افغانستان د موسیقي «نوبل جایزه» وګټله

0 709

د افغانستان د موسیقي ملي انسټیټیوت او د امریکا متحده ایالاتو د موسیقي ډله پۀ ګډه توګه د ۲۰۱۸ کال لپاره د پولر موسیقي جایزه Polar Music Prize ګټلې ده.

د پولر موسیقي جایزه د نړۍ پۀ کچه د موسیقي پۀ برخه کې د نوبل جایزې Noble Prize پۀ څېر ګڼل کیږي.

ټاکل شوې چې د افغانستان د موسیقي ملي انسټیټوټ او د امریکایي موسیقي ډله Metallica «میټالیکا» دغه جایزه د روان کال پۀ جون میاشت کې ترلاسه کړي.

د راپورونو لۀ مخې، د افغانستان د موسیقي ملي انسټیټیوټ او د میټالیکا ډله دواړو دغه جایزه د سویډن په سټاکهولم ښار کې ترلاسه کړي او ترڅنګ یې ۱۲۵ زره امریکایي ډالر نغدي جایزه هم ترلاسه کړي.

د افغانستان د موسیقي ملي انسټیټیوټ په ۲۰۱۰میلادي کال کې د احمد سرمست له خوا پرانستل شوه او دغه انسټیټیوټ د نارینه او ښځینه زده کوونکو لپاره د یو ګډ تعلیمي بنسټ د جوړولو په خاطر د دغه جایزه د ترلاسه کولو لپاره په ۲۰۱۸ د ګټونکی په توګه پیژندل شوې ده.

د موسیقي په برخه کې پولر جایزه د ۱۹۸۹ میلادي کال راهیسې د موسیقي په برخه کې د نوښت په خاطر ورکول کیږي او د جایزې بل موخه د هېوادونو ترمنځ د موسیقي په برخه کې د خنډونو لرې کول دي.
خامه پرس – پښتو

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply