د ارګ او بلخ تر منځ پېل شوې لوبه د چا په ګټه ده؟ / محمد داود قریشي

0 889

د هیواد ولسمشرۍ ماڼۍ څه باندې یوه نیمه میاشت وړاندې یو حیرانوونکي اقدام کې د بلخ د هغه وخت والي عطا محمد نور استعفا د منلو خبر ورکړ، جالبه یې داوه چې په هماغه لومړیو شېبو کې ښاغلي نور د بي بي سي سره په خبرو کې د خپلې استعفا څخه انکار وکړ، خو وروسته ثابته شوه چې د استعفا په تړاو ارګ د عطا محمد نور سره سیاسي زرګري کړې وه او نور یو کال وړاندې خپله استعفا ورکړې وه.

تر ټولوحیرانوونکې موضوع دا وه چې د ملي وحدت حکومت نیمایي برخه خور ډاکټر عبدالله عبدالله سره د دې چې پخوا د عطا محمد نور تر ټولو کلک ملاتړی وو، ده هم د نور پر ضد دریځ ونیولو او د هغه د ګوښه کېدو غوښتنه یې وکړه، په دې سره د نور ټیم د زور او مقاومت تګلاره غوره کړه او د ولایت څخه د نور د لرې کېدو په تړاو یې ضد او نقیض دریځونه ونیول، کله به یې ویل هیڅکله د بلخ ولایت نه پریږدي، کله به یې ویل فلانی، فلانی زما بدیل دی او بس، کله به یې د جمیعت ګوند د پلاوي د قانع کولو خبره کوله او کله خو به یې له حکومت څخه د یو کال وړاندې هغه امتیازاتو غوښتنه کوله چې نور یې هغه مهال استعفا ته قانع کړی وو.

په دې جریان کې د ارګ او نور تر منځ د موضوع د حل لپاره څو پلاوي  هم تبادله شول، خو کومه مثبته پاېله یې نه لرله. دا موضوع هغه مهال ډیر حساس پړاو ته ورسېده چې نړیوال اړخ یې خپل  کړ، امریکا د ارګ په پلوۍ بلخ کې د واک د سوله ییز انتقال غوښتنه کوله، خو روسیې بیا د نور په پلوۍ افغان حکومت په تبعیض او توپيري چلند تورن کړ.

دا موضوع لا هم همداسې ګونګه او بې سرنوشته پاتې ده خو پوښتنه داده چې دا هر څه د چا په ګټه او د چا په زیان دي؟

عطامحمد نور چې د عبدالله عبدالله تر ټولو ستر ملاتړکوونکی وو او په تېرو ټاکنو کې یې تر بل هر چا ډیر د نوموړي مالي او سیاسي ملاتړ وکړ، خو په ملي وحدت حکومت کې د عبدالله له کړنو راضي نه ښکاریده او په راتلونکو ټاکنو کې یې د ځان د نوماندۍ خبره هم څو ځلې کړې وه، ارګ په سیاسي ذکاوت لومړی نور او عبدالله یو له بل څخه بېل، او بیا یې یو پر بل کمزوري کړل، ارګ وشو کولای چې خپل مخالف ټیم په ملا نیم  کړي تر څو په راتلونکو ټاکنو کې د یو قوي سیال سره مخ نه شي.

نږدې هره ورځ عطامحمد نور له حکومت څخه د یادې موضوع د ژر تر ژره حل غوښتنه کوي، او د نه حل کېدو په صورت کې د مدني حرکتونو ګواښ هم کوي، دا ګواښونه خو آن، کله کله تر نارنجي حرکتونو هم رسیږي، خو حکومت پرې هیڅ غوږ هم نه ګروي، ځکه ارګ ددې موضوع په درک کولو سره چې نور په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې د نوماندۍ اراده لري، نو په کوچنۍ موضوع د هغه د مصروف ساتلو او د هغه د کوچني ښودلو تګلاره یې مهندسي کړله تر څو مخکې له دې چې عطا محمد نور په خپله خوښه له خپلې دندې استعفا ورکړي، او بیا د یو منظم پلان له مخې راتلونکو ټاکنو ته ورداخل شي، ارګ په یو غیر منتظره اقدام کې نوموړی له دندې ګوښه کړ، په دې کار سره نور د یو سیاسي دوه لاري سره مخ شو، چې هر لوري ته ارګ ګټه او نور تاوان کوي ځکه، که بې له کوم جنجال او مقاومت څخه قدرت پریږدي نو له یوې خوا هیڅ هم په لاس نه ورځي او له بلې خوا ډېر کمزوری معرفي کیږي، او که مقاومت کوي نو د خلکو او نړیوالې ټولنې له ملامتیا سره مخ کیږي، خو نور په یاده دوه لاري کې دوهمه لار غوره کړه .

عطا محمد نور د مقاومت په کولو سره غواړي خپل ځان یو مقتدر او ځواکمن مشر معرفي کړي تر څو له دې لارې نړیواله ټولنه او عام افغانان په راتلونکو ټاکنو کې د ځان ملاتړ ته رامات کړي.

بدبختانه لکه څنګه چې د هېواد په ټولنیز او سیاسي عرف کې قومي بیمه یو منل شوی عرف دی او استاد عطا‌ء او عبدالله دواړه د تاجک قوم پورې تړاو لري، نو عطا محمد نور غواړي په خپل مقاومت سره ځان د تاجک قوم یواځینی رښتینی او ځواکمن مشر معرفي کړي، او عبدالله یو بې ارادې او کمزوری شخص معرفي کړي، تر څو راتلونکو ټاکنو کې د ځان لپاره د یاد قوم پراخ ملاتړ ولري.

نور دا فکر هم کاوه چې “په مرګ یې ونیسه په درد یې رضا کړه”، یعنې نور فکر کاوه چې کېداې شي د مقاومت په نتیجه کې یو څه لاس ته راوړي، خو د پخواني ولسمشر حامد کرزي په نسبت د ولسمشر غني د سخاوت اندازه ډیره محدوده ده او په اسانه خو څه، په ډیره سخته هم د فشار په واسطه چاته امتیاز او باج نه ورکوي.

نو داسې ښکاري چې عطامحمد نور د احساساتي او بې تجربه مشاورینو په دایره کې راګېر او د هرې موضوع په تړاو احساساتي او د زور دریځ خپلوي، کومه کړنه چې تر بل هر چا ډير خپله د نور د ټیم په تاوان تمامیږي، ځکه خو ارګ هم نه غواړي دا موضوع ژر حل شي او لا هم د یادې موضوع اوږدول غواړي، تر څو د نور ټیم مصروف وساتي. ارګ غواړي د یادې موضوع په اوږدولو سره نړیوالې ټولنې او عامو افغانانو ته د نور ټیم یو سرزوری او قانون ماتوونکی ټیم وروپېژني، تر څو له یوې خوا راتلونکو ټاکنو کې د نړیوالو ملاتړ ونه لري او له بلې خوا عام افغانان د نور ټیم ته رایه ورنه کړي.

له پورتنیو موضوعاتو داسې ښکاري چې د ولسمشر په نسبت عطاء محمد نور یو غیر مجرب، کمزوری او پاشلی سیاسي ټيم لري، د نور ټيم د سیاسي مهندسۍ او د سیاسي پېښو د عمیق درک او تحلیل توان د نه درلودلو سره سره د سیاسي لوبو د مدیریت او اداره کولو توان هم نه لري نو همدا وجه ده چې ورځ تر بلې په ستونزمنو حالاتو کې محاصره کیږي او لوبه د ارګ په ګټه راڅرخي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply