د رڼا غله؛ د غزني په وهنې رياست کې د سپين‌سترګي تر حدودو وتلی فساد

0 730

غزنی د هېواد يوازېنی ولايت دی چې تر نورو ټولو ولايتونو پکې ارزاني ده او هر څه پکې د نورو ولايتونو په پرتله تقريباً په نيمه بيه موندل کېږي، خو د دغه ولايت د پوهنې رياست د تعليمي مرکزونو ځينې اړوند توکي په داسې بيه پېرلي چې غلا پکې د بې‌انصافي تر حدودو په سپين‌سترګي اوړي.
تر دې وړاندې په وار وار ادعاوې شوې دي چې د غزني د پوهنې رياست تر ستوني په فساد کې غرق دی، خو دا ځل په دغه رياست کې د شته سرچينو له لارې سرخط ته داسې اسناد په لاس ورغلي دي چې په ليدو يې د هېواد پر راتلونکي د انسان زړه درد کوي.

سرخط ته له رسېدليو اسنادو ښکاري چې د دغه رياست زيات چارواکي خپلې دندې او مسووليت ته يوازې د يوې شوړې په سترګه ګوري او په دې باور دي چې چانس په لاس ورغلی؛ نو بايد تر خپله وسه غلا وکړي، نور که د وطن او ماشومانو راتلونکی هر ډول بربادېږي، اور ورپسې.
د پوهنې رياست د غزني د بېلابېلو ولسواليو او مرکز له‌پاره ځينې مواد پېرلي چې په ښار کې يې بيه ټيټه، خو دوی ورباندې دوه چنده زياتې پيسې اخيستې دی.
بده لا دا ده چې همدغه په دوه چنده لوړه بيه پېرل شوي مواد تعليمي مرکزونو ته ورکول شوي هم نه دي، يوازې بيلونه يې اخيستل شوي، پيسې يې جېب ته اچول شوې او هيڅ مواد پېرل شوي نه دي.

سرخط په ولسواليو کې له ځينو دارالمعلمينو او نورو پوهنيزو مرکزونو سره اړيکې نيولې او اړوند کسان يې پوښتلي چې دوی ته دغه په دوه او درې چنده لوړه بيه پېرل شوي کمپيوټرونه، مېزونه، چوکۍ او نور مواد رسېدلي که نه. هغوی وايي، دا مواد يې هيڅ ليدلي لا نه دي.
عجيبه خبره لا دا ده چې د موادو له پېرلو مخکې د تعليمي مرکزونو له مسوولو کسانو لاسليکونه اخيستل او کله چې مو وپوښتل ولې يې د موادو له تر لاسه کولو وړاندې امضاوې کړې؟ ځواب يې دا و چې د پوهنې رياست مشرتابه همداسې غوښتل، موږ يې امر پر ځای کړ.

په دې سربېره، په دغو سترو غلاوو کې د پوهنې رياست مسوولانو د ښار دوکانداران هم ور شريک کړي دي. هغوی ورته په کوټېشن کې د خپلو توکيو بيې درې چنده ښوولې او بيا يې پرته له دې چې د پوهنې رياست ورڅخه څه وپېري، يوه اندازه پيسې تر لاسه کړې او د هماغه لوړې بيې هوايي بيلونه يې ورته جوړ کړي دي.
سرخط تر لاسه شوي ټول اسناد، پرته له دې چې لاس پکې ووهي، يا يې نور تشريح کړي، ستاسې مخ ته ږدي.

ګوندې په دې وطن کې څوک داسې پيدا شي چې د دې خاورې پر ماشومانو او د هېواد پر راتلونکي يې لږ زړه وسوځي او اړوند کسان تر ګرېوان ونيسي.
له پوهنې غلا له وطن سره تر ټولو ستر خيانت دی. د دې وطن د هغو ببر سريو ماشومانو چې په خېټه ماړه نه دي، کورنۍ يې سرپرست نه لري او دوی د ناامنيو په لمبو کې ښوونځي ته روان دي، پر حق داسې تېری دی چې په هيڅ توګه د بښلو نه دی.
دا تاسې او دا د رڼا د غلو پلونه؛

سرخط ورځپاڼه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply