د کونړ د توغندیو په بریدونو د طالب ويندویانو سکوت څه په ډاګه کوی؟

0 778

ملاعبد الحنان

د طالبانو د تحریک د ابتدا نه د مرحوم لوی ملا صاحب تر وفات پوری، فرهنګی کميسون او ويندويانو یی نه چاته بې ځايه خبرداري ورکولای شول او نه یې بې اساسه خبرې له رسنيو سره کولی شوای، ځکه چئ لوی ملا صاحب به چی څه ويل عملي کول به يې، هسی په دروغو اخطارونه به یې چاته نه ورکول، چې دا په هغه وخت کی د امارت يوه ځانګړتيا وه چی تر اوسه د خلکو په خولو کی ده.

خو له کله چی لوی ملا صاحب وفات شوی، او بیا د ملا اختر محمد منصور صاحب له شهادت وروسته ځينی داسی کسان واک ته ورسیدل یا واک ورکړل شوی دی چی خپل مسؤلیت نه پيژنی او یوازی د خپل مسؤليت په نامه یی اکتفاء کړی، دا هم احتمال لري چی په داسی ځای کی ساتل کیږی چی په خپلو خبرو او نظرونو کی استقلال نلری.

دا ډول خلک له تیر يو نيم کال څخه نه ځان چاته  ښيی او نه يی غږ چا اوریدلی، د مرګ، ژوند، ازادۍ او غلامۍ څخه یی څوک نه دي خبر، او نه څوک پوهیږي چې څومره مستقل دي.

نو د همدی کبله په طالبانو کې خودسری له کنتروله وتلی ده. د مثال په توګه د فرهنګي کمیسون د مشرانو نه د اميرخان متقي او احمد خان متقي یادونه کولی شو چی په کويټه او پنډۍ کی میشت دي، د پاکستاني ادارو په مشوره په ازادانه ډول خپرونی کوي او د بریدونو د مسؤلیت اخیستلو او نه اخستلو اجازه ترې اخلي.

د درواغو خبرو یوه بیلګه یې هلمند ته د امیر المؤمنین سفر وه چی تیر کال یې د خپل دښمن جنرال رازق ادعا په درواغو ډنډوره کړه، حال دا چی نوموړی هلته سفر ندی کړی.

بله مهمه خبره اشغالګری امريکا ته د اخطارونو ده، نو څرنګه چی امریکا په افغانستان تیری کړی او د اسلام دښمنه ده ، نو باید تل تر بریدونو لاندی ونیول شي ترڅو وتلو ته مجبوره شی. خو سوال دا دی چی پاکستان تر اوسه طالبان د بریدونو څخه منعه کړی وه اوس یی ولی په افغانستان کی د غټو بریدونو د مسؤلیت اخیستلو اجازه ورکړه، او په یوه اعلامیه کی یې د دوی په استازیتوب اخطارونه ورکړل؟؟؟

اوس موږ ګورو چی پاکستان د طالبانو په اوږه راکټ چلوي او طالبان یې هم په خوشالی ورسره منی، بله دا چی پاکستان امریکا ته د ډرون د رانسکورولو ګواښ کړی وه، خو ولی یې راونه غورزول، ځکه د ډرون د راغورزولو په ځای ئی په ډیر حساس وخت کی طالبان استعمال کړل خو متاسفانه طالبانو ته ئی هیڅ ګټه ونه کړه او نه پاکستان ورسره داسی ملګرتیا وکړه په کومه اندازه چی دوی ورسره اخلاص کړی وه.

د طالبانو تحریک باید خپل استقلال پخپله وساتی او د خپل مسؤلیت تر حده کار وکړي او دفرهنګي کمیسون مشران باید دخپلو ځانو دمصلحت اوحفاظت په  خاطر ټول تحریک نوی مشکلاتو ته ورټیل نه وهی او دپردیو په اشاره نور اعلانونه او بیانونه ورنکړی.

بله دا چی پاکستان هره ورځ په کونړ دتوغندويو بريدونه کوی خو طالبان پری چپه خوله دی، نو ایا د امریکایی بمباریو او پاکستان توغنديو بریدونو فرق شته؟ واضحه خبره ده چی دواړه د افغانستان په حریم باندی وحشیانه یرغلونه دی، هیڅ فرق نلری، نو که اختارونه ورکول کیږی هم باید دواړو ته ورکړل شي او که غندل کیږی هم د دواړو وغندل شي.

 که طالبان له پاکستان نه خپل استقلال ثابتول غواړی، او اخطار هم نشی ورکولی، نو حد اقل دغه بريدونه خو باید وغندی، او که همدی سکوت ته دوام ورکړی نو دا ئی عدم استقالیت په ډاګه کوی.

بل دحقیقت څخه لیری خبره چی ددوی ویندویان ئی کوی داده چی وائی مشرتابه ئی دافغانستان په دننه کی دی ، اوداځکه چی شوراګانی اوتصمیم نیول ئی په کویټه او پيښور کی کیږی ، اودسیاسی دفتر غړی پنډئ ته احضار کیږی اوداسی نور.

په اخیر کی وایم چی درواغ او دبل په ژبه غوشتنه خبری کول دطالب ویندویانو سره مناسب ندی ، هجرت په هرچا فرض دی او دیار هجرت خپل شرايط لري ، نو چی څوک جنګ کوی مجبور دی یو ځای ته پناه یوسي، خو خپل واک او اختیار بل ته ورکول ، دبل دګټی لپاره خپل ملګری ، خلک اوهیواد قربانی کول ندی پکار.

او د سرشندونکو داخلاص څخه باید سوء استفاده ونکړی او دهغوی اخلاص اوقربانی د بل چا دمصالحو قربانی نشی.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply