دا چوپتيا به دې نابود کړي

0 579

لکیوال:هلمند یاد

د افغان ټبر د قلم خاوندانو، سياستوالو، مشرانو، واکدارانو، اديبانو، فرهنگيانو، سپورتمېنانو، جهاديانو، ملايانو، د فېسوک اتلانو ، هنرمندانو او همداسې نورو او نورو صاحبانو:
تاسې گټه په چوپتيا کې ليدلې او يا مو اټکل کړئ. ځکه تاسې دا فکر کوئ چې که سبا دا لاريون (په اسلام اباد کې د پښتنو او بلوڅو لاريون) بې له کومې سترې لاس ته راوړنې پای ته ورسېږي نو بيا به شايد زما پوهه تر پوښتنې لاندې راشي، شايد ما خلک د ناشوناليشت او يا فاشيست په صفت ياد کړي، شايد زما شهرت، دنده او نور امکانات په خطر کې پرېوځي، شايد او شايد….خو داسې نه ده محترمه.

که خبرې کول مسؤليت لري نو نه خبرې کول هم مسوليت لري.

حقيقت دادی چې ستاسې چوپتيا ستاسې زړه ورتیا او پوهه تر پوښتنې لاندې راوړي. ايا ته تر ډاکټر اشرف غني په کوم صفت کې لوړ يې چې هغه نن د خپل موقف، شهرت او پوهې سره سره ددې لاريون نه خپله ننگه کوي او ته محترم لا چوپ يې.

ايا ته تر هغه پښتونه کومه بهتري لرې چې نن برېښنا، سرک، روغتون، ښوونځی، پوهنتون، ټليفون او همدې ته ورته د ژوند ټول امکاناتو سره سره راپورته کېږي او د لر او بر ناره پورته کوي او خپل او ستا حق غواړي مگر ته محترم لا چوپ يې.

که ته دا فکر کوی چې دا خو د پاکستان د پښتنو يا بلوڅو خوځښت دی او ما ته يې څه؟ يا دا چې دوي کله د افغانستان پر حالت خپله زړه خوږي ښکاره کړئ؟ يا دا چې کله هم ته په پاکستان کې اوسېدې نو تا سره به چېرې ظلم شوی وي. نو محترمه که ته لږ د ځان سره يو ځل بيا پدې خبرو فکر وکړئ نو دا ټول کارونه خو ستا د چوپتيا برکت دی. دا خو ټول زما او ستا د بې کفايتۍ نه سر چينه اخلي. که تا خپل تاريخ او جغرافيه لوستې وي، که تا د اوسنيو ناخوالو په اړه لږ هم سوچ کړی وي او د خپل راتلونکي نسلونو لپاره دې د ښه راتلونکي فکر په ذهن کې گرځي نو د وخت سره تگ زده کړه. له موقع گټه پورته کړه. دا ځکه چې ستا په شمول ستا د نسلونو نسلونو دښمن همدغه د ډيورنډ کرغېړنه کرښه ده، د پاکستان شتون دی او ستا په منځ کې زما او ستا په جامو کې پټ دښمن دی چې نن يې کم نه کم ته پر وړاندې د حق د غوښتلای نشې. مالي او ځاني قرباني خو لا څه چې کم نه کم د هغه چا پلوی هم نشې کولای چې نن يې ۹ ورځ ده چې ستا د دښمن په زړه اسلام اباد کې د خپلو خوېندو مېندو سره په کډه مخ ته ولاړ دی. نن يې ستا د دښمن په کور کې د هغه بېرغ ته اور پورته کړ او د لر او بر يو افغان ناره يې بدرگه کړه.

افرين شه د هغوي په زړه ورتيا او ستا پر چوپتيا

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply