورې د جنازې له وړلو ستړې دي. د هر پښتون په کور کې د دوی د ظلمونو له لاسه دومره کونډې او یتیمان ناست دي چې د نورو د لیدلو توان نه لري. پاکستان باید نور د خپل وجدان قضا ته ملامت ودروي او له پښتانه سره په کړي ظلم او ناروا یې پښېمانه او ملامت کړي، تر هغو چې پاکستان ملامت نه شي، نو پښتون به سلامت نه وي.  

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply