پښتانه، د انسانيت، مدنيت او پرمختګ په درې جبهو کې!

0 822

لیکوال:ودان روښان

دا اوس چې په اسلام اباد کې د پښتنو کوم اعتراض روان دی دا د یو بې ساري او تاریخي ظلم په غبرګون د ټپي زړونو د درد او غم بړاس دی چې له اوږدې مودې راهیسې د چاودون تربریده رسېدلی او اوس د خدای بښلي شهید استاد سید بهاوالدین مچروح د ځان ځاني ښامار په حواله د تورتم زندانیانو د وتلو لار موندلې او د اور غورځونکي غره په شان یې خوله پرانیستې.
دا اوسنی خوځښت چې په ښکاره خو په کراچۍ ښار کې د پولیسو په جعلي مقابله کې د نقیب الله مسعود په نوم یو پښتون ځوان وژل کېدو او د هغه له پاره د عدالت غوښتنې په نوم پیل شوی، خو په حقیقت کې له ټولو پښتنو سره د شوي او روان ظلم او تېري انعکاس دی. له تردید پرته د نقیب الله مسعود وژنه یوه سپرغۍ وه چې په تېرو لسیزو کې د راټولو شوو عقدو د پرانستې لمبه ترې جوړه شوه: په تېرو لسیزو کې پاکستان په بلوچستان، قبایلي سیمو، پښتونخوا، کراچۍ او نورو پښتون مېشتو سیمو کې ټول هغه عناصر په یو او بل نوم و ځپل چې پر پاکستان یې د افراطیت او د پنجاب سلطه نه منله. دغه د عدالت غوښتنې حرکت اوس په یو ملي مدني حرکت بدلېدونکی دی.
ددغه حرکت توپیر له ډېرو پخوانیو هغو سره په دې کې دی چې انساني او مدني بڼه یې خورا پیاوړې او لکه لمر روښانه ده، دا ځکه چې ډېرې هغه میندې هم ورته راغلي چې خپل بچیان یې د پاکستاني پوځ په جعلي عملیاتو کې یا وژل شوي او یا لا هم تري تم دي. دوی په ډېره مدني بڼه د خپلو بچو له پاره عدالت او نصاف غواړي. پوښتنه داده چې دغه حالت خو له ډېر پخوا په دې سیمه کې روان دی چې پښتانه مخور، مشران، لوستي او ځوانان په بې رحمي وژل کېږي نو ولې اوس دا غږ پورته کېږي؟ ځواب روښانه دی او هغه دا چې له شاوخوا څلویښتو کلونو راهیسي په بیلابیلو پلمو او نومونو په پښتنو کې د مشري او وتلو کسانو د له منځه وړلو هڅې روانې، د پاکستان بوځي څارګرې ادارې (ای ایس ای) او ځینو نورو پټو څانګو ډېر قومي مشران ووژل. په افغانستان کې هم د ای اېس ای د سیاستونو پربنسټ قومي مشران یا ووژل شول یا کمزوري شول او خای یې جهادي قوماندانانو او مافیایي څېرو ونیو. د اوسني حرکت یو ځانګړنه دا هم ده چې په کې د پښتنو یو ملي، مدني ځوان قیادت د راڅرګندېدو په حال کې دی.
هغه چې وایي:«ځمکه هغه سوځي چې اور پرې بل وي» نو ځکه خو دغه مدني حرکت هم لومړی د مسعودو او وزیرو ځوانانو پیل کړ علت هم دادی چې په اوسني عصر کې چې نړۍ د یو کلي په شان سره نږدې شوې خو پاکستاني واکمنو په وزیرو، مسعودو، نورو قبایلي سیمو څه چې ان ټولو پښتون میشته سیمو کې د وحشت او بربریت تورتم راخپور کړی، نور حقونه خو لاپرځای پرېږده چې دغه خلک ان له لومړي انساني حقه چې د ژوندانه حق دی هم بې برخې دي نو ځکه خو یې له قومي حق سره جوخت د انساني او مدني حق غږ هم پورته کړ. دغه خلک نور افراطیت نه غواړي، ځکه چې ویې لیدل هم د افراطیت د اورپه لمبو وریت کړل او هم دافراطیت ملاتړو، له افراطیت سره د مبارزې په پلمه هرڅه ترې واخیستل. دغه انساني – مدني حرکت بهر خو لاڅه چې ان د افغانستان دننه د ځینو ناپوهو او عقده یي تش په نوم سیاستوالو هغه نارې سورې بې بنسټه ثابتې کړې چې ویل یې کوز پښتانه ځان له افغانستانه پردي ګڼي، خودې اعتراضیه مدني غونډې یې عکس خبره ثابته کړه ځکه چې د غونډې وینا والو ټولو ځانونه افغانان یاد او ګډونوالو په چکچکو بدرګه کړل. د خیبر اجنسې یوې بورې مور چې پاکستاني پوځیانو یې دوه زامن وژلي په ژړا وویل:« پاکستان موږ نه غواړي موږ هم پاکستان نه غواړو موږ خپل ریاست جوړلی شو او موږ به د افغانستان برخه شو» په دغه حرکت کې پښتنو سپین سرو میندو، ځوانو لوستو مېرمنو او پیغلو نه یوازې ګډون کړی بلکې ډېرې علمي ویناوې یې هم کړې دي. دوی د خپلو ورکو بچیانو او عزیزان د ورکې غم دلته راوستلې دي. په دې سره ماته د ارجنتاین دهغو میندو مدني حرکت نیغ سترګو ته ودرید چې په ۱۹۷۷ کال کې یې له ټولو جدي خطر پر ځانونو ومانه او له پوځي دیکتاوره یې د خپلو ورکو بچیانو غوښتنه وکړه سره له دې چې په لومړي سر کې چارواکو وغوښتل دا میندې وویروي خو هغوی ونه وېرې او په زړه ورتیا یې خپل حرکت ته دوام ورکړ چې د پوځي دیکتاتوري خلاف لومړی همدغو زړه ورو میرمنو سکوت مات او دغه مدني حرکت په تاریخ کې یې دغه غورځنګ ثبت کړ. پښتنې مېرمنې هم له پاکستاني چارواکو د خپلو بې ګنا وژل شویو او ورکو بچیانو او عزیزانو پوښتنه کوي، نو ځکه خو باید نړیوال دغه حرکت ته د بشري حقونو له زاویې وګوري او د بشري حقونو مدافعین چې په هر ځای کې وي باید د دغه حرکت ملاتړ وکړي.
سره له دې چې پاکستاني چارواکو پر خپل ټول توان پر دغه حرکت د کلک بندیز هڅه کړې خو ټول هغه کسان چې ځانونه د بشري او مدني حقونو مدافعین ګڼي باید دغه انساني او مدني حرکت د نړیوالو غوږونو ته ورسوي. دغه کار له نړیوالو رسنیو سره د اړیکو له لارې او د خواله رسنیو سمې کارونې له لارې ښه ترسره کېدی شي.
دغه مدني حرکت په ټوله مانا د ډېورنډ کرښې دواړو غاړو ته د امن، سوکالي او پرمختګ په راوستلو کې بې سارې مرسته کوي، د افغانستان، سیمې او نړۍ له امنیت سره نیغ په نیغه اړیکه لري ځکه چې دا سیمه په لوی لاس افغانستان، سیمې او ان نړۍ ته په ګواښ بدله شوې نو ځکه خو اړینه ده چې ټول ددغه حرکت ملاتړ وکړو او د جنګ په ګرم میدان کې د کوچنیو سیاسي او قومي اختلافونو پالل له خیانت سره ورته یو څه بلل کېدای شي.
ټول هغه کسان چې ځانونه انساني او مدني حقونو ته ژمن ګڼي باید نړیوالو ته ددغه مطلب په رسولو کې هاند او هڅه وکړي چې ددې سیمې امنیتي، سیاسي، حقوقي، ټولنیز، مدني، اقتصادي او په ټوله کې د ژوند ټولو اړخونو ته پام وکړي او په ښه کولو کې یې ځکه هیڅ راز هلې ځلې ونه سپموي چې دغه خلک هم د نورو انسانانو په شان هغه ډول چې خپله مدني فرهنګ ته درناوی کوي، نړۍ یې هم باید د انساني او مدني حقونو درناوی او ملاتړ وکړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply