د الکترونیکي تذکرو د وېش ملي پروسه/ محمد بشیر یوسفزوی

0 724

د الکترونیکي تذکرو د وېش لړۍ له څو کلن ځنډ، خنډونو او جنجالونو وروسته حکومت د اساسي قانون د حکم مطابق بالاخره د دغو تذکرو د وېش لړۍ پیل کړه. دغه تذکرې به د افغانستان لپاره څو اړخیزې ګټې ولري. تر ټولو مهمه ګټه یې امنیتي موضوع ده چې ورسره جوخت به د جرایمو کچه راټیټه شي.

ځکه تر دې دمخه د تذکرو وېش په شفاف ډول نه وو او هر چا حتی ایرانیانو او پاکستانیانو هم په اسانۍ سره کولی شو چې افغاني تذکرې واخلي او همدارنګه د هېواد په داخل کې هم یو کس د یوې پرځای څو تذکرې  اخیستلې.

خصوصاً مجرمینو له پخوانیو تذکرو څخه په استفادې جرمونه ترسره کول. له یو ولایت څخه به بل ولایت ته لاړل او هلته به یې بیا د هغه ولایت تذکرې واخیستلې، مګر په نویو الکترونیکي تذکرو کې دا هر څه سنجول شوي او یو کس په هیڅ شرط نشي کولی چې څو تذکرې ولري او یا د جرمونو ترسره کولو ته زړه ښه کړي او که یې ترسره کړي نو په اسانۍ نیولی کېدلی شي.

که څه هم ځینې مافیایي ډلې په ښکاره د وړو وړو پلمو په نامه د دغې ملي پروسې د مخنیوي پر وړاندې ستونزې ایجادوي او د دغې پروسې د تحریم هڅه کوي، مګر د پردې تر شا نورې کیسې دي. اکثریت یې د بهرنیو استخباراتو دسیسې او برنامې  پر مخ وړي او دوی کوښښ کوي افغانان له دغې مهمې پروسې څخه محروم کړي.

دوی ځکه د دغې پروسې د مخنیوي کوښښ کوي چې دوی نه غواړي په افغانستان کې امنیت تامین شي، د جرایمو ګراف او کچه راټیټه شي، اقتصادي، د پانګونې، اداري، مالي او نورې پروسې ساده او اسانه شي، ټاکنې په شفافه توګه ترسره شي او نورې ګټورې لارې چارې ترسره شي.

ملت ته ښایي چې د بهرنیو استخباراتو او د مافیایي کړیو د ناوړه هڅو برخلاف په دغه ملي پروسه کې نه یوازې پراخ ګډون وکړي، بلکې د الکترونیکي تذکرو د وېش لپاره زمینه او اسانتیا برابره کړي. د هغوی د امنیت په تامین کې کوښښ وکړي او هیچاته په خپلو کلیو، ولایتونو او ولسوالیو کې د دې اجازه ورنه کړي چې د الکترونیکي تذکرو د وېش او د دغې ملي پروسې د مامورینو پر وړاندې خنډونه ایجاد کړي.

د الکترونیکي تذکرو د وېش پروسه د سیمې هېوادونه په ځانګړي ډول پاکستاني مقامات د افغانستان د حکومت لپاره لوی چلینج بولي او په مراتبو یې ویلي دي چې په افغانستان کې که بله هیڅ ستونزه هم نه وي، خو د حکومت او خلکو تر منځ د ستونزې او بېلوالي لپاره یوازې د تذکرو د وېش موضوع کافي ده.

په تېرو کلونو کې د همدغو بدمرغو له لوري د داخلي لاسپوڅو او ګوډاګیانو پر مټ د الکترونیکي تذکرو د وېش موضوع جنجالي شوه، خو د ملي یووالي حکومت د مشرتابه په ځانګړي ډول د ولسمشر غني د هلو ځلو له برکته دغه موضوع په اساسي توګه حل او عملاً پیل شوه او باور دی چې د ولس د ملاتړ او ګډون له برکته به یاده پروسه په بریالیتوب ترسره شي.

زموږ انګلیسي ویبپاڼه:

www.dawatmedia.com

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply