د (دعوت) ښکلې مجله او ښکلې پاڼه / عبدالغفار جُبیر

0 3,620

 د (دعوت) مجلي او ویب پاڼې مؤسس ښاغلی مشر ورور محمد طارق بزګر صاحب هغه څوک دئ چي د لومړي ځل لپاره یې زما لومړی آثر ( ما ولي اسلام قبول کړ؟) د ده په هڅو او مالي لګښت سره په ۲۰۱۰ میلادي کال کي چاپ شو، که زه په لنډو کې درته ولیکم: ((ښاغلي بزګر صاحب زه لیکوال کړم.)) . ما له نن څخه ۸ یا ۹ کاله مخکي دعوت ویب پاڼې ته لیکنې لېږلې، چې کله به مي یوه لیکنه ولېږله، د دوهمې لیکنې لپاره به بزګر صاحب تشویق راکړ، او وبه یې هڅولم چي بله لیکنه او ژباړه وکړم، زما دوهم اثر (اسلام او نوي ساینسي څېړنې ۱ ټوک) هم د ده په کوښښ په سویډن کي تکړه ورور ښاغلي ملګزي صاحب چاپ کړ، او بزګر صاحب ته دې الله جل جلاله په دنیا او آخرت کي پوره عوضونه ورکړي. (امین)

د ښاغلي محمد طارق بزګر  صاحب ښکلې ویب پانه چي مخکي د (دعوت) په نامه او بیا (افغان سباوون) شوه، ډېره یوه هر اړخیزه او معلوماتي ویب پاڼه ده، موږ تر هر څخه مخکي همدغه ښکلې پاڼه اقلا په ورځ کي څو څو ځلي ګورو، دا ځکه چي داسې لیکنې پکښې شتون لري، چي په نورو ویب پاڼو کي نشته او بې بېلګې دي، اسلام، سیاست، ساینس، سپورت، تاریخ ، د نړۍ هیښونکي او هر ډول لیکنې، کتابونه اوویډیو ګانې پکښې شتون لري. د افغانانو د درد احساس، د سولې پیغام، د نېکمرغۍ ولولې، د سکون ټکور، د پرمختګ لارې چارې او داسې نور اړین توکي پکښې پراته دي، نه یواځي د هغو افغانانو ولولې او احساسات منعکسوي چی په لویدیځ کي اوسیږي بلکې د ګران هیواد افغانستان ورځنۍ تودې پیښې او ناخوالې هم پکښې رانغښتې دي، چي همدا د دې ښکلې پاڼې یوه ځانګړتیا ده. د بزګر صاحب په دې نړیواله پاڼه کې علاوه له دې څخه چي افغاني او اسلامي لیکنې خپریږي بلکې ازادې لیکنې هم سته، چي کېدای سي همدغه لیکنې په ډېرو ویب پاڼو کي شتون ونلري، چي مطلب مي دا دئ چي بزګر صاحب خپله یو تکړه نړیوال ژورنالست دی، نو تر ډېرې اندازې پورې د ژورنالیزم د اصولو مطابق د بیان ازادي یې هم پلې کړېده

دعوت خپرونه:  موږ زښته ډېرې مجلې لوستې او یا یې هم لولو، هم خارجي مجلې او هم داخلي مجلې، خو د (دعوت) مجله یوه بې مثله ، معلوماتي او هر اړخیزه مجله ده، بزګر صاحب موږ د (دعوت) مجلې هره ګڼه را لیږي، کله د لیکوالانو، ادیبانو، پوهانو اوعلماء داسې ګڼه ګوڼه جوړه سي چي بیا موږ دغه مجله فوتو کاپي کړو او بیا یې تر ملګرو او دوستانو پورې رسوو، چې له دې ښکلې مجلې څخه موږ هر څه لکه: سیاست، افغانپوهنه، ادبیات، تاریخ، ساینس او نور…. رازده کړيدي. که زه په دا هر څه په یوه جمله کي را ونغاړم نو زه ویلای سم ((د دعوت مجله او ویب پاڼه یو نړیوال دائرة المعارف دی.)) الله جل جلاله دي و بزګر صاحب ته اوږد عمر ورکړي چي همدا ملی ویاړ تل له ځانه سره ولري، او همدا ملي خدمت ستر عبادت وګڼي.

عبدالغفار جُبیر

دا لیکنه د  دعوت مجلې په پرله پسې ۲۳۴-۲۳۵ ګڼو کې خپره شوې ده

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply