٢٩ کاله دعوت وشو، خو زمونږ د وېښتابه کار څنگه شو؟ / محمدآصف ننگ

0 2,615

 

محمد آصف ننگ

د کاروان د تحقيقاتو د مرکز رئيس،

 ١٣٩٦ د تلې مياشت، کابل

٢٩ کاله يعني د يو نسل عمر، دومره ډېر کلونه د دعوت ورځپانې دعوتي او د وېښتابه او د اذهانو د تنوير ماموريت ترسره شو، د خپلې مطبوعاتي تجربې له مخې، چې د وطن مياشتنې مجلې او بيا د اقتصاد مياشتنې مجلې د مدير مسوول په حيث مسووليت درلود، راته معلوميږي چې د ټولنې د بيدارولو او پوهولو کار څومره ستونزې لري.

دغسې دروند، له مسووليت او زحمت ډک مزل، چې ښاغلې محمدطارق بزگر او ټيم يې پوره ٢٩ کاله طى کړى واقعاً له عظمت ډک دى او سخت د قدردانۍ وړ ده.

په همدې دعا چې خداى پاک دې د دې غښتلې شخصيت قلم او پيام پياوړى لري او هم دې خداى پاک پر دې ملت رحم وکړې چې د غفلت له خوبه راوېښ شي او د نړۍ د ترقۍ او پرمختگ له کاروان سره دې دوى هم سيال شي.

دعوت خپرندوى مرحلې:

 که ٢٩ کلن تسلسل ته وکتل شي، زه يې په څو مرحلو کې څېړلې شم:

(١) په افغانستان کې د انقلابي احساساتو مرحله، دا هغه مرحله وه چې د رغونې او تحمل پيامونه پکې کم چليدل، دا داسې مرحله وه چې د انکشاف، ترقۍ او پرمختگ او د نظام جوړونې په هکله بحث کول، ډير اوريدونکې او خريداران نه درلودل، خو دعوت پدې کلونو کې هم ډېر ښکلې مباحث درلودل، دعوت پدې مرحله کې يو روڼ آندۍ قشر وروزه او هغه قشر د نن ورځې په کار و بار کې ډېر ښکلې او مثبت نقش ايفا کوي، دعوت پدې کلونو کې د انقلابونو پيامونه کم او د وطن او وطن پالنې پيامونه ډېر نشر کړل.

(٢) بله مرحله د طالبانو مرحله وه، دا کلونه هم سخت ول، داسې کلونه وو چې پکې بيا هم د وطن او وطنپالنې سودا ورکه شوې وه، فکري اختناق ته ورته مرحله وه، د ليکوالانو قلم نه چليده، محدوديتونه هم پريمانه و، پدې کلونو کې دعوت له وطن ليرې و خو مخاطبين يې په ايران، پاکستان او غربي هيوادونو کې تر ټولو ډېر و، دعوت پدې کلونو کې د وطنپالنې تر څنگ، خپله بې طرفي حفظ کړه، او د وطن د نجات او فلاح لپاره يې ښې ډېرې مقالې خپرې کړې.

(٣) تر سپتمبر (٩) وروسته مرحله، دا زمونږ په تاريخ کې د بدلون او تحول تر ټولو عمده مرحله ده، پدې مرحله کې د افراط تر حده د ديموکراسۍ شعارونه وغږول شول، پدې مرحله کې دوه درې پدېدې د بحث وړ دي، اول دا چې رسنۍ غږيزې او چاپي ډېرې شوې، بيا يو څو کاله وروسته پسې بصري رسنۍ او تلويزونونه ډېر شول، پدې رسنيزه وسايلو کې خو شوقي او تفريحې برنامې ډېرې دي، خو د خردمندۍ، بيدارۍ، تعقل، تربيت او هدفمنده ماموريت ته د ولس د توجيه کولو او بسيج کولو پيامونه پکې ډېر کم خپاره کيږي.

پدې حاضر دور کې خواله رسنۍ، تويتر، فيسبوک او… هم پرې اضافه شول، چې د پيامونو د مديريت او سانسور سلسله يې ختمه کړه، بې بندوباري يې وزيږوله، د حق او باطل، د سهې او غلط او د گټور او مضر پيام او خطاب تفکيک يې مشکل کړ.

بل دا چې پدې مرحله کې د چاپيزو رسنيو، يا پرنټ ميډيا، نقش ډېر کمزورى شو، د خبر د نشر سرعت زيات شو او هر څه په ډيجټل بڼه واوښتل.

پدې حاضر دور کې دعوت او بزگر دواړه ښه چليدلې، د تيرو ١٦ کلونو تسلسل مې په چابکه توگه وکتو، واقعاً ډېر عالې پيامونه خپاره شوي، د اعتداله پر کرښې تگ شوى، ابله بازاري او اپلت پيامونه او مقالې قطعاً ندې نشر شوي، پدې مرحله د دعوت په مطالبو او مقالو کې د سولې غوښتونکې، چاپيريال او محيط زيست، معادن، منابع، اقتصاد، سياسي اصلاحات، وده او انکشاف، پوهنه، زراعت او هر ډول تنوع څخه ډک نشرات شوي دي، د بزگر صاحب په اړوند رسنيو کې د هنر برخه هم ښکلې اثار لري، د محلې نايابه موسيقۍ کليپونه، تصويري هنر، جالب عکسونه او…

د دې ټولو معنا دا چې دعوت د عصر په ژبه ښه پوهيږي، اعتدال او معقوليت ښه ساتلې شي او د وخت له تقاضاوو سره سم مزل کولى شي.

سپارښتنې:

سپارښتنې مې هم مختصره دې، ويپ پاڼې کې دې د پښتو کتابونه ور اضافه شي، په خاصه توگه هغه کتابونه چې ژباړې ته ضرورت لري. د امريکا او اروپايي سياست او اقتصادي ودې په هکله ډېر ښکلې آثار چاپ شوي، که ژباړه يې ترسره شي او بيا علاقمندانو ته کېښودل شي، نو د سياسي بصيرت په برخه کې به مهم نقش ولوبوي.

بل دا چې که دعوت د مهالنۍ يا فصلي مجلې په حيث په عصري او رنگه بڼه چاپ شي، نو د چاپې رسنيو صنعت او د مطالعې کلتور به ادامه پيدا کړي. ډیر خلک انترنيت ته لاسرسی نلري، او يو زيات شمير خلک په پوهنتونونو، انستيتوتونو او مکتبونو او مدرسو کې دي، دوى بايد له پامه ونه غورځول شي، ځوانان ځکه مهم دي چې خداى مکړه بيا د افراطي افکارو ښکار نشي، انقلابونه له همدې څو پوهنتونونو را شروع شول او څلويښت کاله يې دوام وموند، وطن يې هم ړنگ کړ او دوه ميليون وگړې پکې شهيدان شول. ځکه نو تاکيد کوم چې مجله دې هم خپره شي.

زه شخصاً د دعوت هغه مزمن لوستونکى او مينه وال يم، چې له دعوت مې ډېر څه زده کړې، ځکه نو دغه خپرندوى بنياد حق لري چې امتنان يې وکړم، له چلونکي ټيم، مشرتابه او د ليکوال غړو له ډلې څخه يې…

رڼا مو لا ځلانده اوسه او خداى پاک دې د دې سپېڅلېو زحمتونو بدله په دنيا او آخرت کې درکړې.

دا لیکنه د دعوت مجلې په ۲۳۴-۲۳۵ ګڼو کې خپره شوې ده

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply