جنرال رازق د نويو تذکرو د وېش ملاتړ اعلان کړ

0 876

د کندهار امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق ویلي، چي له برښنایي پیژندپاڼو سیاسي ګټه اخیستل ورته د منلو نه دي او په دې برخه کي د ستونزي جوړونکو په وړاندي ولاړ دی.

جنرال عبدالرازق زیاته کړې، چي د الکترونيکي پیژندپاڼو قانوني مرحله هم له وړاندي پای ته رسېدلې او هیچاته اجازه نه ورکوي چې له دې موضوع سیاسي ګټه پورته کړي.
رازق افغانیت خپل ملي هویت بولي او زیاتوي، چي د انتخاباتو لپاره ځیني درواغجنې وعدې وشوې، په عملي کولو کي يې هیچا پوښتنه ونه کړی، خو اوس د يوې ملي موضوع په برخه کي خنډونه جوړېږي.
جنرال عبدالرازق په ټینګار سره ویلي، چي په دې برخه کي هیچا ته د ستونزي جوړولو حق نه ورکوي.
د برښنایي پیژندپاڼو په تړاو اختلافونه له کلونو راهیسې روان دي او همدې اختلافونو د تذکرو د ویش پر وړاندې خنډ رامنځته کړی دی.
دا په داسې حال کې دي چې د حکومت ځینو لوړپوړو مشرانو په تیرو څو ورځو کې خپل ځانونه بایومتریک کړي او ویل کیږي چې د پیژندپاڼو ویش په راتلونکو ورځو کې پيل شي، خو اجرایي ریاست بیا د پیژندپاڼو له ویشلو سره مخالفت څرګند کړی دی.
ولسمشر غني، لومړۍ مېرمن، دویم مرستیال سرور دانش او ځینو نورو چاروکو په ارګ کې د بایومتریک پروسه ترسره کړې، خو عبدالله عبدالله ویلي دا یوه ملي مسله ده او باید چې په دې تړاو یوه ملي اجماع رامنځته شي.

1tvnews.af

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply