سلمان خان دا ځل پر بوبي‌دېول مهربانه شو

0 985

دبنګ خان په ښو فلمونو جوړولو او ښې اداکاري سربېره، یو مهربانه انسان هم دی او وخت ناوخته يې په بالیووډ کې د نورو لاس نیوی کړی، بیا یې د بریالیتوبونو تر لوړو پوړیو رسولي دي.
داسې ډېر ستوري شته چې نن د سلمان خان له برکته پر بالیووډ راج کوي.

تازه خبر دا دی چې د رېس۳ فلم د عکس بندۍ پر مهال سلمان خان پر بوبي‌دېول زړه سوځولی او غواړي چې هغه د لومړۍ درجې فلمونو جوړولو ته بېرته راولي.
هندي رسنۍ لیکي، د رېس۳۳ د عکس بندي پر مهال سلمان له بوبي متاثره شوی او هغه ته یې وړاندیز کړی چې د هغه د فلم جوړولو کمپنۍ سره لوراتري فلم لاس‌لیک کړي.

سلمان ویلي، بوبي‌دیول هر څه کولای او یو ځلانده ستوری دی.
دا پرېکړه وروسته له هغه کېږي چې بوبي‌دېول په دې وروستیو کلونو کې له سېنما شا ته شوی، څوک په فلم کې د کار کولو چانس نه ورکوي، خو دا ځل پرې سلمان خان مهربانه شوی دی.

سرخط ورځپاڼه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply