مزارشریف کې د پاکستان پر ضد لاريون وشو

0 623
ذبيح الله احساس

مزارشريف (پژواک، ٢٢ سلواغه ٩٦): د بلخ ولايت سلګونو اوسېدونکو د پاکستان پر ضد لاريون وکړ او لر او بر پښتانه يې يو افغان وبلل.

دغه لاريون چې نن (د سلواغې ٢٢مه) له غرمې مخکې په مزارشريف کې ترسره شو، چې په کې د ولايتي شورا غړو، د سياسي ګوندونو استازو، ديني علماوو، د ولسواليو قومي مشرانو، ځوانانو او ښځو برخه اخيستې وه.

لاريون کوونکو د “موږ سوله خوښوونکي يو، لر او بر يو افغان، يو ولس، موږ ترهګر نه يو” شعارونه ورکول.

دوى له نړيوالو وغوښتل چې د ډيورنډ فرضې کرښې پورې غاړه د قبايلو حقوقو ملاتړ او د روان ناورين په له منځه وړو کې مرسته وکړي.

د بلخ ولايتي شورا غړى او د لاريون ګډونوال ذبيح الله کاکړ پژواک خبري اژانس ته وويل چې افغانانو اوس خپل دښمن پېژندلى او پر ګډه به يې پر ضد مبارزه کوي.

هغه د هېواد له سياسي ډلو او مشرانو وغوښتل چې کورنی کړکېچ يوې خوا ته پرېږدي او د ګډ دښمن پر وړاندې سره متحد شي.

کاکړ وويل چې د ډيورنډ کرښه نا منل شوې ده او د لر او بر پښتانه يو افغان دي.

د بلخ ولايت ديني عالم مولوي لعل محمد پر پاکستان نيوکې وکړې چې په نوم اسلامي هېواد دى، خو د يوه اسلامي هېواد په توګه عمل نه کوي.

هغه زياته کړه چې له تېرو څو لسيزو راهيسې د يو اسلامي هېواد په توګه یې له افغانستان سره ښه ګاونډيتوب نه دى کړى.

نوموړي په ډاګه کړه چې د پنجاب ملايان دې افغانانو ته اسلام نه ور زده کوي، افغانان تر هر چا پر اسلام ښه پوهېږي او سم عمل پرې کوي.

د دغه ولايت مدني فعال سيد محمد يزدان پرست وويل چې په اسلام اباد کې د پښتنو احتجاج او لاريون د دوى د ويښتابه نښه ده او د پنجاب د ظلمونو پر وړاندې يې مزاحمت پيل کړى دى.

هغه له ولسمشره مننه وکړه چې د اسلام اباد د لاريونوالو ملاتړ يې وکړ.

د لاريون په پاى کې يو پرېکړه ليک ولوستل شو چې په کې له نړيوالو غوښتل شوي چې پاکستان ترهګرپال هېواد وپېژني او له ناټو او امريکايي ځواکونو يې غوښتي چې د ډيورنډ پولې پورې غاړې قبايلي سيمو کې د پاکستان د پوځ او طالبانو پر ضد عمليات وکړي.

د يادونې ده، تر دې مخکې په کابل کې هم دا ډول لاريون شوى و.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply