دعوت ملی خپلواکه خپرونه ۲۹ کلنه شوه/ حبیب الله غمخور

0 2,345

گرانه محمد طار ق  بزگر صاحب د دعوت خپلواکې نشريې ۲۹ کليزه  دي مبارک شه

د دعوت میډيا پياوړی بنسټ اېښېدونکي او پرمخ وړونکی!

په ډير وياړ تاسو درانه او په فرهنگی هڅو کې نه ستړي کېدونکي شخصيت، د دعوت ملي خپلواکې خپرونې مؤسس، ستاسو کاري ملگرو  او قلمي همکارانو ته چې د دي نشراتي ارگان  پاڼې په سمبالتيا کې ستاسو سره مرسته کړې د دعوت ملی خپلواکې خپرونې   د۲۹ کليزي په مناسبت د گلو د گېډی په ملتيا د دې نشريې  د لوستونکي او قلمي همکار په توگه زماد زړه له کومې مبارکی او نېکي هيلي قبولي کړئ .

په حقيقت کې د يوه مطبوعاتي چوپړ لپاره پدې څوکلونه  کښي دومره پاخه وځلېداست لکه چې څو لسيزي  مو له فرهنگی او  ژورناليستيک چوپړ نه تېر شوی وي .

په حقيقت کي د يوه مطبوعاتي چوپړ  لپاره دا موده دومره اوږده نده او د سترگو د رپ  ارزښت لري، خو تاسو پدې لنډه موده کښي دومره پاخه وځلېداست، چې بېلگه یې ډيره کمه ليدل کېداي سي  .

گران محمد طارق بزگر صاحب !

دا تاسو  واست چې د يوځوان مهاجر په توگه مو دعوت خپلواکي خپروني لومړۍ ګڼه  د ۱۹۸۸ کال د دسمبر میاشت کې د ناروې له هاراید څخه په خورا ناچیزه امکاناتو خپره شوه، لومړی ناروې، سویډن، ډنمارک او ورپسې نورو اروپا يي هيوادونو او بیا د نړۍ په  ۵۶ هېوادونو کې افغانانو او د افغانستان د تاريخ او ورځنيو مسائيلو سره علاقمندو اشخاصو،  ټولنو او دفترونو ته ولیږل شوه او زما د معلوماتو له مخې چې يو د ترلاسه کونکونه  يې هم زه يم تر اوسه دا د لیږلو لړی روانه ده .

په رښتيا سره ستاسو د زيار او بې ساري علاقې  په برکت  دعوت ملی خپلواکه نشريه او دعوت ويب پاڼه  ډير  ژر د خلکو زړونو ته لار پيداکړه، بې ځايه به نه  وي که ووايم  هغه کسان چې غواړي د افغانستان او هغه د شاوخواسيمو په سياسي، پوځی، اقتصادي ،ټولنيز او فرهنگي حالاتو باندي ځان خبر او ياڅېړنيز کار وکړي  نو هرو مروستاسو نشراتي ارگانو آرشيف  ته سر ورښکاره کوي . دا نشريه اوس دومره غښتلې شوې چي په مختلفو برخو کښي دهر علاقمند او څېړونکي تنده ماتولاي شي.

زه د دې نشریې  د دايمی لوستونکی او همکار په توگه د دې نشريې د غښتلتيا، پياوړتيا او شهرت موندلو په لار کي ستاسو شپه او ورځ نه ستړی کېدونکی  زيار او زحمت ته د قدر په سترگه گورم . پدې پاک علمی او فرهنگی چوپړ کې چې موخه مو افغان ولس ته خدمت او هغوي ته ډير  ژر هر ډول کره او کوټلی معلومات  رسول دي څارم ،ستاسو  پراخي حوصلې اوغښتلی ارادې ته حيران يم ، د بدو سترگو نه په امان اوسې  .

پوهېږم او تاسو درکوم چې تاسو د کډوالی د لمړنيوکلونو په کومو شرايطوکښي د دعوت ملی خپلواکی خپرونې نشرېدل، د قلمی همکارانو پيداکول، چاپ او په خپل لگښت لوستونکو ته لېږل ترسره کول . آفرين دې ستاسو پرهمت، هوډ او ملی احساس وي .

د دعوت خپرونې هره گڼه د دې شاهدي ورکوی چې تاسو او ماته معلومه ده چي تاسوپه څومره مينه اوعلاقه د دې نشرې د نشر لپاره کار کوی، دا موږ ټول منو او د قدر په سترگه ورته گورو چې تاسو ملت او انسانيت ته ژمن ژورناليست او د پاڼې مسول غواړی لدې لاري خپل ولس ته د ملی خدمت جوگه سی .

زه پوهېږم چې تاسونه يوازي د دې خپرونې لپاره د مضامينود راټولو، تنظيمولو، چاپولو لپاره څومره زيار ايست او اوس یې هم  باسی، بلکې د دې نشريې ټولي سرمقالې ستاسو د غښتلی قلم او ملي احساس څښتن په قلم ليکل سوي دي .

ستاسو هلي څلی اود نړۍ د مختليفو شخصيتونو او څېرو سره مطبوعاتي مرکې، د قلمی همکارانو او ليکوالوسره اړيکي نيول، په کنفرانسونو، سمينارونو او غونډو کې فعال گډون کوم ساده او اسانه کار ندی، پراخه حوصله او ملي هوډ غواړي ،ستاسو دا هوډ او هڅي  نه يوازي ما بلکي هر افغان ته چې ستاسو له زيار او زحمت سره بلديت لري معلوم او د قدر په سترگه ورته گوري .

گران او منلی بزگر صاحب!

تاسو او ستاسو مرستندويانو او په ځانگړې توگه زما قدرمنې خور او ستاسو درنې او پتمې کوروداني ته چه هره ورځ تر نيمو شپو ستاسو د کمپيوټر د کيبورډ د ټک، ټک اواز تحميلوي پراخه حوصله،خوښ ارام او بسيا ژوند غواړم .

پدې  علمی او فرهنگی چوپړ کې چې موخه مو افغان ولس ته خدمت او هغوي ته د اړينو معلوماتو او نورو مهمو خبرونو رسول دي د لازياتو برياوو هيله کوم  .

پدې هيله چي په ژوند کښې مو يوازي خوښۍ او ملت ته د فرهنگی زيار او چوپړ په لار کې برياوي مل وي.

حبيب الله غمخور په سويډن کې د دوستی فرهنگي ټولنې مشر او روزگان ملي مهالنۍ خپرونې  چلوونکی 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply