پاکستان، اسلام اباد کې د پښتنو مدني اعتراض غچ د عطا پر مټ اخلي

0 919

ودان روښان 

پاکستان تل هڅه کړې چې په پاکستان کې د هرې پېښې غچ له افغانستانه واخلي او دا پیښې ډېر ځله تکرار شوي دي. کله چې هلته چاودنه شوې یا کومه بله پېښه نو دوی( ای اس ای) سمدلاسه په افغانستان کې جنایت ته لاس اچولی، پرته له دې چې کوم ثبوت ولري یوازې د خپلې غصې سړلو له پاره یې په افغانستان کې وینې تویه کړي دي. دغه راز، که په کومه بله بڼه یې زیان لیدلی وي نو بیا یې هم غچ له افغانستانه اخیستې په دې اړه ډېرې بېلګې لیدل شوي دي.

یو وخت چې کله داوود خان یوازې په خوله د پښتنو د حقه حقوقو غږ پورته کړ، په دې اړه نصیر الله بابر وایي چې ذالفقار علي بوټو ده دنده ورکړه چې د داوود خان ځواب ورکړي او ده(نصیر الله باربر) هم د هغه وخت اخوانیان لکه برهان الدین رباني، ګلبدین حکمیتار، احمدشا مسعود او نور د پیښور په بالاحصار کې راټول او د چریکي جګړو له پاره یې وروزل چې ورسته دغو کسانو په کونړ، ننګرهار او پنجشیر کې بریدونه وکړل او د بابر په وینا دغه کار داوود خان سخت وویراوه او د تمې خلاف پاکستان ته دغو بریدونو ګټوره پایله درلوده.

کله چې په ۱۹۸۰ کال کې په کابل کې د پاکستان سفارت یو کارکونکي ځان د شوروي سفارت ته وسپاره او پاکستان ته له تلو یې ډډه وکړه، پاکستاني چارواکي په ډېرو هڅو وتوانېدل چې شوروي دیپلوماتان او څرنګه چې دا پېښه په کابل کې رامنځته شوې وه افغان چارواکي قانع کړي چې دوی(پاکستنایان) له خپل تښتېدلي دیپلومات سره مخامخ کړي، په پای کې دا زمینه برابره شوه، خو کله چې پاکستانیان له خپل تښتېدلي دیپلومات سره مخ شول هغه په لنډو ټکو کې ورته وویل چې په خپله خوښه پاکستان له تلو ډډه کوي او بس نه یې د چا خبره واورېده او نه یې خپله بله خبره وکړه. په دې سره د پاکستان حکومت سخت ټکان وخوړ دا ځکه چې د پاکستان د وخت پوځي حکمران ضیاالحق چې ځان د کمونیزم په مقابله کې د امریکا سیمه ییز ژاندارم باله او شوروي ته یې د خپل یو دیپلومات په تسلیمېدو که کوم پاو ابرو درلوده هغه هم تویه شوې وګڼله، ده (ضیاالحق) خوار هم د ځان تسکین له پاره د دې پېښې د غچ له پاره  خپل یو استخباراتي مامور ته دنده ورکړه چې په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت کوم دیپلومات وهڅوي چې خپل وطن ته له تلو ډډه وکړي په داسې حال کې چې دغه کار شورویانو ورسره کړی و نو دی هم باید له شورویانو خپل غچ اخیستی وی خو د شوروي غچ یې له افغانستانه اخیست. د پاکستان د استخباراتو دغه مامور چې په مستعار نوم یې خپلې خاطرې لیکلي وایي چې ضیاالحق له دندې وروسته اړوندې څانګې ته امر وکړ چې هر ډول مادي او نورې اسانتیاوې ورته برابرې کړي. دی وایي د خپل ښکار په لټه کې و چې په یوه ملیمستیا کې یې یو افغان دیپلومات له یوې پاکستانۍ نجیلۍ سره په تودو خبره بوخت ولید چې هغه د کابلیانو خبره ګپ یې ورکړی و. پاکستانی مامور وایي چې په دې سره ډېر خوشاله شو او ویې انګېرله چې ښکار پیدا شو. دده په وینا کله چې نجیلۍ ګوښې شوه دی په بېړه ورغی ځان یې ور وپېژاند او په دې وپوهید چې نجیلۍ په کومه تراول اجنسي کې کار کوي، پته یې ترې واخیسته او وروسته یې پلان جوړ کړ.

د پاکستان دغه استخباراتي مامور کیسه اوږده، ده… خو زه به یې رالنډه کړم او هغه دا چې له همدې لارې دی دغه افغان دیپلومات ته ځان سوداګر ورپېژني او ورنږدې کېږي، ان تر دې چې کورته یې لارپیدا کوي او ګوري چې د افغان دیپلومات میرمن ډېره دینداره ده او دی هم همدغه لار مخکې نیسي او میرمن یې قانع کوي چې په افغانستان کې یو بې دینه حکومت دی او ښایي خاوند او کورنۍ یې هلته خوندي نه وي. دی کابل ته نه تګ سلامشوره ورکوي او هم په امریکا، بریتانیا او نورو لوېدیځو هیوادو کې د پنا اخیستنې په اړه شنه او سره باغونه ورښیي او هم د مرستې ډاډ ورکوي. لنډه دا چې کله په اسلام اباد کې د افغان دیپلومات د ماموریت موده پوره کېږي، د پاکستان د استخباراتو دغه مامور د هغه د مېرمنې په مرسته دیپلومات قانع کوي چې خپل هیواد ته له ستنېدو ډډه وکړي چې همداسې هم وشول. دی وایي له هغه وخته بیا نه دی خبر چې افغان دیپلومات له خپلې کورنۍ سره کوم لوري ته لاړ. د پاکستان د استخباراتو مامور په ډېر ویاړ وایي چې په دې توګه یې شوروي ته د خپل تښتېدلي دیپلومات غچ له افغانستانه واخیست.

دغه راز، کله چې په په ۱۳۸۷ کال کې په اسلام اباد کې چاودنه شوې وه له لږ ځنډ وروسته یې د خپلو لاسپوڅو په واسطه په کابل کې د هندوستان پر سفارت ځانمرګه موټر بم برید وکړ چې ۴۰ کسان په کې ووژل شول او ۱۴۱ نور تپیا شول. په وژل شویو کې د یو دیپلومات په ګډون د هندوستان سفارت ۵ کارکونکي او پاتې وژل شوي او ټپیان ټول افغانان و. هغه مهال یو امریکایي وتلي امنیتي څېړونکي وویل چې دغه برید په ډېره بېړه او په ۲۴ ساعتو کې پلان او ترسره شو. په دې سره دوی په اسلام اباد کې د شوي برید غچ له خپله انده له هندوستانه په افغانستان کې واخیست.

دې ته ورته ډېرې نورې پېښې هم شوي کله چې د پاکستان په هر ښار کې کومه پېښه ددوی د خپلو ظلمونو په پایله کې رامنځته شوې په ټس کې یې د بې ګنا افغانانو وینې تویه کړې دي. دا که د اسلام اباد په مارګله هوټل یا د لاهور په پارک یا د کوټې په کلیسا کې چاودنې وي له ځنډ پرته دوی یې غچ له بې ګنا افغانانو اخیستی دی.

اوس هم کله چې پښتانه نور د پاکستان فاشیست پوځ او د هغه وینه څښونکې پوځي څارګړې څانګې(ای اس ای) له لاسه پوزې ته راغلل او په اسلام اباد کې یې د حق غوښتنې داسې کړیکه پورته کړه چې د لومړي ځل له پاره یې پنجابی استعمار ولړزاوه نو له ځنډ پرته پاکستاني چارواکو وپتېیله چې ددغه خوړلي ګوزار غچ بیا هم له افغانستانه واخلي. ددغه کار له پاره یې تر ټولو غوره او مناسب کس د بلخ لرې کړی شوی والي عطامحمد نور غوره کړ. عطامحمد هم په ډېره بېړه د پنجابي استعمار دغه چوپړ ته ټټر وواهه او اعلان یې وکړ چې ډېر ژر به پراخ لاریونونه وکړي. لومړی خو دی نه پوهیږي چې د افغانستان دغه اوسني جګړه ییز شرایط دغسې یو عمل ته برابر دي او که نه؟ دا به څوک تضمین کړي چې په دغو لاریونونو کې به بیا هم د کابل  دهمزنګ کې د جنبش روشنایي، د سالم ایزدیار د جنازې او د کابل په یو هوټل کې د همدغه عطامحمد نور په ملاتړ جوړه شوې غونډه کې د خونړیو ځان مرګه بریدونو په شان پېښې نه تکرارېږي؟ بله دا چې څوک به د عطامحمد په امر راټول شوي لنډ غر په رښتیا هم مدني حرکت وکړي؟ دوی به له خپل عادت سره سم چور او چپاول ته لاس وانه چوي؟ خو که رښتیا عطامحمد نور دغه کار ته لاس واچوي نو دا به ثابته کړي چې دوی ته د پنجاب دوستي او غوښتنې مهمې دي او دی هم د هغه خط پیروي کوي چې وایي:«تاجیکان در کشمکش میان پنجابی‌ها و پشتون‌ها باید در کنار پنجابی‌ها به ایستند»

وکتل شي چې عطامحمد نور به د پنجاب دا هیله پوره کړي چې په اسلام اباد کې د پښتنو مدني اعتراض غچ په افغانستان کې واخلي او که نه؟

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply