دعوت ډیرو هغو پیغلو او ځوانانو لپاره چې خپل هیواد نلری د یوې لارښود په حیث خپل رول لوبولی دی

0 2,251

انسانان د خپلو معلوماتو پر بنیاد د خپل ژوند لارې ټاکي او د خپلو معلوماتو په رڼا کښې خپل ژوند تیروي. ویښ انسانان، قومونه، ولسونه، او ملتونه تل کوښښ کوي چې معلومات یي د حقایقو پر بنسټ ولاړ وي. همدغه وجه ده چې دوی تل کامیابه، سرلوړي، پر خپلو ځانونو معتقد او خپلواکه ژوند کوي.

که په تیرو وختونو رڼا واچوو او مختلف ولسونه یو له بل سره پرتله کړو نو په ډیره اساني سره به ووینو چې هغه ولسونه چې د غلطو معلوماتو ښکار شوي دي نو یا خو یي نوم او نښان ورک شوی دی او یا د تباهي ښکار شوي او د ذلت او د بل واکی په تورو شپو کښې د محتاجی ژوند تیروي.

که چیرې مونږ د افغانستان دې تیرو څو لسیزو ته یوه کتنه وکړو نو پدې به پوه شو چه هغه غلط معلومات چه زمونږ تر غوږونو تر ننه پورې رارسیږي ترینه تر څومره د پردیو ګټو دپاره استفاده شوې ده او څومره زمونږ د تباهی او بربادی سبب ګرځیدلی دی.

د دغو ټولو حقایقو په نظر کې نیولو سره باید ووایو او دا ومنو چې معلومات او رسنی زمونږ د ژوند او مرګ سره تړلي دي. دا باید ومنو چې سپیڅلي ژورنالستان همیشه د خپلو پرګنو او ملتونو ګټې له خپل ژوند څخه برترې ګڼي او خپل ژوند د خپل ملت په ژوند کښې ویني. نو ځکه په ډیرو ځایونو او حالاتو کښې دغه سپیڅلي انسانان د ظالمانو، وحشتګرو او د بې ضمیره انسانانو د توطئو ښکار شوي، په زندانونو کښې غورځول شوي او ډیرو خپل ژوند له لاسه ورکړي.

ښاغلي محمد طارق بزګر هم یو له هغو سپیڅلو ژورنالستانو څخه دی چه خپل ټول عمر یي د خپل جنګ ځپلي ولس ته قرباني کړی دی او د خپل ملت اواز یي په هر ځای، هر وخت او هر حالت کې ژوندی ساتلی دی.

دعوت دا یوازی نه چې یوه خپلواکه خپرونه ده بلکه د ډیرو هغو پیغلو او ځوانانو لپاره چې خپل هیواد نلری د یوې لارښودې په حیث خپل رول لوبولی  دی.

کله چې زه د لسو کالو په عمر کې له خپل ټاټوبی افغانستان نه له خپلې کورنۍ سره وشړل شوم او بیا وروسته د اروپا او امریکا ښارونو کې سرګردانه او له خپل ټاټوبې او ولس ځخه نا خبره ګرځیدم نوهمدغه دعوت او د دعوت پر څیر نورې ملي خپرونې وې چه ما ته او زما پر څیر میلیونونو نورو ځوانانو ته یي د خپل هیواد کیسې کولې او زمونږ زړونه یي له خپل ټاټوبي سره پیوندول.

نن د دعوت او د نورو ملي خپرونو له برکته مونږ یواځې دا نه چې د خپل هیواد له حالاتو خبریږو بلکه د دغه معلوماتو په رڼا کې د خپل هیواد او خلکو د سوکالی له پاره هلې ځلې کوو.

شاهي سعادت

 

دا لیکنه د دعوت مجلې پرله پسې ۲۳۴-۲۳۵ ګڼو کې خپره شوې ده

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply